ایران سره پر پوله نیمروز ولایت کې د افغان کډوالو ډله. اکتوبر ۲۰۲۱ کال. انځور: رویټرز
ایران سره پر پوله نیمروز ولایت کې د افغان کډوالو ډله. اکتوبر ۲۰۲۱ کال. انځور: رویټرز

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د هغو افغانانو پر سفر بندیز لګولی چې غواړي په قاچاقي او ناقانونه لارو ایران او پاکستان ته سفر وکړي. خو بل پلو بیا د نیمروز ولایت له لارې له ایران څخه په یوه ورځ له ۱۴۰۰ څخه ډیر افغانان اخراج شوي او یا هم په خپله خوښه راستانه شوي.

د نیمروز ولایت د کډوالو او راستنیدونکو چارو رییس ایرن ته په ناقانونه ډول د افغانانو د سفر د بندیز په اړه طلوع نیوز تلویزیون ته ویلي چې دغه کار يي د کورنیو چارو وزارت له لارښوونې سره سم ترسره کړی. چارواکي ویلي چې ټولو پوله ساتو ځواکونو ته امر شوی چې ګاونډیو هیوادونو ته د هیوادوالو د ناقانونه سفر مخه و نیسي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنیدو سره سم د پخواني حکومت د یو شمیر کارکوونکو په ګډون لسګونه زره افغانان ایران او پاکستان ته په قانوني او قاچاقي لارو سفرونه پیل کړي. له دې وړاندې د نیمروز ولایت سرحدي ځواکونو فرانس پرس خبري آژانس ته ویلي و چې د طالبانو له راتګ وروسته هره ورځ درې او څلور زره افغانان ایران ته د اوښتو هڅه کوي.

د طالبانو دغه نوی امر ګڼ شمیر افغانان چې ایران ته يي د سفر هوډ درلود اندیښمن کړي. ځینو کورنیو طلوع نیوز ته ویلي که طالبان ورته په هیواد کې د کار او روزګار زمینه برابره کړي نو هیڅکله به له خطره ډک دا ډول سفر ترسره نه کړي.

نور ولولئ: ایران ته د اوښتونکو افغان مهاجرو په شمېر کې زیاتوالی راغلی دی

په یوه ورځ له ۱۴۰۰ څخه د ډیرو افغانانو اخراج او یا بیرته ستنیدنه

د طالبانو د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت اعلان کړی چې یوازې د چهارشنبې په ورځ د می په ۱۸مه، د نیمروز ولایت له لارې ۱۴۶۱ افغانان له ایران څخه په زوره ایستل شوي او یا هم په خپله خوښه راغلي.

 د یاد وزارت لخوا په یوه خپره شوې بیانیه کې راغلي چې له دې ډلې له زرو تنو څخه ډیر يي چې ۴۳ کورنۍ هم په کې شاملې دي په زوره ایستل شوي.

په بیانیه کې راغلي:« د یادو کسانو په ډله کې ۴۳ کورنۍ او ۸۲۶ مجرد نارینه په زوره ایستل شوي او ۴۵۴ تنه نور په خپله خوښه هیواد ته راستانه شوي.»

اړمن کسان له ستنیدو وروسته د مرستو په موخه پر پوله د کډوالۍ نړیوال سازمان دفتر ته پیژندل شوي دي.

بل پلو بیا په بیانیه کې زیاته شوې چې د سه شنبې په ورځ له پاکستان څخه د سپین بولدک پولې له لارې ۴۴ افغانې کورنۍ بیرته هیواد ته راستانه شوې.

 

نورې ليکنې