د بریتانیا د «ریدینګ کرون» محکمې په یوه تازه حکم کې د انساني قاچاقچیانو هغه پنځه کسیزې ډلې ته د ۲۴ کاله او دوو میاشتو بند سزا اورل شوې چې دوه کاله وړاندې يي ۳۵ افغانان د موټر ترشا په« تابوت ډوله» بکسونو کې بریتانیا ته قاچاق کول.
د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت ویلي چې یاده پیښه د۲۰۱۹ کال د اګست او اکتوبر میاشتو کې شوې وه. دوه کلن ماشوم او یو معیوب کس هم چې له لرګیو څخه جوړ په «تابوت ډوله» بکسونو کې د قاچاقچیانو لخوا د وان موټر ترشا ځای پر ځای شوي و د بریتانیا جنوبي بندرونو دوور او پورتسموټ کې کشف شول.دغه افغانان چې د قاچاقچیانو لخوا له فرانسې او بلجیم څخه بریتانیا ته قاچاق کیدل د پولیسو لخوا ژغورل شوي.
له دوو کلونو څیړنو وروسته اوس د برتیانیا د ریدینګ کرون محکمې د قاچاقچیانو دغه پنځه کسیزې ډلې ته په یوه تازه پریکړه کې د دوشنبې په ورځ د می په ۹ د کلونو بند سزا اورولې.
د کورنیو چارو وزارت وايي چې په هر سفر کې ۷ تنه د انګلیس کانال له لارې بریتانیا ته د قاچاقچیانو لخوا لیږدول کیدل.
د محکمې په پریکړه کې راغلي:« ۵۰ کلن پارامجیت سینګ باویجا او ۴۵ کلن ویلجیت سینګ خورانا د ۲۰۱۹ کال د اګست او اکتوبر میاشتو کې په شپږو جلا پیښو کې د ۳۵ افغان کډوالو قاچاق تنظیم کړي دي.»
د کورنیو چارو وزارت د څیړنو په پایله کې دغه دوه قاچاق وړونکي د وان موټر او نورو قاچاقي توکو د اخیستلو او ځای پر ځای کولو، له کډوالو، رومانیايي موټر چلوونکو او نورو ډلو سره د اړیکو له امله په خپل جرم اعتراف کړی. باویجا په شپږ کاله او نهو میاشتو او خورانا په شپږ کلن بند محکوم شوی.
نور ولولئ:لندن: د هغې جرمې ډلې مشر نیول شوی چې قاچاق وړونکو ته یې کښتۍ برابرولې
همدارنګه ۴۱ کلن هارموهان سینګ او ۵۷ کلن مانموهان سینګ وادوا ته هم د کډوالو د لیږد او معلوماتو د رسولو په برخه کې د جرم له اعتراف وروسته د دریو او څلورو کلونو د زندان سزا اورل شوې.
د مجرمینو له ډلې یوبل رومانيي وګړی چې دومیترو باسلان نومیږي او د موټر چلوونکو په ګمارلو او بریتانیا کې دوې ته د امکاناتو په برابرولو تورن و په دریو کلونو او نهمه میاشتو او همدرانګه د درغلیو د جرم له امله په ۱۲ میاشتو بند محکوم شوی.
له ناقانونه کډوالۍ سره مبارزه
د بریتانیا د عدليي او ناقانونه کډوالۍ سره د مبارزې وزیر ټام پرسګلو وايي:« د ماشومانو په ګډون د انساني قاچاق لپاره دغه خطرناکې هڅې چې د موټر تر شا چې د تنفس کولو او حرکت امکان هم نه لري، کاملا و حشتناک دی.»
نوموړی د هغو افسرانو له هڅو ستاینه کړې چې د ناقانونه کډوالۍ په مخنیوي کې د خلکو ژوند ژغوري. دغه بریتانوی وزیر وايي چې د تابعیت او سرحدونو قانون به زمونږ د جنايي تحقیقاتو له ډلو سره مرسته وکړي چې د انساني قاچاق محاکمه آسانه او په انساني قاچاق د ښکیلو کسانو ته د عمر قید سزا زمینه برابره کړي.
د کډوالۍ ادارې د تحقیقاتي برخې مرستیال بن توماس وايي چې سرحدي ځواکونه له پولیسو او نور چارواکو سره ۲۴ ساعته کار کوي ترڅو هغه قاچاقیان و نیسي چې د خلکو ژوند له خطرسره مخامخ کوي.