یونان کې د ساموس کمپ. انځور: پیکچر الیانس
یونان کې د ساموس کمپ. انځور: پیکچر الیانس

یونان کې د ساموس د کډوالو کمپ اوسیدونکي د می میاشتې له ۱۰ مې راهیسې اوبو ته په سمه توګه لاسرسۍ نه لري. د کمپ هر اوسیدونکي په ورځ کې یوازې ۴،۵ لیتره د اړتیا وړ اوبه لاسته راوړي. چارواکي يي دلیل د اوبو په نلونو کې تخنیکي ستونزه بولي.

د ۲۰۲۱ کال د سپتمبر په میاشت کې د دغه کمپ د پرانیستلو راهیسې اوسیدونکي يي له ګڼو ستونزو سره لاس او ګریوان دي چې دغه چاره په سیمه کې انجمنونه اندیښمن کړي.

د کمپ شاوخوا ۴۰۰ اوسیدونکو ته یوازې سهار او مازیګر د یو ساعت لپاره لږې اوبه ویشل کیږي خو د ساموس کمپ د انجمن یو غړی له کډوال نیوز سره په خبرو کي وویل:« ځینو کډوال وايي چې حتی یو ساعت هم اوبه ورته نه ویشل کیږي بلکه یوازې ۲۰ یا ۳۰ دقیقو لپاره دوې اوبو ته لاسرسۍ لري.»

د یونان د کډوالۍ وزارت چارواکي یو تن سیمه ایز خبر ته ویلي د اوبو د ستونزې دلیل د هغه نل خرابیدل بللی چې کمپ ته اوبه رسوي. چارواکي ویلي چې د امکاناتو د کمښت له امله د ویجاړ شوي نل بدلول ستونزمن دی.

په داسې حال کې چې د هر کس په سر د څښلو، پښلي، روغتیا او نورو اړتیاوو لپاره یوازې ۴،۵ لیتره اوبه ویشل کیږي، د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) اټکل کوي چې هر کس په ورځ کې ۲۰ لیتره اوبو ته اړتیا لري.

په سیمه کې انجمنونو په خلکو د اوبو بوتلونه او دستمالونه ویشي. د ساموس کمپ د مدافعو یوه ډله د دوشنې په ورځ یاده ستونزه د ایمیل له لارې د یونان د کډوالۍ وزارت او د اروپايي ټولنې کمیسون سره شریکه کړه تر څو په جدي ډول ستونزې ته د دوې پام راوګرځوي.

د اوبو کمښت او روغتیايي ستونزو سره د کمپ د اوسیدونکو ستونزې لا ډیرې شوي. د مدافعو ډلې یو غړی وايي:« تیره اونۍ ۳۳ نوي کسان کمپ ته راورسیدل چې تر اوسه دوې نه دي توانیدلي حمام وکړي.»

د ساموس کمپ نورې ستونزې

په کمپ کې د اوبو قطع کیدل د کډوالو ستونزې لا پسې ډیروي. د مدافعو ډله په دې اړه د تاسف اظهار کوي او وايي:« دغه کمپ له پرانیستلو درې اونۍ وروسته ستونزې شتون درلودې.» تیر اکتوبر کې د سختو ورښتونو له امله د یونان د جزیرې په دغه کمپ کې اوبو د ننه شوې چې اوسیدونکي يي له سختو کړاوونو سره لاس او ګریوان کړل.

نور ولولئ: یونان: د ساموس پخواني مهاجر کمپ کې اورلګېدنه

د کمپ له پرانیستلو راهیسې، کډوال چې دغلته ژوند کولو ته اړ ایستل شوي د بریښنا او د حمامونو له ستونزو سره لاس او ګریوان دي. همدارنګه ډیر ژر ثابته شوه چې دغه کمپ د معیوبو کسانو لپاره مناسب ځای نه دی.

د یونان د کډوالۍ وزارت چارواکي ژمنه کوي چې په راتلونکو ورځو کې به په کمپ کې د اوبو د کمښت ستونزه هواره کړي.

سره له دې چې یونان او اروپايي ټولنه په دغه هیواد کې د تړلو کمپونو لپاره ۲۷۶ میلیونه یورو ځانګړې کړې خو لاهم ستونزې پر ځای پاتي.

 

نورې ليکنې