له کلونو راهيسي پر يونان تور لګول کيږي چي په ناقانونه توګه مهاجر بېرته د ترکيې پر لور پر شا تمبوي. خو يونان هميشه دغه تورونه په سخته رد کړي دي. اوس يوې کوردۍ ليکوالې هم پر یوناني چارواکو ورته تور لګولی دی.
۲۴ کلنه کوردۍ لیکواله میرال سیمسک وايي چي داسي کسانو چي مخونه يې پټ ول هغه ونيوله او ترکيې ته يې له شکنجې او بند وروسته وشړله. دغه ليکواله وايي چي د هغه وروسته ونيوله شوه، کله چي د ايفروس تر سيند او په دې توګه تر سيند واوښتله.
سيمسک وايي چي دغه ورته يوه ډېره ترخه تجربه وه. هغې تور لګولی دی چي يوناني پوليسو او يوې سوريايي مېرمني له هغې څخه د تلاښۍ لپاره په زور جامې وويستلې. هغه وايي چي نژدې ؤ چي د بېرته لېږد په سفر کي يې ژوند له لاسه ورکړی وای.
دغه ۴۲ کلنه مېرمنه وايي چي له دوی څخه ټول تليفونونه او اسناد واخيستل سول او له ټولو څخه د تالاشۍ لپاره جامې وويستل سوې. هغه وايي «حتی زما د شرم په ځای کي يې لا هم لاس راوست». د هغې په وينا د يوې بلې مېرمني سره بيا په يو وېن موټر کي واچوله سوه او تر سيند پوري بوتلله سوه.
ميرال سيمسک وايي چي په کوم موټر کي چي دوی انتقالېدلې، په هغه کي د وينو او ادرارو بوی ؤ چي په وينا يې پر دې دلالت کاوه چي په دغه موټر کي انسانان شکنجه سوي ول. هغې ويلي چي دوو داسي کسانو ته وسپارله سوه چي په وينا يې غوښتل دا په اوبو کي ډوبه کړي. هغه وايي چي په لامبو وتوانېدله چي د سيند تر هغه بلې غاړي ځان ورسوي.
د بشري حقونو د څار سازمان تېره اونۍ وويل چي داسي ښکاري لکه يونان چي د منځني ختيځ او سويلي آسيا ريښې لرونکي نارينه د دې لپاره په نيابتي توګه کاروي چي د ترکيې سره پر پوله مهاجر په ناقانونه توګه اخراج او پر شا وتمبول سي. پر شا د تمبولو لپاره د انګرېزي «پوشبېک» لغت کارول کيږي.
سيمسک چي کله ترکيې سرحدي ښار ايدرنې ته ورسېدله، نو هلته بندي کړله سوه. د بخښني د نړيوال سازمان او نورو بشري حقونو د سازمانونو د ملاتړ په سبب دغه ليکواله له ۲۲ کلن بند څخه وژغورله سوه. دا ځکه چي په ترکيه کي د هغې په شان مخالفين د ترهګرو ډلو غړي تصور کيږي او ورباندي اوږد کلنې د بند سزاوي راوځي. خو د هغه باوجوده دغه ليکواله د ۱۵ مياشتي بند د سزا سره مخامخ ده، ولي چي د ترکيې د حکومت پر ضد په پروپاګنډ تورنه ده.
سيمسک ويلي دي چي له يونان څخه يې اخراج ورته د ۱۹۹۰ کالونو هغه ترخې خاطرې ورتازه کړي دي، کله چي دا زنداني وه او په وينا يې شکنجه کړل کيدله. هغه وايي چي غوښتل يې په اروپا کي خپل ژوند خوندي او له سره پېل کړي، خو پر ځای د يو رشتيا سوي ويرونکي خوب سره مخامخ سوه.
په عمومي توګه يونان د کوردانو د غوښتونو سره همدردي ښيي. په داسي حال کي چي بعضي کوردان له ۱۹۸۴ کال راهيسي د ترکي دولت پر ضد وسله واله مبارزه هم کوي چي پکښي په لسونو زره ژوندونونه له منځه تللي دي.
خو په اتن کي د کوردستان کلتوري مرکز چي د مهاجر سوو کوردانو مراقبت کوي، وايي چي داسي ورته برېښي چي له تېر دوبي راهيسي د کوردانو په وړاندي د يونان په پاليسۍ کي تغير راغلی وي. دا ځکه چي په وينا يې له يونان څخه زيات شمير کوردان بېرته ترکيې ته په داسي حال کي لېږدول سوي دي، چي تر مخه ورته د پناه غوښتني موقع نه ده ورکول سوې.
يونان هميشه د ناقانونه بېرته پر شا تمبولو يا شړلو تورونه په کلکه رد کړيدي.
آ./ا.ا.