په افغانستان کي دننه هم زيات کسان بيځايه دي
په افغانستان کي دننه هم زيات کسان بيځايه دي

د بيځايه کېدنې د څار نړيوال سازمان او د مهاجرو لپاره د ناروې هيواد مرستندويه سازمان په خپل راپور کي وايي چي په ۲۰۲۱ کال تر ۵۹ مليونو څخه زيات انسانان په خپل هيواد کي دننه بېځايه شوي و.

د بيځايه کېدنې د څار نړيواله سازمان (IDMC) او د مهاجرو د ملاتړ نارويژي سازمان (NRC) په خپل کلني راپور کې چې د پنجشنبې په ورځ د می په ۱۹مه خپره شوې ویلي چې په روان میلادي کال کې به د تیر کال په پرتله د داخلي بې ځایه شویو خلکو شمیر نور هم زیات شي. یاد سازمانونه يي دلیل د اوکراین جکړه بللې.

په راپور کي راغلي چي په ۲۰۲۱ کال د افريقايي صحرا په سيمه کي د داخلي بيځايه شوو شمير تر ټولو زيات ؤ. په دغو کي پنځه مليونه انسانان یوازې په ايتوپيا هيواد کي بيځايه ول چي په يو هيواد کي دننه په نړيواله توګه تر ټولو زيات شمير دی. په دغه هيواد کي د امنيتي ستونزو تر څنګ وچکالي هم د انسانانو د مهاجرت سبب شوی دی.

د کانګو په دموکراتيک جمهوريت، افغانستان او میانمار کي هم د کورني بيځايه سوو کسانو شمير لوړې کچې ته رسیدلی. په منځني ختيځ او شمالي افريقا کي د تيرو لسو کالو راهيسي تر ټولو کم نوي کسان په خپلو هيوادونو کي دننه بيځايه يا شړل سوي دي. خو په ټوليزه توګه په بعضي هيوادونو لکه سوريه او عراق کي لا تر اوسه هم د داخلي بيځايه سوو کسانو شمير زيات دی. د راپور له مخي په ۲۰۲۱ کال کې د خپل هيواد دننه د بيځايه کېدنو تر ټولو لوی لامل قدرتي آفتونه ول. په دې ترڅ کي په چين، هند او فلپین کې زيات شمير خلک له خپلو سيمو څخه مهاجرت ته مجبوره شول.

د څو کالونو راهيسي په دومداره توګه په نړۍ کي د هغو کسانو شمير مخ په زياتېدو دی چي په خپل هيواد کي دننه له يوې سيمي څخه بلي سيمي ته بې ځایه يا په مهاجر کولو مجبوره کيږي. په ۲۰۲۱ کال ثبت سوی د داسو کسانو شمير له تيرو لسو کالو راهيسي تر ټولو لوی دويم شمير دی. 

آ./ا.ا.

 

نورې ليکنې