اتریشي پولیس د هغه موټر پلټنه کوي چې په ۲۰۲۱ کال اکتوبر کې په کې دوه کسان مړه موندل شوي و. انځور: آرشیف
اتریشي پولیس د هغه موټر پلټنه کوي چې په ۲۰۲۱ کال اکتوبر کې په کې دوه کسان مړه موندل شوي و. انځور: آرشیف

د اتریش دولت د پنجشنبې په ورځ خبر ورکړ چې یوه ۲۰۵ کسیزه ډله چې په مرکزي اروپا کې يي فعالیت درلود، د انساني قاچاق په تور نیولې. دغه ډله له هنګري څخه اتریش ته د لسګونه زره کډوالو د قاچاق زمینه برابره کړې.

یاده ډله د ۲۰۲۱ کال راهیسې د پولیسو تر څارنې لاندې وه. پولیس وايي چې د قاچاقچیانو دغه ډله له هنګري څخه اتریش ته د ماشومانو په ګډون له ۳۶ زرو څخه د ډیرو کډوالو لپاره د قاچاقي تګ زمینه برابره کړې. ډیرۍ دغه کډوال سوریایان دي چې لویدیځې اروپا په ځانګړي ډول فرانسې او جرمني ته يي د سفر هوډ درلود.

د فرانسې خبري آژانس لیکلي چې یاده ډله په دې وروستیو کلونو کې تر ټولو ستره شبکه پیژندل شوې چې له دغې لارې يي ۱۵۲ میلیونه یورو لاسته راوړې. قاچاقچیانو له هر کس څخه له هنګري څخه اتریش ته د انتقال په بدل کې له ۳۰۰۰ څخه تر ۴۰۰۰ یورو اخیسته.

د اتریش د کورنیو چارو وزیر جیرارډ کارنر د قاچاق د نړیوالې شبکې پر وړاندې د اتریش پولیسو د بریا په اعلانولو سره وویل چې په اتریش، هنګري، سلواکیا، چک جمهوریت او رومانیا کې ټولټال ۲۰۵ کسان نیول شوي دي. له دې ډلې یوازې ۹۲ تنه يي په اتریش کې نیول شوي.

چارواکي د یادې ډلې نیول له انساني قاچاق سره د مبارزې په وړاندې یوه ستره بریا بللې او ویلي يي دي چې په عملیاتو کې يي تر ۸۰ ډیر موټر له قاچاقچیانو نیولي دي.

د یادې شبکې په تړاو په یوه پیښه کې دوه ناقانونه کډوال د تیر اکتوبر په میاشت کې د هنګري پر پوله په یوه موټر کې د ساه بندۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکړ. وروسته بیا موټر چلونکی په لیتوانیا کې و نیول شو.

نور ولولئ: اتریش کې ۱۵ شکمن کسان د مهاجرو د قاچاق په تړاو نیول شوي

د دې ترڅنګ د جنورۍ په میاشت کې د قاچاقچیانو د دغې ډلې یو بل تورن کس یو سرتیری په داسې حال کې په ډزو وواژه چې هڅه يي کوله له یوې پوستې څخه تیښته وکړي. وروسته بیا دغه کس په هنګري کې و نیول شو.

د اتریش د کورنیو چارو وزارت ویلي چې د ۲۰۲۲ کال د مې میاشتې په یوه اونۍ کې شاوخوا ۲۰ زره کسان پلټل شوي چې په پایله کې څلور نور قاچاق وړونکي په نښه شوي.

 

نورې ليکنې