د فرانسې بندري ښار کالې کې د بار وړونکو موټرو کاروان.انځور: رویټرز
د فرانسې بندري ښار کالې کې د بار وړونکو موټرو کاروان.انځور: رویټرز

فرانسوي چارواکو د دغه هیواد د پا دو کالې د مارک سیمې په یو پارکېنګ کې د د یو کډوال مړی په ځړول شوي حالت کې موندلی دی. یاد مهاجر د یوې لارۍ په ټرېلر باندې ځړوند و. د بولونی سور مېر څارنوالۍ په حواله داسې ګومان کېږي چې نوموړي ځانوژنه کړې ده.

د بولونی سور مېر څارنوال ګیرک لو برا د فرانسې خبري اژانس ته ویلي دي چې تر دې دمه د یاد مهاجر هویت نه دی څرګند. په وینا یې ښایي «اریتریایی وي او ۲۰ تر ۲۵ کاله پورې عمر ولري».

هغه زیاته کړې ده چې یاد کس د یوې لارۍ په ټرېلر باندې ځوړند و. د دغه چارواکي په حواله د موندل شوي مهاجر د مرګ د دلایلو د معلومولو په هکله پلټنې پیل شوې دي، خو داسې ګومان کېږي چې نوموړي ځانوژنه کړې ده.

 ګېرک دو برا دا هم ویلي دي چې د جسد د موندونکو پرته کوم بل شاهد نشته. د لومړنیو معلوماتو له مخې د یاد کډوال مړی له خپل مرګ څو ساعته وروسته موندل شوی دی.

د لارۍ ټرېلر د سکانیا شرکت په پارکېنګ کې درول شوی و. یاد پارکېنګ په داسې یو زون کې موقعیت لري چې تر نظارت لاندې دی.

سیمه کې د شته کډوالو په حواله مړی مهاجرو موندلی او بیا یې پولیسو ته اطلاع ورکړې ده.

په تېرو څو میاشتو کې مارک سیمې ته څېرمه څو تنه کډوال مړه شوي دي. تېر مارچ یو ۲۵ کلن سوډانی تر اورګاډي لاندې شو او خپل ژوند یې له لاسه ورکړ. همدارنګه د تېر نومبر په میاشت کې یوه اورګاډي یو مهاجر ووژل او درې تنه یې ټپیان کړل. یو بل سوډانی بیا د د جنورۍ پر ۱۵مه تر یوې لارۍ لاندې شوی و. نوموړي غوښتل چې لارۍ کې سپور شي. د ډسمبر په میاشت کې بیا یو ۱۶ کلن سوډانی له یوې لارۍ څخه د غورځېدو له امله مړ شو.

د یادولو ده چې د دغې پېښې ځای ته نږدې د مهاجرو یو کمپ شته چې نږدې ۳۰۰ سوډانیان او اریتریایان پکې ژوند کوي. د یوتوپیا ۵۶ غړې پولین ژوایو وایي چې په ۲۰۱۹ کې یاده سیمه کې یوازې ۲۰ افغانان ول، خو له کمپونو څخه د مهاجرو د ایستلو له امله اوس کډوال دلته خیمې دروي او شمېر یې ورځ تر بلې زیاتېږي.

بیا ولولئ: روندا ته د کډوالو د ستنولو په هکله د برېتانیا او روندا ترمنځ تړون: «زه نه پوهېږم چې روندا چېرته ده»

د یوتوپیا ۵۶ بلې غړې مارګریت کومب د فرانسې خبري اژانس ته ویلي دي چې که په فرانسه کې د کډوالو د هرکلي لپاره مناسب سیاست موجود وای، دا پېښه به رامنځ ته شوې نه وای. هغې زیاته کړې ده چې «دا پېښه ښيي چې مهاجر څومره ناهیلي شوي دي». په وینا یې: «زیات شمېر کډوال چې په کمپونو کې اوسېږي په رواني ناروغیو اخته شوي او یا په نشه یي توکو اوږده دي».

د اوبرژ دو میګران غړي پییر روک بیا دا یوه «ډېره غمجنه» پېښه بللې او ویلي یې دي چې پېښه یو داسې کمپ ته نږدې رامنځ ته شوې چې «مهاجر پکې هېڅ شی هم نه لري» او «غواړي چې لاریو کې په سپرېدو سره ځانونه برېتانیا ته ورسوي».

 

نورې ليکنې