په افغانستان کې د طالبانو له واکمنیدو او په دغه هیواد کې د اقتصادي بحران له رامنځ ته کیدو وروسته، اوس هره ورځ شاوخوا ۵۰۰۰ افغانان پر دښتو او خطرناکو لارو ایران ته اوړي چې دا کار د دواوړ هیوادو ترمنځ د ستونزو لامل ګرځیدلی.
په ورستیو اونیو کې د داوړو هیوادونو ترمنځ پر پوله د طالبانو او د ایران د سرحدي ساتونکو ترمنځ نښته رامنځ ته شوه. په ټولنیزو رسنیو کې له افغان کډوالو سره د ناوړه چلند په اړه د یو شمیر ویډیوګانو له خپریدو وروسته په کابل او هرات کې لاریونونه وشول چې په هرات کې لاریونوالو د ایران کنسولګرۍ په ډبرو وویشتل او مخې ته يي اور ورته کړ. له دې کار سره ایران له طالبانو د خپلو کنسولګریو او د یپلوماتو د امنیت غوښتنه وکړه.
بل پلو بیا د ایران په یو زیارت کې د چړو برید چې ویل کیږي د یو افغان کډوال لخوا ترسره شوی په ټول ایران کې د افغانانو پر وړاندې یو ډول بد بیني رامنځ ته کړه.
نور ولولئ:یوه ورځ کې تر ۱۴۰۰ ډېر افغانان له ایرانه ایستل شوي
کار پوهان په دې باور دي چې که څه هم افغانستان او ایران د سیاسي اړیکو د خرابیدو طرفدار نه دي خو د داوړو هیوادو ترمنځ اوږمهاله کړکیچونه ښايي په راتلونکي کې خطر ډیر او حتی له کنټرونه ووځي.
د متحده ایالاتو د سولې له انستیتوت څخه یو لوړپوړی کارپوه اندرو واتکینس د داوړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو ترینګلتیا ته په اشارې سره اسوشیتید پرس خبري آژانس ته ویلي:« تاسو د نړۍ یو له خورا بد د کډوالۍ له بحران سره مخامخ یاستئ... کیدای شي زلزله رامنځ ته کړي.»
د افغانانو د ایستلو پروسې چټکول
د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو ترینګلتیا د دې لامل شوی چې ایران د هغو افغانانو د ایستلو پروسه چټکه کړي چې په ناقانونه ډول يي خاورې ته دننه کیږي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ نړیوال سازمان ویلي چې د طالبانو له واکمنۍ راهیسې ایران د افغان کډوالو د ایستلو پروسه چټکه کړې.د دغې ادارې مرستیال اش کارل اسوشیتید پرس ته ویلي چې د روان کال په لومړیو دریو میاشتو کې له ایرانه د اخراج کچه هره میاشت ۶۰ سلنه لوړه شوې ده. هغه وویل چې په روان کال کې له دوه نیم لکو څخه ډیر افغانان له ایران څخه ایستل شوي چې ډیری يي د سختو سفرونو په ګاللو سره، له ګڼو ستونزو او تاوتریخوالو سره مخامخ شوي دي.
د ایران اقتصادي کړکیچ
ایراني چارواکي ویلي چې د طالبانو له راتګ راهیسې په تیرو اتو میاشتو کې شاوخو یو میلیونه افغانان دغه هیواد ته پناه وړي. دغه چارواکي له دې وړاندې ویلي و چې هیواد يي د نورو کډوالو د منلو ظرفیت نه لري.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب زاده تیره میاشت ویلي و چې:« ایران ته د افغانانو د ورتلو څپې نه شي کولای دوام پیدا کړي.» ځکه « په ایران کې ظرفیتونه محدود دي». په ایران کې د ځوانانو د بیکارۍ کچه ۲۳ سلنه لوړه شوې او د ۲۰۱۸ کال راهیسې د ریال ارزښت ۵۰ سلنه ټیټه شوې.
په تهران کې سیاسي کارپوه ریا غبیشاوي د افغانانو او ایرانیانو ترمنځ د زیاتیدونکي ترینګلتیا په اړه وویل:« تر ټولو لویه ننګونه داده چې ایران د کډوالو نوی وضعیت ته چمتو نه دی»
راپور د اسوشیتید پرس آژانس څخه چمتو شوی