د اوفپرا لیکونه په آنلاین توګه پناه غوښتونکو ته لېږدول کېږي. انځور: کډوال نیوز
د اوفپرا لیکونه په آنلاین توګه پناه غوښتونکو ته لېږدول کېږي. انځور: کډوال نیوز

د می میاشتې له ۲مې راهیسې د کډوالو او بې تابعیته وګړو د ساتنې اداره یا اوفپرا خپلې پرېکړې او لیکونه په انلاین توګه پناه غوښتونکو ته استوي. خو دغه سیستم ځینو کډوالو ته ستونزې جوړولی شي.

پناه غوښتونکي به نور د اوفپرا لیکونه نه ترلاسه کوي. د می میاشتې له دویمې نېټې راهیسې د فرانسې د کډوالو او بې تابعیته وګړو د ساتنې اداره د انټرنټ له لارې خپلې پرېکړې او لیکونه پناه غوښتونکو ته استوي. د دوبلیني شویو او کم سنه کډوالو پرته به ټول پناه غوښتونکي تر دغې قاعدې لاندې راځي. 

اوفپرا په یوه خبرپاڼه کې وایي چې له دې وروسته به د پناه غوښتنې د ثبت پر مهال د قومندانیو واحده غرفه پناه غوښتونکو ته یو سند ورکوي. دغه سند چې په ۳۲ ژبو ژباړل شوی د پناه غوښتونکو د دوسیو شمېرې او پسوردونه پکې لیکل کېږي.

پناه غوښتونکي بیا د سایټ له پرانیستلو سره د خپلو دوسیو شمېرې لیکي او نوی پسوردونه جوړوي. دوی باید خپلې شمېرې او یا ایمیل ادرسونه هم ورکړي. اوفپرا دغو حسابونو ته د لیکونو په استولو سره یادو شمېرو او یا ایمیل ادرسونو ته پیغام استوي.

دا پروسیجر چې د ۲۰۲۰ له جولای میاشتې راهیسې په برتانی او نوول اکیتېن کې پیل شوی، اوس په ټوله فرانسه کې عملي کېږي. د سیماد سازمان مشر ژرار سادیک وایي: «دغو دوو سیمو کې د پناه غوښتونکو شمېر کم دی، خو دا معلومه نه ده چې یاد سیستم به په نورو سیمو کې هم عملي کېدونکی وي که نه. هر کال یوازې په ایل دو فرانس کې ۵۰ زره پناه غوښتنلیکونه ثبتېږي.»

د انلاین له لارې د مرکې وخت اخیستل او ستونزې یې

له تېرو څو کلونو او په ځانګړې توګه د کورونا کړکېچ راهیسې فرانسوي ادارې په پام کې لري چې خپل سیستمونه ډیجیتالي کړي. تېره جنوري د فرانسې د کورنیو چارو وزیر د بهرنیو محصلینو او د استعداد پاسپورت نوماندانو لپاره د انلاین سیستم د پرانیستو اعلان کړی و. دغه سیستم یادو کسانو ته اجازه ورکوي چې له خپل کور څخه د اقامې غوښتنه وکړي.

خو دغه پروسیجر پناه غوښتونکو ته ستونزې هم جوړولی شي. د بېلګې په توګه، له قومندانیو څخه د مرکې وخت اخیستل ډېر پیچلي دي. ځینې بهرنیان چې غواړي د اقامې غوښتنه وکړي او یا خپل کارتونه تمدید کړي، د مرکې وخت اخیستو په خاطر په میاشتو میاشتو انتظار باسي. د سیماد سازمان غړې لیس فارون د ۲۰۲۱ په فبرورۍ کې ویلي وو چې «د اداري کارونو ډیجیتالي کول حقونو ته د نه لاسرسي لویه سرچینه بلل کېږي».

ژرار سادیک بیا وایي که فرانسوي ادارې وغواړي یادې ستونزې نه رامنځ ته کېږي، په وینا یې تېر مارچ فرانسوي قومندانۍ په لږ وخت کې د اکرایني کډوالو لپاره نوې ادارې جوړې وکړې.

د اوفپرا په اعلامیه کې راغلي چې دا سیستم به پناه غوښتونکو ته اجازه ورکوي چې «په اسانۍ سره خپلو لیکونو ته لاسرسی» پیدا کړي ترڅو «وخت یې ضایع نه شي». په وینا یې د ستونزو د رامنځته کېدو په صورت کې به سپادا او د هرکلي نور مرکزونه له پناه غوښتونکو سره مرسته کوي. 

ژرار سادیک وایي: «دا هغو خلکو ته مشکل جوړوي چې له انټرنټ سره بشپړه بلدتیا نه لري.»

دغه راز یاد سیستم هغو مهاجرو ته هم ستونزې جوړولی شي چې غیر رسمي کمپونو کې اوسېږي. د دغو کسانو له ډلې ډېری یې انټرنټ ته لاسرسی نه لري.

د اوفپرا په حواله په ځانګړو حالاتو کې پناه غوښتنونکي له اوفپرا څخه له یاد سیستم نه د وتلو غوښتنه کولی شي. د نوموړو کسانو لیکونه بیا به د پوسته خانې له لارې ور استول کېږي. 

 

نورې ليکنې