افغان کډوال صدیق او خواجه صدیقي تېر کال د نومبر په میاشتې کې د انګلیس کانال له لارې برېتانیا ته رسېدلي. انځور: کډوال نیوز
افغان کډوال صدیق او خواجه صدیقي تېر کال د نومبر په میاشتې کې د انګلیس کانال له لارې برېتانیا ته رسېدلي. انځور: کډوال نیوز

هغه کډوال چې له خطرناکو لارو او د ډېرو سختیو له ګاللو وروسته توانېدلي برېتانیا ته ځان ورسوي، دوي په دغه هیواد کې د مهاجرت له سخت او غیرانساني سیستم سره مخ دي. ډېری وختونه یاد پناه غوښتونکي د برېتانیا بېلابېلو هوټلونو ته لېږدول کېږي، خو برخلیک یې نه دی معلوم. راپور.

لندن او دوور کې د کډوال نیوز ځانګړې خبریاله شارلوت اوبرتي

پنځه وېشت کلن افغان کډوال عصمت الله فطرت د لندن هوایي ډګر هېثرو ته څېرمه په یوه هوټل کې اوسېږي. دغه هوټل چې هالیدې ان نومېږي په اصل کې د سیلانیانو لپاره جوړ شوی و، خو اوس یې دولت ضبط کړی او هغو کډوالو ته یې ځانګړی کړی دی چې د انګلیس کانال له لارې ځانونه برېتانیا ته رسوي.

په دغه هوټل کې سلګونه کډوال چې ډېری یې افغانان او ایرانیان دي په نامعلوم حالت کې شپې سبا کوي. عصمت الله فطرت وایي: «موږ یې د نومبر پر ۲۰مه دلته انتقال کړو. خو موږ نه پوهېدو چې څومره وخت به دلته پاتې کېږو. اوس پنځه میاشتې کېږي چې دغه هوټل کې یو.»

 پنځه ویشت کلن عصمت الله تېر نومبر د انګلیس کانال له لارې برېتانیا ته رسېدلی دی. انځور: کډوال نیوز
پنځه ویشت کلن عصمت الله تېر نومبر د انګلیس کانال له لارې برېتانیا ته رسېدلی دی. انځور: کډوال نیوز

عصمت الله چې د افغانستان پخواني نظام کې یې کار کړی او له هزاره توکم سره تړاو لري وایي، په خپل هیواد کې د طالبانو له ګواښ سره مخ و. نوموړی چې د ځنګلونو او غرونو له لارې لومړی اروپا او ورپسې د لندن ښار دغه هوټل ته رسېدلی دی وایي نه پوهېږي چې برخلیک به څنګه شي.

عصمت الله یو له هغو ۲۸۰۰۰ کسانو دی چې په ۲۰۲۱ کې یې د انګلیس کانال له لارې ځان برېتانیا ته رسولی دی. هغه چې انګلیسي ژبه یې زده ده د نومبر له ۳ راهیسې برېتانیا کې په یو نامعلوم حالت کې بند پاتې دی.

له یو ځای څخه بل ځای ته د کډوالو انتقالول

د برېتانیا لومړي وزیر بوریس جانسون څو اونۍ مخکې خبرداری ورکړی و چې د انګلیس کانال له لارې دغه هیواد ته رسېدلي کډوال به روندا ته استوي.

پناه غوښتونکي برېتانیا ته له رسېدو سره مختلفو ځایونو لکه دوور کې د کډوالو د ثبت مرکز، د منستن استوګنځي، د ناپیر استوګنځي او بېلابېلو توقیف ځایونو ته لېږدول کېږي. همدارنګه دغه هیواد کې ۲۰۰ هوټلونه پناه غوښتونکو ته ځانګړي شوي دي. یاد هوټلونه د غیر رسمي کمپونو د جوړېدو مخه نیسي، خو د مهاجرو وضعیت پکې ډېر پیچلی دی.

د کېنت د رفیوجي اکشن نتورک سازمان غړې بریجېت چپمن وایي چې کډوال په منظمه توګه له یو ځایه بل ځای ته استول کېږي، خو دوی نه پوهېږي چې ولې. په وینا یې ځینې کسان چې کېنت ساحل ته رسېدلي لندن ته لېږدول کېږي، خو څو اونۍ وروسته بېرته د کېنت ښار استوګنځیو ته ستنول کېږي.

ویشت کلن صدیق وایي چې هالیدې ان ته تر انتقالېدو مخکې توقیف ځای کې بند و. انځور: کډوال نیوز
ویشت کلن صدیق وایي چې هالیدې ان ته تر انتقالېدو مخکې توقیف ځای کې بند و. انځور: کډوال نیوز

وېشت کلن صادق یو بل افغان کډوال دی. نوموړی وايي چې څه موده مخکې یې د هېثرو هوایي ډګر د ترمینال ۵ مخې ته په یوه توقیف ځای کې ژوند کاوه. یوه شپه ناوخته چارواکي راغلل او ورته یې وویل چې یو بل ځای ته یې انتقالوي. هغه وایي: «نه پوهېدم چې چېرته. د خپلو ټولو وسایلو د راټولو لپاره مې کافي وخت نه درلود.» دغه شپه چارواکو هغه هالدې ان ته انتقال کړی و.

د بشري حقونو شبکې بنسټګره مادي هاریس وایي: «ولې دوی خلک له یو ځایه بل ځای ته انتقالوي؟ نه پوهېژو چې ولې. دغه پروسه ډېره پېچلی ده. د لومړیو ورځو په جریان کې کډوال معلوماتو او حقوقي مرستو ته لاسرسی نه لري. موږ چې مرستندویه سازمانونه یو موږ هم کډوالو ته لاسرسی نه لرو.»

د عیني شاهدانو په حواله ډېری وختونه د هغو کډوالو موبایلونه ضبطېږي چې د انګلیس کانال له لارې برېتانیا ته رسېږي.

«موږ په یوه هنګر کې پر ځمکه خوب کاوه»

کډوال برېتانیا ته د رسېدو په لومړیو ورځو کې سازمانونو ته لاسرسی نه لري. صادق چې تېر کال یې برېتانیا ته د اوښتو لپاره ۱۵ ساعتونه په یوه بېړۍ کې تېر کړي وایي چې د دوور د کډوالو د ثبت مرکز یو هنګر دی چې کډوال پکې پر ځمکه خوب کوي.

دوور کې د کډوالو د ثبت مرکز. انځور: کډوال نیوز
دوور کې د کډوالو د ثبت مرکز. انځور: کډوال نیوز

بریجیت چپمن بیا د عیني شاهدانو له قوله وایي هلته کډوال له ډېرو ستونزو سره مخ دي او هغه کسان چې ټپیان دي درملنه یې نه کېږي.

د نوموړې په حواله یاد مرکز ته د نه لاسرسي هدف دا دی چې چارواکي نه غواړي څوک د کډوالو د ژوند د شرایطو په هکله اطلاع ترلاسه کړي. هغه زیاتوي چې د معلوماتو د نه لرلو له امله دوی د دولت پر اقداماتو نیوکه نه شي کولی. دغه فعاله وایي چې چارواکي د کډوالو سره «دښمني» لري. په وینا یې: «لږ مخکې مو مرکز ته لاسرسی درلود. هلته وضعیت ټکان ورکوونکی و. هوا ډېره یخه وه. موږ یې په اړه له رسنیو سره خبرې وکړې. له هماغه وخت راهیسې ناپیر ته هم لاسرسی نه لرو.»

ناپیر یوه پخوانۍ نظامي اډه ده. په ۲۰۲۱ کې د لندن سترې محکمې دغه ځای کې د ژوند شرایط «غیرقانوني» وبلل. خو د تړل کېدو حکم یې صادر و نه کړ.

بریجیت چپمن وایي: «له خلکو سره داسې چلند کول غیرانساني دي. خو [چارواکي دا خبره نه مني چې] د اروپایي ټولنې له وتو سره موږ کارګرو ته اړتیا لرو.»


ناپیر مرکز چې یوه پخوانۍ نظامي اډه ده کډوالو ته ځانګړی شوی. انځور: کډوال نیوز

ناپیر مرکز چې یوه پخوانۍ نظامي اډه ده کډوالو ته ځانګړی شوی. انځور: کډوال نیوز

د معلوماتو نشتوالی

عصمت الله فطرت وایي چې له قانون سره بلدتیا نه لري. هغه د فورمونو د ډکولو لپاره له ستونزو سره مخ دي. نوموړی لږ مخکې خبر ترلاسه کړی و چې حق لري له دفاع وکیل څخه د مرستنې غوښتنه وکړي. خو په وینا یې څوک کډوالو ته په دې اړه معلومات نه ورکوي.

هغه کسان چې تازه برېتانیا ته رسېږي له نورو څخه اوري چې له مهاجرو سره د مرستې سازمان ورسره مرسته کولی شي. عصمت الله فطرت وایي: «هغه کډوال چې تر ما وړاندې دغه هوټل کې اوسېدل دوی ما ته وویل چې داسې یو سازمان شته. چارواکي یې په اړه چا ته معلومات نه ورکوي. زه هم په خپل وار سره نورو ته وایم چې دلته داسې یو سازمان شته.»

د مهاجرو د وضعیت په هکله هم ګنګوسې ډېرې اورېدل کېږي. عصمت الله وایي: «ځینې کسان موږ ته وایي چې دولت موږ اخراجوي. ځینې نور بیا وایي چې د قبولۍ د ترلاسه کولو لپاره باید ۱۵ کاله انتظار وباسو. نه پوهېږو چې برخلیک به مو څنګه شي. موږ د راتلونکي په اړه فکر هم نه شو کولی.»

 

نورې ليکنې