بریتانیا ته د کښتیو له لارې رسیدلي ناقانونه کډوال. ۲۰۲۲ کال می میاشت. انځور: رویټرز
بریتانیا ته د کښتیو له لارې رسیدلي ناقانونه کډوال. ۲۰۲۲ کال می میاشت. انځور: رویټرز

د بریتانیا حکومت پریکړه کړې چې هیواد ته يي په ناقانونه ډول رسیدلي پناه غوښتونکي به رونډا هیواد ته واستوي. د حکومت له دغه خبردارۍ سربیره په تیرو څو ورځو کې سلګونه پناه غوښتونکي په ناقانونه ډول بریتانیا ته رسیدلي دي.

د ټیلي ګراف بریتانوۍ ورځپاڼې خبر ورکړی چې یوازې د یکشنبې په ورځ ۳۰۰ پناه غوښتونکي د انګلیس چینل له لارې په وړو کښتیو کې بریتانیا ته اوښتي چې له دې سره د کال له پیل څخه له ۸۰۰۰ ډیر کسان پر دغه سمندري لار بریتانیا ته رسیدلي.

دا په داسې حال کې ده چې شاوخوا یوه میاشت وړاندې د بریتانیا لومړی وزیر بوریس جانسن د کډوالۍ هغه جنجالۍ پروګرام اعلان کړ چې له مخې به يي هغه خلک چې د انګلیس چینل له لارې په کښتیو کې بریتانیا ته رسیږي رونډا ته واستول شي. د حکومت د دغه پلان له مخې به پناه غوښتونکي تر هغه په رونډا کې ساتل کیږي ترڅو د پناه غوښتنې پروسه يي نه وي بشپړ شوي.

۵۰ تنه نور پناه غوښتونکي د یکشنبې په ورځ په وړو کښتیو کې بریتانیا ته ورسیدل. د هیواد لومړی وزیر بوریس جانسن ډیلي میل ورځپانې ته ویلي چې ۵۰ تازه رسیدلي پناه غوښتونکو ته خبر ورکړل شوی چې دا به لومړۍ ډله وي چې د رونډا افریقايي هیواد ته واستول شي.

نور ولولئ:روندا له لندن سره د هغو کډوالو د هرکلي پر سر هوکړه کړې چې د انګلیس کانال له لارې برېتانیا ته رسېږي

د حکومت پر دغې پریکړې د بشري حقونو د ملاتړ ادارو نیوکه کړې او دايي له نړیوالو قوانیو سرغړونه بللې.

په ناقانونه ډول بریتانیا ته د کډوالو د اوښتو بې سارې ډیریدل

د رسمي شمیرو له مخې د روان کال پیل څخه په کښتیو کې بریتانیا ته د کډوالو د اوښتو شمیر د تیر کال د همدغې مودې په پرتله درې برابر ډیر شوی.

له فرانسې څخه پر دغه خطرناک سمندري لار یوازې په روانه میاشت کې ۱۲۶۴ پناه غوښتونکي چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي د بریتانیا خاورې ته د ننه شوي. ټیلي ګراف ورځپاڼې لیکلي چې په روان میلادي کال کې ۸۰۶۶ تنه چې په ۲۵۶ وړو کښتیو کې سپاره و د بریتانیا د سرحدي ځواکونو لخوا وچې ته لیږدول شوي.

رسمي شمیرې ښيي چې په ۲۰۲۱ کال کې ټولټال ۲۸۵۲۶ تنه د انګلیس چینل له لارې بریتانیا ته اوښتي چې دغه شمیر بیا په ۲۰۲۰ کال کې ۸۴۱۰ تنه و.

حکومت ویلي چې پر دغو خطرناکو لارو د پناه غوښتونکو اوښتل د منلو وړ نه دی او دوې به يي پر وړاندې خپلې مبارزې ته دوام ورکړي.

 په هوټلونو کې د افغان ماشومانو کړاو

دامهال د شاوخوا ۱۲۰۰۰ افغانان کډوالو په کډون ۲۰۰۰۰ تنه د استوګنځایونو د کمښت له امله د بریتانیا په هوټلونو کې ساتل کیږي چې د ورځې ۴،۷ میلیونه پونډ لګښت لري.

وروسته له هغه چې یو افغان ماشوم د هوټل له کړکۍ څخه و غورځید او خپل ژوند له لاسه ورکړ اوس د سرحدونو او مهاجرت د یو مفتش لخوا په دې اړه څیړنه پیل شوې. د یادې ادارې د مفتش ډیوید نیل څیړنه دا په ډاګه کوي چې د هوټل پنجرې د ماشومانو ژوند له خطر سره مخامخ کوي او خوندي نه دي.

دغه څیړنه ښيي چې د ځینو هوټلونو په لوړ پوړو ودانیو کې کړکۍ د میاشتو لپاره نه کتل کیږي، په ځینو حالتونو کې د کړکیو څارنه اوسیدونکو ته پریښودل کیږي.

له دې سره د کډوالو شورا خبر دارۍ ورکړی چې که په دې برخه کې پاملرنه و نه شي ښايي د افغان ماشوم د وژنې پیښۍ ته ورته خطر بیا تکرار شي.

 

نورې ليکنې