افغان کډوال مصطفی چې د انګلیس چینل له لارې يي ځان بریتانیا ته رسولی. انځور: مهاجر نیوز، لندن، اپریل ۲۰۲۲
افغان کډوال مصطفی چې د انګلیس چینل له لارې يي ځان بریتانیا ته رسولی. انځور: مهاجر نیوز، لندن، اپریل ۲۰۲۲

مطفی افغان، زبیر ارسلان ایراني او جهاد محمد وصفی عراقي کرد هغه درې تنه کډوال دي چې د فرانسې له شمالي ساحل څخه يي د ۲۰۲۱ کال په مني کې په وړو کښتیو کې له سختو کړاوونو وروسته ځانونه بریتانیا ته رسولي. له مرګ څخه ژغورل شوي دغه کډوال چې اوس په لندن کې اوسیږي له کډوال نیوز سره د خپل سفر په اړه خبرې کړي.

د دغو دریو مسافرو لپاره چې له خپلو اصلي هیوادونو څخه يي زرګونه کیلو متره مزل کړی او ځانونه يي د فرانسې شمال ته رسولي و، د کالې بندر او د سمندر بل غاړې ته د بریتانیا د دوور بندر لنډه سمندري فاصله و نه شو کړای چې بریتانیا ته د دوې د سفر مخه و نیسي. په کوچنیو ربړي کښتیو کې چې معمولا په سمندر کې له کاره غورځیدلی وي خطر ناک سفر، او د ژوندي پاتي کیدو د هلو ځلو او د اوبو په بې رحمه او لوړو څپو کې له ډوبیدو څخه د ژغورنې وروسته دوې پوه شول چې دغه سفر څومره له خطر څخه ډک و او څه ډول دوې له کړاوونو سره لاس و ګریوان کړل.

 له انګلیس چینیل څخه د تیریدو لپاره ربړي کښتۍ چې کډوال د خپل سفر لپاره ترې کار اخلي عادي دي او په سمندر کې د سفر هیڅ ډول معیارونه او اړتیاوې په کې په پام کې نه نیول کیږي. دا سې ربړي کښتي وي چې ځینې وخت تله يي یوازې له لرګیو پوښل شوي وي.

مصطفی، ۲۱ کلن افغان:

«له کالې بندري ښار څخه د سفر له پیلولو وروسته په یوه ځنګل کې د قاچاقبر په تمه وم. په نومبر میاشت کې سهار وختي وه چې له ۳۵ نورو کډوالو سره مویوځای خپل سفر پیل کړ. د کښتۍ له حرکت سره سم و ډار شم. یو بل کډوال چې د کښتۍ د چلولو مسولیت يي درلود، داسې معلومیده چې په دې برخه کې يي پوره مهارت درلوده.

نه پوهیږم چې څو فاصله مو وهلې وه چې په ناڅاپي ډول په کښتۍ کې اوبه د ننه شوه او ټولو ویل چې کښتۍ سورۍ شوې. زه پوه شوم چې هرڅومره چې د کښتۍ هوا کمه شي په هماغه اندازه ډیرې اوبه کښتي ته دننه کیږي.

هغه کډوال چې د سلک په ساحل کې ځانونه پټوي. انځور: مهدي شیبل. سپټمبر ۲۰۲۱
هغه کډوال چې د سلک په ساحل کې ځانونه پټوي. انځور: مهدي شیبل. سپټمبر ۲۰۲۱

په کښتۍ کې ګډوډۍ جوړه شوه او هر یوه هڅه کوله چې د خپلو بوټانو په وسیله د کښتۍ اوبه خالي کړي خو ګټه يي نه درلوده. ډیر ډار شوی وم ځکه حتی که لامبو مو هم زده وای نو په هغه سړه هوا او د اوبو په لوړو څپو کې مو ځان نه شوای ژغورلای. یوازینۍ هیله مو داوه چې د ژغورنې واسکټونه مو په تن و.

نه پوهیږم چې څومره وخت وروسته د کښتۍ ماشین کار پریښود او په سمندر کې و درید. ټول حیران و او نه پوهیدل چې څه وکړي. بلاخره یوتن مسافر یوې عاجلې شمیرې ته ټیلفون وکړ او زمونږ د ژغورنې لپاره خلک راغلل.»

جهاد محمد وصفي ۲۷ کلن عراقۍ کرد:

«د سپتمبر میاشت وه چې سهار وختي مو له دنکرک بندري ښار څخه حرکت وکړ. ۷ ساعته په ساحل کې چې باران هم وریده خپل سفر ته په تمه وم. سهار ۷ بجې وې چې قاچاقبر مونږ ته وویل چې د حرکت وخت دی.

په یوه کښتۍ کې ۹۵ کسان سپاره وه، دوه میرمنې او ۳ او ۴ ماشومان هم له مونږ سره و. یو تن قاچاقبر د کښتۍ د چلولو مسولیت درلود. ۱۰ یا ۱۵ دقیقې نه وې تیرې شوې چې کښتۍ ته اوبه دننه شوې ځکه زمونږ شمیر ډیر زیات و چې کښتۍ يي ظرفیت نه درلود. له دې سره مسافرو په فریاد او چغو پیل کړې. مونږ غوښتنه وکړه چې بیرته ساحل ته وګرځو خو قاچاقبر زمونږ غوښتنه و نه منله.

د ښځو او ماشومانو په ګډون څو تنو ځانونه اوبو ته و غورځاوه. له دنکرک بندر څخه ډیر لرې نه و تللي او دغه مسافر د لمبلو په وسیله ځانونه بیرته وچې ته ورسول. زما لمبل زده نه و نو ځکه کښتۍ کې پاتې وم او ۲۰ تنه نو هم په کښتۍ کې پاتي و.

هغه ربړي بیړۍ چې کډوال د انګلیس چینل څخه د تیریدو لپاره ترې کار اخلي. دوور بندر، کالې. انځور: مهاجر نیوز،اپریل ۲۰۲۲
هغه ربړي بیړۍ چې کډوال د انګلیس چینل څخه د تیریدو لپاره ترې کار اخلي. دوور بندر، کالې. انځور: مهاجر نیوز،اپریل ۲۰۲۲

مونږ بریالي شو چې د کښتۍ اوبه خالي کړو او خپل سفر ته دوام ورکړو. ما تل هڅه کوله چې د فرانسې او بریتانیا سمندري ساتونکو سره اړیکه ټینګه کړم. فرانسویانو وویل چې مرسته نه شو کولای. له یوې مودې وروسته د کښتۍ چلونکی راته وویل چې چاسره اړیکه مه نیسه. راته يي وویل چې د نورو له مرستو پرته مقصد ته رسیږو.

په ټول سفر کې د اوبو له خطرناکو څپو سره مخامخ شو او ټول له ډبیدو څخه ډاریدل.

سهار ۱۱ بجې وې چې د بریتانیا د دوور بندر سپنې تپې مو په سترګو شوې. یوه الوتکه په هوا کې ښکاریده چې زمونږ خواته روانه وه. له هغه وروسته د بریتانیا د سمندري ځواکونو د ژغورلو یوه کښتۍ زمونږ مرستې ته راورسیده.»

۲۴ کلن زبیر ارسلان، ایرانی کډوال

په اکتوبر میاشت کې سهار وختي ۵ بجې وې چې د دنکرک په ساحل کې د کښتۍ د سفر لپاره مې ځان پټ کړی و او د انتظار شیبې مې شمیرلې. یوازې په یو بیک کې مې ځینې خواړه او کالي له ځان سره اخیستي و ځکه مونږ ته ویل شوي و چې درانده شیان باید له ځان سره را نه وړئ.

۲۵ کسه ځوانان و او قاچاقبر په کښتۍ کې ټیله کړو. د اوبو د لوړو څپو له لیدو سره مې  د ویرې احساس وکړ.

د سفر پر مهال د کښتۍ ماشین دوباره کار پریښود، دویم ځل شاوخوا ۱۰ دقیقې زمونږ کښتۍ په سمندر کې و دریده او ټول و ډار شو. له لرې څخه مو یوه تفریحي کښتۍ ولیده خو مونږ هغوې ته نه ښکاریدو. بیا هم بریالي شو چې کښتۍ جوړ او خپل سفر ته دوام ورکړو.

په کښتۍ کې یو کردی ځوان و چې ژړلي يي. زه ورته نږدې شوم تر څو ارام يي کړم. هغه له مرګه ډار شوی و ځکه لامبو ورته زده نه وه. غوښتل يي د خپل پلار نوم راته راکړي ترڅو کومه پیښه رامنځ ته نه شي.

په سمندر کې د خپلې کورنۍ او خپلوانو په اړه فکر کوی او له ځان سره وايي چې ښايي بیا دغه خلک و نه ګورم او ښايي دامې د ژوند اخري ورځ وي. ما تر ټولو ډیر د خپلې مور په اړه فکر کاوه.

 

نورې ليکنې