په ۴۳۹ کلونو بند محکوم شوي کډوال. انځور: بارډرلاین یوروپ ټویټرپاڼه
په ۴۳۹ کلونو بند محکوم شوي کډوال. انځور: بارډرلاین یوروپ ټویټرپاڼه

پرون پنجشنبه د می میاشتې ۵مه یونان کې درې کډوال دغه هیواد ته د مهاجرو د ننوتلو د زمینې برابرولو په تور په ۴۳۹ کاله بند محکوم شول. دا هغه کسان دي چې د ۲۰۲۱ په ډسمبر میاشت کې د کښتۍ ډوبېدو پېښه کې ژوندي پاتې شوي وو.

عبدالله، خیرالدین او محمد هغه کسان دي چې پرون پنجشنبه د یونان د یوې محکمې له خوا په ۴۳۹ کاله بند محکوم شول. پر دغو کډوالو تور و چې یونان ته یې په ناقانونه طریقه د مهاجرو د ننوتلو زمینه برابره کړې ده. دوی تېر ډسمبر یوناني پوله ساتونکو اژه سمندر کې نیولي وو.

د بارډرلاین یوروپ په نامه جرمني سازمان وایي د نوموړو کډوالو له ډلې یو تن یې د کښتۍ د کپیتان په توګه په ۱۸۷ کاله بند خو دوه تنه نور بیا د نوموړي د اسیسټانت او مستري په توګه په ۱۲۶ کاله بند محکوم شوي دي.

یاد سازمان پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې که څه هم محکمې منلې چې دوی قاچاق وړونکي نه دي او له کومې قاچاقي ډلې سره تړاو هم نه لري، خو یونان ته یې د مهاجرو د ورتګ زمینه برابره کړې ده.

بارډرلاین یوروپ زیاتوي چې د دغو کسانو خپلوانو او یوه کارپوه محکمې ته ویلي چې دوی قاچاق وړونکو نه بلکې هغه مهاجر دي چې کښتۍ یې چلولې ده. هغه پوله ساتونکی چې د دوی پر خلاف یې شاهدي ورکړې وه محکمې ته نه و حاضر شوی.

په ورته همال د پناه غوښتونکو په چارو کې مدافع وکیل دیمیتري چولیس پر دغه حکم نیوکه کړې ده او ویلي یې دي چې پناه غوښتنه جرم نه دی.

بل پلو الارم فون پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې دوی ځکه په ۴۳۹ کاله بند محکوم شوي چې «غوښتل یې اروپا ته راشي، له ډوبېدو څخه خپل ځان وژغوري، او خپل راتلونکی جوړ کړي».

بیا ولولئ: یونان دغه هیواد ته «د کډوالو د ورتګ د منصرف کولو لپاره» زرګونه مهاجر بندیان کړي دي

دا لومړی ځل نه دی چې یونان کې کډوال له ورته چلند سره مخ کېږي. دغه هیواد کې نږدې ۲۰۰۰ پناه غوښتونکي «د کډوالو د قاچاق» په تور په زندان کې دي. دوی په معموله توګه د کډوالو د بېړیو د چلولو په تور په بند محکوم شوي دي. مهاجر پلوه سازمانونه د یونان پر دغه سیاست نیوکه کوي او وایي چې د دې سیاست هدف له ترکیې څخه یونان ته د کډوالو د راتګ مخنیوی دی.

د یادولو ده چې د ۲۰۲۱ په می میاشت کې د لېسبوس یوې محکمې ۲۷ کلن سومالیایی کډوال محمد هناد عبدي یونان ته د «درېمو هیوادونو د اتباعو د انتقالولو»، د «نورو کسانو د ژوند په خطر کې اچولو» او دوو کسانو د مرګ په تور په ۱۴۶ کاله بند محکوم کړی و.

 

نورې ليکنې