د یونان پوله ساتونکو پرون یکشنبه اژه سمندر کې تر ۱۰۰ ډېر کډوال ژغورلي دي چې په ډله کې یې زیات شمېر ماشومان هم دي. چارواکو په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې پېښه کې چا ته زیان نه دی رسېدلی.
یوناني پوله ساتونکو د یکشنبې په ورځ د می میاشتې ۸ د ګڼو ماشومانو په ګډون ۱۰۶ کډوال اژه سمندر کې ژغورلي دي. د ژغورل شویو مهاجرو کښتۍ د ډوبېدو له خطر سره مخ وه.
چارواکو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې دغه کسان یې د شنبې په ورځ کس ټاپو ته نږدې د ترکیې ساحلي اوبو کې موندلي وو. په وینا یې کښتۍ کې سپاره ټول کډوال ژغورل شوي دي.
ژغورل شویو کې ۱۴ ښځې او ۲۰ ماشومان هم شامل دي، خو هویت یې لا نه دی څرګند.
تېرو څو وختونو زیات شمېر کډوالو له ترکیې څخه د اژې سمندر له لارې یونان ته د اوښتو هڅې کړې دي. د مارچ پر ۱۳مه نږدې سل کسان چې په یوه کښتۍ کې سپاره ول پاروس ټاپو ته نږدې وژغورل شول. همداراز تېره ډسمبر میاشت پاروس ټاپو ته نږدې د کښتۍ ډوبېدو پېښې ۳۱ کډوال ووژل. دغو مهاجرو غوښتل چې له ترکیې څخه ایټالیا ته ځان ورسوي.
په ورته مهال د بشري حقونو سازمانونه وایي چې ډېری وختونه یوناني پوله ساتونکي له خپلو اوبو څخه د کډوالو کښتۍ د ترکیې پر لور شړي.
د اروپایي رسنیو د یوې څېړنې له مخې یوناني پوله ساتونکو تېر سپټمبر درې کډوال وهلي ټکولي او اوبو ته یې اچولي وو. د یادو کډوالو له ډلې دوه تنه یې سمندر کې ډوب شول.
همداراز د جنورۍ په وروستیو ورځو کې د ترکیې د کورنیو چارو وزیر یوناني پوله ساتونکي پر دې تورن کړي وو چې درې کډوال یې چې په ناقانونه طریقه خیوس ټاپو ته رسېدلي وو د شپې له خوا اوبو ته اچولي دي. د دغو کسانو له ډلې دوو تنو یې په لامبو سره بېرته ځان ترکیې ته رسولی و، خو درېم کس بیا سمندر کې لادرکه شو.
د یادولو ده چې یونان چارواکو په وار وار دغه ادعاوې رد کړې دي. د اجین بوت سازمان د شمېرو له مخې په ۲۰۲۱ کې اژه سمندر کې د کډوالو د په شا تمبولو ۶۲۹ پېښې ثبت شوې دي.