آرشيف انځور ـ آلمان کي د اوکراين مهاجر
آرشيف انځور ـ آلمان کي د اوکراين مهاجر

د آلمان د بادن ويورتمبېرګ ايالت په يو مهاجر کمپ کي پوليسو د يو کس پر ضد د مهاجر ماشومانو د جنسي ځورنې په تور پلټنې پېل کړ يدي.

د فرانس پرس خبري آژانس د خبر له مخي د آلمان د رويتينګن او هېشينګن سيمي څارانوالۍ او پوليسو د يو ۲۴ کلن کس پر ضد پلټنې پېل کړي دي.

د يو امنيتي شرکت پر دغه کار کوونکي تور دی چي په بادن ويورتمبېرګ ايالت کي د د اوکراين هيواد د مهاجرو لپاره په ځانګړي ځای کي يې دوه ماشومان په جنسي توګه ځورولي دي. دغه مهاجر کمپ د ياد ايالت په مېسشټېټن کي واقع دی.

د پوليسو د لومړيو پلټنو له مخي تورن کسن د مهاجرو په ياد کمپ کي د ۶ او ۷ کالو عمر لرونکو دوو ماشومو انجونو سره ناوړه چلن کړی او هغوی يې په ناوړه توګه مسحه کړي دي. کله چي ماشومو انجونو په دې تړاو خپلو مېندو ته معلومات ورکړل، نو مېندو يې د امنيتي خدماتو مشرتابه په دغه موضوع خبره کړه. 

د خبر له مخي تورن کس په تحقيقي بند کي ساتل کيږي.

آ./ا.ا.

 

نورې ليکنې