د کښتیو له لارې بریتانیا ته تازه دمې رسیدلي کډوال. انځور: رویټرز. ۲۰۲۲ کال می.
د کښتیو له لارې بریتانیا ته تازه دمې رسیدلي کډوال. انځور: رویټرز. ۲۰۲۲ کال می.

وروسته له هغه چې بریتانیا پریکړه وکړه چې د انګلیس چینل له لارې تلونکي کډوال به رونډا هیواد ته واستوي، دا لومړی ځل دی چې نن یکشنبه ۲۵۴ کډوال له همدغې لارې له فرانسې څخه بریتانیا ته رسیږي.

بي بي سي په یوه راپور کې لیکلي چې بریتانوي چارواکو د کډوالو دغه ډله چې په اوو وړو کښتیو کې سپاره ول، له رسیدو سره سم د دوور بندر نه انتقال کړي. په مسافرو کې نارینه، ښځې او ماشومان شامل دي.

د بریتانیا حکومت په دې وروستیو کې پریکړه کړې وه چې هغه کډوال چې په وړو کښتیو کې د انګلیس چینل له لارې په ناقانونه ډول دې هیواد ته ورځي، افریقايي هیواد رونډا ته به تر هغه وخته واستول شي تر څو د پناه غوښتنې دوسیه يي قبول یا رد شي. اوس باور پر دې دی چې د حکومت د دغې پریکړې سره سره هم کډوال هڅه کوي چې له دغې لارې ځانونه بریتانیا ته ورسوي.

د بریتانیا حکومت له بیلابیلو لارو هڅه پیل کړې ترڅو هیواد ته يي په ناقانونه ډول د کډوالو د ورتګ مخه ډبه کړي.تیره میاشت لومړي وزیر بوریس جانسن اعلان وکړ چې په کښتیو کې بریتانیا ته د کډوالو د ورتګ د سمبال چارې د دفاع وزارت پر غاړه دی.

بریتانیا او فرانسه په داسې مهال د کښتیو له لارې د کډوالو د اوښتو د مخنیوي پر لارو چارو کار کوي چې ورځ تر بلې له دغې لارې د کډوالو د اوښتو شمیر لوړیږي. روان کال کې تر دې مهال ۶۰۰۰ تنه د کښتیو له لارې ځانونه بریتانیا ته رسولي.

د رونډا پلان

دفاع وزارت ته د عملیاتي چارو د سپارلو له اعلان سره سم، د بریتانیا دولت هغه پروګرامونه اعلان کړل چې له مخې به يي د انګلیس چینل له لارې تلونکي کډوال په یو طرفه ټکټ سره رونډا هیواد ته واستوي.د دغې طرحې له مخې هغه خلک چې د جنورۍ له لومړۍ نیټې څخه په ناقانونه ډول بریتانیا خاورې ته دننه شوي وي رونډا ته د الوتکو له لارې استول کیدای شي او دوې ته به د دې حق ورکړل شي چې د ختیځې افریقا په دغه هیواد کې د پناه غوښتنه ثبت کړي.

نور ولولئ: برېتانیا: د پناه غوښتنې شخړېزه مسوده تصویب شوه

حکومت وايي چې طرحه به يي د قاچاق وړونکو پر وړاندې یو لوی ګوزار وي او بریتانیا ته به په خطرناکو لارو د خلکو د مړینې مخه ونیسي خو مخالفې ډلې او مرستندویه بنسټونه بیا دا یو ظالمانه عمل بولي او پرې نیوکه کړې.

بې بې سي لیکلي چې له ۱۶۰ څخه ډیرو مرستندویه بنسټونو په یوه لیک کې له لومړي وزیر او د کورنیو چارو وزیرې پریتي پاټیل څخه غوښتي چې دغه « شرمناکه ظالمانه» پالیسي لغوه کړي.

د یادولو ده چې د برېتانیا د کورنیو چارو وزارت د شمېرو له مخې په ۲۰۲۱ کې تر ۲۸۰۰۰ ډېرو کسانو له فرانسې څخه د انګلیس کانال له لارې ځانونه دغه هیواد ته رسولي وو چې د ۲۰۲۰ پرتله څلور چنده زیاتوالی ښيي.

 

نورې ليکنې