انګلیس کانال. انځور: رویټرز
انګلیس کانال. انځور: رویټرز

د برېتانیا پلازمېنه لندن کې د تېرې چهارشنبې په ورځ هغه سړی نیول شوی دی چې ویل کېږي د یوې لویې جرمي ډلې مشر دی. یادې ډلې قاچاق وړونکو ته کښتۍ برابرولې ترڅو کډوال د فرانسې له شمالي سواحلو څخه برېتانیا ته ورسوي.

هېوا رحیمپور چې په اصل کې ایرانی دی په برېتانیا کې اوسېږي. نوموړی تېره چهارشنبه د برېتانیا د جرایمو پر ضد د مبارزې ادارې له خوا ونیول شو. د یادې ادارې د سیمه ایزو پلټنو مشر جک بیر په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې هېوا د یوې لویې جرمي ډلې په غړیتوب تورن دی. یادې دلې د انګلیس کانال له لارې برېتانیا ته د کډوالو د رسولو په موخه قاچاق وړونکو ته کښتۍ برابرولې.

د فرانسې خبري اژانس په حواله هېوا رحیمپور پرون پنجشنبه د می میاشتې ۵ د وېستمنستر محکمې ته حاضر شو. د برېتانیا څارنوالۍ ویلي چې نوموړی «په سیستماتیکه توګه د انسانانو په قاچاق» تورن دی.

بیا ولولئ: ۲۵۴ نور کډوال د انګلیس چینل له لارې بریتانیا ته رسېدلي

د یاد قاچاق وړونکي په اړه پلټنې له هغه وروسته پیل شوې وې چې د ۲۰۲۱ په اکتوبر میاشت کې بلجیمي ځواکونو د دغه هیواد او د فرانسې ترمنځ پر پوله په یوه موټر کې کښتۍ او موټورونه وموندل.

د څېړونکو په حواله دغه جرمې ډلې به له ترکیې څخه جرمني، بلجیم او هالنډ ته کښتۍ راوړلې. ورپسې به نورو کسانو یادې کښتۍ د فرانسې سواحلو ته انتقالولې. قاچاق وړونکو بیا هموغو کښتیو کې کډوال برېتانیا ته انتقالول.

د برېتانیا د جرمونو پر ضد د مبارزې ادارې د کډوالۍ په تړاو د جرایمو مسولې اندریا ویلسون یادې کښتۍ «خونړۍ لومې» بللې دي.

بیا ولولئ: برېتانیا: د پناه غوښتنې شخړیزه مسوده تصویب شوه

د یادولو ده چې له ۲۰۱۸ راهیسې زیات شمېر کډوال د انګلیس کانال له لارې برېتانیا ته د اوښتو هڅه کوي. د برېتانیا د کورنیو چارو وزارت د شمېرو له مخې په ۲۰۲۱ کې تر ۲۸۵۰۰ ډېرو کسانو د یاد کانال له لارې ځانونه برېتانیا ته رسولي دي. په ۲۰۲۰ کې ۸۴۶۶، په ۲۰۱۹ کې ۱۸۴۳ خو په ۲۰۱۸ کې بیا ۲۹۹ کسان له انګلیس کاناله په تېرېدو سره برېتانیا ته رسېدلي وو.

 

نورې ليکنې