کابل، د ارشیف انځور: پېکچر الاینز
کابل، د ارشیف انځور: پېکچر الاینز

د جرمنۍ ورځپاڼې شپیګل د یو خبر له مخې دغه هیواد غواړي چې د منل کېدونکو افغان کډوالو شمېر کم کړي. د جرمني د کورنیو چارو وزارت په پام کې لري چې په کال کې حداکثر ۵۰۰۰ افغانان ومني. دا به هغه کسان وي چې خپل هیواد کې یې ژوند له ګواښ سره مخ دي.

شپیګل ورځپاڼې د جرمني د کورنیو چارو وزارت یو لیک ته لاسرسی موندلی دی چې له مخې یې دغه هیواد په پام کې لري چې په کال کې یوازې ۵۰۰۰ افغانان ومني. زیاته شوې ده چې دغه پلان د «عملیاتي» دلایلو له امله چمتو شوی دی.

افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو راهیسې د بشري حقونو فعالان او هغه افغانان چې له نړیوالو سازمانونو سره یې دندې ترسره کړې دي د دغې ډلې له ګواښونو سره مخ دي.

د شپیګل په حواله د کورنیو چارو وزارت یاد پلان غبرګونونه راپارولي دي. د جرمني پارلمان د زرغون ګوند غړي جولیان پالکه ویلي چې «د بشري حقونو سازمانونو له ۳۰۰۰ کسانو سره مرسته کړې ده، خو لسګونه زره تنه نور لا هم له ګواښ سره مخ دي.»

بیا ولولئ: «ښایي ۶۰۰ نور د آلماني پوځ افغان همکاران آلمان ته راسي»

نوموړي زیاته کړې ده چې د یاد پروګرام په چوکاټ کې د هغو کسانو کورنۍ هم باید ومنل شي چې افغانستان کې یې ژوند په خطر کې دي. په وینا یې د افغانانو د منل کېدو پروګرام پر سر له کورنیو چارو وزارت سره خبرې روانې دي.

د جرمني د کورنیو چارو وزارت د شمېرو له مخې پر کابل د طالبانو تر ولکې وروسته تر ۳۰۰۰ ډېر افغانان او کورنۍ یې جرمني ته رسېدلي دي چې ټولټال شمېر یې ۱۳۸۶۳ تنو ته رسېږي. خو تر ۱۰۰۰۰ ډېر کسان بیا چې جرمني یې منلو ته چمتوالی ښودلی لا هم په افغانستان کې ایسار پاتې ډي.

بیا ولولئ: په ۲۰۲۱ کال په آلمان کې تقریبا دوه میلیونو مهاجر ژوند کاوه

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې مخکې د اروپایي ټولنې د احصایې ادارې یا یوروستات اعلان وکړ چي په ۲۰۲۱ کې په دغه ټولنه کې ټولټال ۲۶۷ زره او ۳۶۰ کسان د پناه غوښتني له حق څخه برخمن شوي او یایې هم د حفاظت نور ډولونه ترلاسه کړي. دغه شمېر د ۲۰۲۰ کال پرتله پنځه سلنه کموالی ښیي.

جرمني د اروپایي ټولنې په کچه د ۳۳ سلنې سهم په لرلو سره، پناه غوښتونکو ته تر ټولو ډېر مثبت ځواب ورکړی دی. تر هغه وروسته فرانسه ۱۷ سلنه، ایټالیا ۱۲سلنه، اسپانیا ۸ سلنه، اتریش او یونان هر یو ۷ سلنه په لرلو سره په دغه لېست کې دي.

هغه کسان چي د ساتنې شرایط یې پوره کړي دي، شاوخوا ۲۶ سلنه یې له سوریې، ۲۰ سلنه یې له افغانستان او ۵ سلنه یې له وینزویلا څخه وو.

 

نورې ليکنې