آرشيف انځور
آرشيف انځور

پر يو ۲۵ کلن افغان مهاجر تور ؤ چي د اروپا پر لور د مهاجرت پر وخت په اوبو کي د خپل زوی د ډوبېدو په قضيه کي پړن دی. دغه مهاجر په يونان کي محکمې ته وړاندي کړل شو چې اوس يي برأت ترلاسه کړی.

د پروتستانت خبري آژانس د خبر له مخي هغه افغان چي په دې تور د يونان يوې محکمې ته وړاندي شوی ؤ چي د زوی د ډوبېدنې په قضيه کي تورن ؤ، ورته برأت ورکړل شوی دی. د هغه سره يو بل تورن افغان کس حسن ته د يو کال بند او پنځو مياشتو تعليقي بند سزا اورول شوې ده. ياد خبري آژانس د خپل خبر منبع د بشري حقونو مرستندويه سازمان بورډر لاين يورپ معلومات بللي دي. دغه معلومات د چهار شنبې په ورځ د می په ۱۸مه د ياد سازمان پر ټويټر پاڼه خپاره شول.

پر پنځه ويشت کلن افغان پلار باندي تور ؤ چي خپل د وزی ژوند يې د خطر سره مخامخ کړ، کله چي يې دغه شپږ کلن هلک د اروپا پر لور د مهاجرت پر وخت په کښتۍ کي کښېناوه. د دغه سړي او د هغه سره د مل کس حسن کښتۍ د ۲۰۲۰ کال په نوامبر مياشت کي د يونان د ټاپو ساموس په ساحل کي اوښتې وه. په دغه حادثه کي شپږ کلن هلک ډوب شوی ؤ. د دغې محاکمې له پېل څخه تر مخه د بشري حقونو سازمانونو د دغې پروسې پر ضد احتجاج کړی ؤ. بارډر لاين سازمان د دغه افغان پر بري کېدو په خپل غبرګون کي خوښي ښودلې او ويلي يې دي: «هغه صرف غوښتل چي خپل ماشوم امن ځای ته يوسي.»

په دغه محاکمه کي دويم تورن کس حسن نومیده چي د کښتۍ چلولو دنده يې په غاړه اخيستې وه. د ياد سازمان په وينا پر دغه کس تور ؤ چي د انساني قاچاق وړونکي په توګه يې دغه کښتۍ چلوله او د کښتۍ له ډوبېدو څخه لږ وخت مخکي له کښتۍ څخه کښته شوی ؤ او په دې توګه يې کښتۍ او پکښي سپاره کډوال په خپل سر خوشي کړي و. حسن د ماشوم د مړيني له کبله د عمر قيد د سزا او د بل هر انتقال شوي کس په سر د لسو کالو بند د سزا د ګواښ سره مخامخ ؤ.

د اروپا پر سطحه د بشري حقونو سازمانونو لاسليکونه راغونډ کړي ول چي دواړه تورن کسان دي خوشي کړل سي. د سازمانونو په وينا د ناهيلۍ په حالت کي واقع مهاجر د تېښتي پر وخت بله لاره نه ويني بېله دې چي د مهاجرت پر لارو خپل او د خپلي کورنۍ ژوند په خطر کي واچوي.

آ./ا.ا.

 

نورې ليکنې