پانتن کمپ کې د کډوالو خیمې. انځور: کډوال نیوز
پانتن کمپ کې د کډوالو خیمې. انځور: کډوال نیوز

د روان میلادي کال له پیل راهیسې د پاریس شاوخوا پانتن سیمه کې نږدې ۳۰۰ کډوال چې ډېری یې افغانان دي په یوه کمپ کې ژوند کوي. د کمپ په یوه برخه کې ځینې کورنۍ هم لیدل کېږي چې له میاشتو راهیسې د سړکونو پر غاړه شپې سبا کوي. کډوال نیوز له یاد کمپ څخه راپور ورکوي.

دېرش کلن ارسلان* تر خپلې خیمې لاندې ناست دی. دوه نور افغانان د بېلابېلو مسایلو په هکله ورسره خبرې کوي. ارسلان چې په ۲۰۱۴ کې له افغانستان څخه وتلی دی له درېو اونیو راهیسې د پانتن په کمپ کې شپې سبا کوي. دغه ځوان کډوال وایي: «شپږ میاشتې کېږي چې لالهاند ګرځم. هېڅ ډول مرسته راسره نه کېږي. یوازې زه یم او خیمه مې. تېر ژمی مې په سړکونو کې تېر کړ.»

ارسلان وایي چې د اروپا پر لور د سفر پر مهال ۸ میاشتې ترکیه کې او ۴۲ ورځې بیا د بلغاریا زندان کې تېرې کړې دي. نوموړي له اوږد سفر وروسته بالاخره ځان جرمني ته ورساوه، خو منفي ځواب یې ترلاسه کړ او په ۲۰۱۷ کې فرانسې ته راغی. 

ارسلان تر دغې خیمې لاندې ژوند کوي. انځور: کډوال نیوز
ارسلان تر دغې خیمې لاندې ژوند کوي. انځور: کډوال نیوز

دغه افغان چې فرانسوي یې زده ده وایي چې کمپ کې یې د ژوند وضعیت خورا سخت دی. په وینا یې: «تر دې ځایه د بلغاریا زندان ښه و. دلته موږ د سپیو په څېر ژوند تېروو.»

د پانتن کمپ تېره جنوري جوړ شوی دی. د پانتن سولیدر ټولنې غړې نیکولا لورو وایي چې «لومړی دلته یوازې شپږ خیمې درول شوې وې. خو اوس یې شمېر نږدې ۲۰۰ ته رسېږي». د کمپ ډېری اوسېدونکي مجرد افغانان دي، خو کورنۍ هم په ډله کې یې شته. 

نیکولا زیاتوي چې که څه هم دوی په وار وار له چارواکو څخه یادو مهاجرو ته د سرپناه د برابرولو غوښتنه کړې ده، خو تر دې دمه یې چا غوښتنې ته پاملرنه نه ده کړې.

د جنسي ځورونو له امله کډوالي

اووه څلوېښت کلنه کریمه* د دغه کمپ یوه بله اوسېدونکې ده. نوموړې چې د کابل په صحت رواني روغتون کې د خیاطې په توګه کار کاوه وایي، د جنسي ځورونو له امله د خپل هیواد پرېښودو ته مجبوره شوې ده. کریمې له خپل کوچني ماشوم سره لومړی سویډن ته ځان ورساوه، خو تر ۳ نیمو کلونو انتظار وروسته یې منفي ځواب ترلاسه کړ.

هغه وایي: «له مجبورۍ نه فرانسې ته راغلو. کله مې چې دلته د پناه غوښتنه وکړه، چارواکو ما ته وویل چې دوبلینۍ یمه.»

کریمه له خپل زوی سره تر دې خیمې لاندې ژوند کوي. انځور: کډوال نیوز
کریمه له خپل زوی سره تر دې خیمې لاندې ژوند کوي. انځور: کډوال نیوز

کریمه له ۴ کلونو راهیسې په فرانسه کې ژوند کوي، خو اداري حالت یې لا نورمال شوی نه دی. هغه وایي چې د دوبلین مودې تر پوره کېدو وروسته یې د پناه غوښتنه کړې وه، خو غوښتنه یې رد شوه. د پناه غوښتنې ملي محکمې هم د کریمې د استیناف غوښتنه رد کړه. دوه میاشتې کېږي چې نوموړې یو ځل بیا اوفپرا سره مرکه کړې ده، خو تر دې دمه یې ځواب نه دی ترلاسه کړی.

کریمه چې له رواني‌ ناروغیو سره مخ ده په ژړا سره وایي ډېری وختونه په غوسه کېږي او یا د شپې له خوا خوب نه لري. په وینا یې: «زوی مې وایي چې نه پوهېږي ولې مې حالت داسې دی. خو هغه تل له ما سره مهرباني کړې ده. ما ته وایي چې زه ناروغه یم او هغه به را سره پاتې کېږي.»

د کډوالۍ پر خطرناکو لارو کریمې ته د پښې ستونزه هم جوړه شوې ده. نوموړې څو ځله ډاکټرانو ته تللې خو تر اوسه یې درملنه نه ده بشپړه شوې.

«ستونزو لیوني کړي یو»

شپږ وېشت کلن مطیع الله یو بل افغان کډوال دی چې له یوې میاشتې راهیسې په پانتن کمپ کې تر یوې خیمې لاندې ژوند تېروي. دغه ځوان کډوال چې د ننګرهار د ګندمک ولسوالۍ دی وایي په ۲۰۱۷ کې له مجبورۍ څخه د خپل هیواد پرېښودو ته اړ شوی دی.

مطیع الله نن ناهېلی خو په غوسه ښکاري. هغه وایي چې نن یې دریمه منفي ترلاسه کړې ده. مانا یې دا چې د درېم ځل لپاره یې د پناه غوښتنه رد شوې ده. 

هغه وایي: «زما پلار د طالبانو سره اړیکې درلودې. ورور مې هم ورسره کار کاوه. پخواني دولت مې پلار او ورور ووژل. خو ما له طالبانو سره هېڅ ډول اړیکه نه درلوده. د همدې کبله مې له افغانستان څخه د وتلو پرېکړه وکړه.»

مطیع الله د کډوالو او بې تابعیته وګړو ادارې یا د اوفپرا لیک ته اشاره کوي چې پکې راغلي چې هغه د خپلو ادعاوو د اثباتولو لپاه کافي اسناد نه دي ورکړي. خو نوموړی بیا خپل بیک ته اشاره کوي چې له اسنادو څخه ډک دی. 

افغان کډوال مطیع الله له خپلو اسنادو سره. انځور: کډوال نیوز
افغان کډوال مطیع الله له خپلو اسنادو سره. انځور: کډوال نیوز

هغه وایي: «ما ورته آن د خپل پلار او ورور د مړيو انځورونه ورکړل. داسې اسناد راسره شته چې ښيي چې ما نه غوښتل له طالبانو سره کار وکړم. دا رسمي اسناد دي، خو دوی یې نه مني.»

دغه افغان کډوال چې د ښه ژوند لپاره یې اروپا ته ځان رسولی وایي چې له اوسني حالت څخه تنګ راغلی دی. په وینا یې:‌ «یو کال کېږي‌ چې دولت پیسې را باندې بندې کړې. په چټلو خیمو کې ژوند کوو. څوک مو غوښتنو ته غوږ نه نیسي. ستونزو لیوني کړي یو.»

مطیع الله په پام کې لري چې د فرانسې د پناه غوښتنې ملي محکمې څخه د بیاکتنې غوښتنه وکړي. نوموړي وایي چې افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو سره نور دغه هیواد ته نه شي تللی.

  • مستعار نومونه
 

نورې ليکنې