د بې سنده ډاکټرانو ژباړن له روغتیایي ډلو سره مرسته کوي. انځور:  کډوال نیوز
د بې سنده ډاکټرانو ژباړن له روغتیایي ډلو سره مرسته کوي. انځور: کډوال نیوز

ډېری هغه کسان چې په فرانسه کې اوسېږي‌ خو اسناد نه لري، د دولت له روغتیایي مرستو یا آ ام او څخه برخمن کېدلی شي. خو د ګنګوسو او ناسمو معلوماتو خلاف د یادو کسانو د درملنې ټول لګښت پر دولت نه راځي. بشپړ معلومات لاندې مطلب کې.

د دولت روغتیایي مرسته څه ده؟

د دولت روغتیایي مرسته یا آ ام او (AME) بې سنده بهرنیانو ته اجازه ورکوي چې له ځینو روغتیایي خدماتو څخه برخمن شي.

ځینې هغه کډوال چې په ناقانونه طریقو فرانسې ته رسېږي له روغتیایي ستونزو سره مخ دي. دغه روغتیایي‌ مرسته ورته اجازه ورکوي چې د ځان درملنه وکړي‌ خو د ځان په درملنې سره د ناروغیو د خپرېدو مخه هم ونیسي.

پاریس کې د کډوالو د روغتیا کمېټې یا کمېد غړی دیدیې مای وایي چې دغه مرسته په ۱۸۹۳ کې د ټولنیزې بیمې مخکې تصویب شوې وه. هغه وخت وړیا روغتیا مرسته نومېدله او بې سنده بهرنیانو او وزګارو فرانسویانو ته ځانګړې شوې وه. یعنې ټولو خلکو ته.

خو په ۱۹۹۹ کې یاده مرسته یوازې بې سنده بهرنیانو ته ځانګړې شوه. پاتې نور کسان بیا د روغتیایي بیمې څخه برخمن شول.

د آ ام او څخه برخمن کسان کومو درملنو ته لاسرسی لري؟

د دیدیې مای په حواله د آ ام او برخمنو کسانو د ځینو خدماتو پرته ټولو هغو درملنو ته لاسرسی لري کوم چې د بیمې درلودونکو ته ځانګړې شوي دي.

مانا یې دا چې له ۲۰۰۰ راهیسې د آ ام او برخمن کسان باید «د معلولو ماشومانو د سرپناوو، د ماشومانو د غاښونو د درملنو او د زېږېدنې یا پي ام آ لګښتونه پخپله ورکړي».

د دغو درملنو پرته دوی ټولو نورو روغتیایي خدماتو ته په وړیا توګه لاسرسی لري.

ولې داسې ګومان کېږي چې بې سنده بهرنیانو ته د فرانسویانو په پرتله لومړیتوب ورکول کېږي؟

د وړیا درملنې مانا دا نه ده چې د بې سنده کسانو درملنه سل سلنه وړیا ده. دیدیې مای وایي:‌ «یو بې سند کډوال درملنې ته اړتیا لري. د درملنې لګښت یې ۶۰۰ یورو دي. آ ام او د بیمې ۱۰۰ سلنه تعرفه اجرا کوي چې ۵۴ یورو کېږي. مانا یې دا ده چې دولت یوازې ۵۴ یورو ورکوي. ناروغ اړ دی چې د درملنې د لګښت پاتې برخه یې ورکړي.»

په وینا یې: «آ ام او د درملنې ۱۰۰ سلنه لګښت نه ورکوي، د ټولنیزې بیمې ۱۰۰ سلنه ورکوي.»

زیان منونکي فرانسویان بیا د ټولنیزې بیمې او سي ام یو یا د بیمې ضمیمې څخه هم برخمن کېږي. دیدیې مای وایي: «ټولنیزه بیمه د لګښت یوه برخه او د بیمې ضمیمه یې بله برخه ورکوي.»

بې سنده کډوال بیا د بیمې ضمیمه نه لري. د همدې کبله سند نه لرونکو کډوالو ته د فرانسویان پرتله ښه خدمات نه ور برابرېږي.

مثلا که یو ماشوم عینکو ته اړتیا ولري او بیې یې ۲۰۰ یورو وي، دولت یوازې ۶۴ یورو ورکوي‌ او د ماشوم کورنۍ مجبوره ده چې پاتې برخه یې ورکړي.

که د آ او اې څخه برخمن کسان عمومي ډاکټرانو ته مراجعه وکړي، لګښت پرې نه راځي؟

دیدیې مای وایي: «که یو بې سند کډوال داسې یو ډاکټر ومومي چې د ټولنیزې بیمې تعرفه اجرا کوي، آ ام او به دغه پیسې ورکوي. مانا یې دا چې پر بې سند کس کوم لګښت نه راځي.»

خو بې سنده بهرنیان باید داسې ډاکټران ومومي چې دغه تعرفه اجرا اکوي.

ښځې کولی شي چې د رحم د سرطان معاینه وکړي؟

هو. کولی شي.

هغه ښځې چې د آ ام او کارت لري کولی شي چې متخصصو ډاکټرانو ته مراجعه وکړي او خپله درملنه وکړي. خو باید له ډاکټرانو څخه وپوښتي چې تعرفه یې څومره ده. که دغه تعرفه له ټولنیزې بیمې لوړه وي، نو پاتې برخه یې د ناروغانو پر غاړه ده.

د آ ام او برخمن څخه کسان د نورو په څېر ټولنیزه بیمه لري؟

نه، دوی بیمه لرونکي کسان نه بلکې د دولت له ټولنیزو خدماتو برخمن کسان دي. دوی دغو امکاناتو ته لاسرسی نه لري:

  • وېټل یا روغتیایي کارت
  • د ټولنیزې بیمې شمېره
  • د ټولنیزې بیمې د منظمې روغتیایي ازموینې

آ ام او د یو کال لپاره بې سنده کسانو ته ورکول کېږي او په اتوماتیک ډول یې موده نه غځول کېږي. د کارت د مودې د پای ته رسېدو دوه میاشتې مخکې باید د کارت تمدیدولو لپاره اقدام وشي. خو ځینو سیمو کې د کارتونو تمدیدول تر ۶ میاشتو پورې وخت نیسي.

 

نورې ليکنې