د پاریس په ختیځ کې د کډوالو خیمې د سه شنبې په ورځ و تړل شوې. انځور: یوتوپیا ۵۶ سازمان
د پاریس په ختیځ کې د کډوالو خیمې د سه شنبې په ورځ و تړل شوې. انځور: یوتوپیا ۵۶ سازمان

فرانسوي پولیسو د سه شنبې په سهار وختي، د پاریس په ختیځه څنډه کې تر پله لاندې د ۱۰۸ تنه کم عمره کډوالو خیمې ټولې کړي او اوسیدونکي يي د کډوالۍ مرکزونو ته ولیږدول. د کمپ له تړلو څو ساعته وروسته ۲۰ تنه نور کم عمره کډوال چې د خپل عمر د تثبیت د پروسې په تمه ول له یوه کمپ څخه ځکه سړک ته ایستل شوي چې د سرپناه مستحق نه و پیژندل شوي.

 پولیس په یوه مطبوعاتي بیانیه کې ویلي چې د پاریس په ختیځه څنډه « پورت د کلینانکورټ» سیمه کې ترخیمو لاندې دغه خلک زیرسن و چې نن سهار د تخليي په عملیاتو کې د دوې خیمې ټولې شوې او اوسیدونکي يي د پاریس نورو سیمو ته ولیږدول شول.

د دغه کمپ خیمې وروسته له هغه ټولیږي چې د یکشنبې په ورځ د می په لومړی نیټه د د کمپ دوه اوسیدونکي د یو شمیر خلکو په برید کې ټپیان شول.

د پولیسو په بیانیه کې ویل شوي چې دغه کم عمره کډوال چې عمدتا د افریقايي هیوادونو اوسیدونکي دي د اداري کارونو، ټولنیزو او روغتیايي مرستو په موخه د پاریس د کډوالو مرکزونو ته انتقال شوي چې وروسته به د دوې د هرکس وضعیت ته په کتو سره نورو استوګنځایونو ته واستول شي. له دې ډلې درې تنه يي د قانوني زیرسن په توګه پیژندل شوي چې دامهال د ماشومانو د ټولنیزو مرستو دفتر ( ASE) کې ساتل کیږي.

د کډوالۍ د ملاتړ سازمانونو پر دغه وضعیت اندیښمن دي.د یوتوپیا ۵۶ سازمان چې په سیمه کې له کډوالو سره مرسته کوي، د تیرو څو ورځو راهیسې له دولت څخه د خیمو اوسیدونکو لپاره د سرپناه غوښتنه کوله. یاد سازمان مني چې ډیرۍ دغه کډوال زیرسن دي.

پر کډوالو برید

د کډوالو دغه غیررسمي کمپ د مارچ په میاشت کې د پاریس په ختیځ «پورت د لیلاس» سیمه کې د یو بل کمپ د تړلو وروسته جوړ شوی و.

د یکشنبې په ورځ د می په لومړی نیټه څلور تنه نارینه چې د یاد کمپ له مخې تیریدل د خیمو پر اوسیدونکو برید وکړ او دوتنه يي ټپیان کړل. کډوالو د برید کوونکو لخوا و ګواښل شول او ورته وویل شول چې بل ځل به د دوې خیمو ته او ورته کړي او وبه يي وژني.

له دې وړاندې هم دغلته پر یو بل کډوال چې له خپلې خیمې څخه تشناب خواته روان و د برید هڅه وشوه.

پاریس کې د کډوالو لپاره سرپناه یو له عمده ستونزو څخه دی چې کله ناکله دوي اړکیږي د سړک او تر پله لاندې خیمې و تړي چې د وخت په تیریدو سره بیا پولیس د دوې خیمې ټولوي او موقتو کمپونو ته يي لیږدوي. د بې سرپناه کډوالو یوه لویه برخه افغانان ځوانان جوړوي.

چارواکي وايي چې د کال له پیل راهیسې يي ۱۱۲۰ تنه د عملیاتو په پایله له سړکونو څخه د سرپناه لپاره انتقال کړي او له د ولتي خدمتونو څخه برخمن شوي.

 

نورې ليکنې