د سره صلیب نړیوالې کمیټې عمومي مشر رابرت مردیني پرون دوشنبه وویل چې له ایراني چارواکو سره یې د هغو افغان کډوالو د وضعیت په اړه خبرې کړې دي چې افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته یې دغه هیواد ته پناه وړې ده. دا په داسې حال کې چې څو ورځې مخکې ایراني چارواکو دغه هیواد کې د افغان کډوالو د سرشمېرنې د پیل خبر ورکړی و.
د سره صلیب نړیوالې کمیټې عمومي مشر رابرت مرداني تهران ته له دوه ورځني سفر وروسته د فرانسې خبري اژانس ته ویلي دي چې نوموړي له ایراني چارواکو سره د افغانستان په اړه خبرې کړې دي.
هغه ویلي چې د دواړو خواوو ترمنځ «خبرې مثبتې وې او مونږ یو بل ته سترګه په سترګه کتل». په وینا یې دوی په دې غږېدلي چې د ایران د سرې میاشتې اداره به څنګه افغان کډوالو ته روغتیایي او نور خدمات برابر کړي.
د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا په حواله تېر اګست افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته نږدې یو میلیون افغانانو ایران ته کډه شوي دي. د ایران د بهرنیو چارو وزارت د شمېرو له مخې دغه هیواد کې د افغان کډوالو شمېر تر ۵ میلیونو زیاتو کسانو ته رسېږي.
د کډوالو سرشمېرنه او اندېښنې
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې مخکې د ایران د کورنیو چار وزیر احمد وحیدي په دغه هیواد کې د افغانستان د اتباعو د سرشمېرنې د پیل خبر ورکړ. نوموړي وویل چې دا کار اجباري دی. د ځایي رسنیو په حواله د دغو اتباعو د نه حضور په صورت کې به هغوی په ایران کې غیرقانوني وبلل شي او ورسره به قانوني چلند وشي.
ایران له تېرو څو لسیزو راهیسې د میلیونونو افغان مهاجرو کوربتوب کوي. په افغانستان کې د پخواني نظام تر ړنګېدو وروسته ایران ته د افغانانو مهاجرت زیات شوی دی او ورسره د دغو مهاجرو اخراج هم ادامه لري.
بیا ولولئ: د افغانستان او ایران کړکېچ، د افغان کډوالو د ایستلو پروسه ۶۰ سلنه ډېره شوې
د رپوټونو له مخي ځیني هغه افغانان چي د ویزې په لرلو سره ایران ته ورغلي دي، د هغوی ویزې ختمې شوې او په غیرقانوني ډول په دغه هیواد کې ژوند کوي.
دوی رسنیو سره خبرو کې د سرشمېرنې په هکله اندېښنې ښودلې دي. د طلوع نیوز د یو خبر په حواله افغان کډوال پرویز امیري ویلي چې دوی ځکه له سرشمېرنې څخه وېره لري چې په ترڅ کې یې معلومات ثبتېږي. د نوموړي په حواله د معلوماتو ثبتېدل یې ښایي د دې لامل شي چې دوی خپلې دندې له لاسه ورکړي ځکه ځینې کارفرمایان د فرمونو له ډکولو څخه ډډه کوي.
طلوع نیوز د افغانې کډوالې آصفې استانکزۍ له قوله ویلي چې که څه هم زیاتو مهاجرو د دغه پلان هرکلی کړی دی، خو ځینې نور بیا وېره لري چې ښایي د هغوی د اقامې موده و نه غځول شي.