نن چهارشنبه سهار وختي نږدې ۵۰۰ کډوال چې ډېری یې افغانان دي د پاریس شمالي سیمې پانتن کمپ څخه وایستل شول. یاد کمپ تېره جنوري جوړ شوی و. په ورته مهال سازمانونه وایي چې نږدې ۴۰ کسانو ته سرپناه نه ده برابره شوې او ځینې نور له استوګنځیو څخه شړل شوي دي.
نن چهارشنبه د ورځې په ۷ بجو د پانتن کمپ څخه د کډوالو د ایستلو عملیات پیل شول. دا کمپ د تېرې جنورۍ میاشتې په لومړیو ورځو کې جوړ شوی و. د فرانسې خبري اژانس په حواله د سن سن دني قومندانۍ ویلي چې د کمپ د خالي کولو عملیاتو تر ۱۱ بجو پورې ادامه درلوده.
سازمانونه بیا وایي چې د کمپ د خالي کولو عملیات په «نامنظمه توګه» ترسره شول. پاریس کې د یوتوپیا ۵۶ مشر پیر ماتورن کډوال نیوز ته وایي چې «ننیو عملیاتو زیات وخت ونیوه». د نوموړي له مخې د عملیاتو د اوږدېدو لامل دا و چې یوازې امنیتي ځواکونو پکې ګډون درلود او د فرانس تر دزیل غړي پکې نه وو شامل.
بیا ولولئ: د پاریس په پانتن سیمه کې د کډوالو کمپ: «هېڅوک مو غوښتنو ته غوږ نه نیسي»

د دغو عملیاتو په ترڅ کې نږدې ۵۰۰ کسان، چې ډېری یې افغانان دي، په بسونو کې د هرکلي مرکزونو ته ولېږدول شول. د ایستل شویو مهاجرو په ډله کې ماشومان او ښځې هم وې.
په ورته مهال د یاد کمپ ځینو اوسېدونکو د سرپناه موندلو په هکله خوشالي څرګنده کړې. دېرش کلن افغان کډوال ارسلان* کډوال نیوز ته وویل: «زه خوشاله یم ځکه چې کمپ کې ژوند ستړی کړی وم. اوس به یوه سرپناه ولرم.» اته لس کلن افغان کډوال احمد* بیا وایي چې هغه هم خوشاله دی چې سرپناه ور برابره شوې ده.
که څه هم ځینې کسان د ایل دو فرانس استوګنځیو ته ولېږدول شول، خو ځینې نور بیا د فرانسې نورو سیمو ته انتقال شوي دي. احمد چې پاریس کې ښوونځي ته ځي وایي: «خوشاله یم خو د ایل دو فرانس تر پاریس پورې فاصله به ما ته ستونزه جوړولی شي. مور مې رواني ناروغي لري. زه یې د اوږدې مودې لپاره یوازې نه شم پرېښودلی.»
ځینې نور بیا وایي چې دوی پوهېږي چې دا یوه لنډمهاله پروسه ده او څه موده وروسته به بېرته سړکونو ته استول کېږي. د دغو کسانو ډله کې هغه مهاجر هم شته چې ورته دوبلیني ویل کېږي، یانې چې یو بل هیواد کې یې ګوتې لګولې دي.
پییر ماتورین وایي چې د عملیاتو څخه یوازې څو ساعته وروسته ځینې کسان له استوګنځیو شړل شوي دي. یو افغان کډوال چې د هوت دو سن د کلیشي د هرکلي او ازموینې مرکز ته لېږدول شوی و، مرکز ته یې د ننوتلو اجازه ور نه کړل شوه. نوموړی چې غوښتنه یې رد شوې ده د پناه غوښتنې ملي محکمې څخه یې د استیناف غوښتنه کړې ده.

سازمانونه وایي چې نږدې ۴۰ تنه نور بیا مرکزونو کې د ځای د نشتوالي له امله و نه توانېدل چې سرویسونو کې سپاره شي. دوی پولیسو له سیمې وشړل.
د میګران وېلسون د سولیداریتې ټولنې مشر فیلیپ کارو کډوال نیوز ته وایي چې دا کومه نوې پدیده نه ده او سبا به بل کمپ جوړ شي.
هغه مهاجر چې نن ورته سرپناه نه ده برابره شوې نور هغې سیمې ته لاسرسی نه لري چې خپلې خیمې یې پکې درولې وې.
پییر ماتورین وایي چې د سرپناه برابرولو عملیاتو وروسته کډوال په سختو شرایطو کې ژوند تېروي: «دوی نه پوهېږي چې چېرته ولاړ شي او خیمې ووهي. امنیتي ځواکونه دوی له پاریس څخه شړي.»
فیلیپ کارو بیا وایي چې له دغو مهاجرو سره باید د اکراینیانو په څېر چلند وشي. په وینا یې: «افغانان بېرته کابل ته نه ځي، دولت دې ورسره انساني چلن وکړي.»