د پاریس په ختیځ ګالیني سیمه کې په یوه هوټل کې لسګونه افغانانو ته چې څو میاشتې د سړک پر غاړه تر خیمو لاندې و، د سرپناه زمینه برابره شوې. ۱۹ کلن میلاد* هغه افغان کډوال دی چې چې له خپلې مور سره یو ځای درې میاشتې ترخیمې لاندې له کړاوه ډک ژوند تیراوه. هغه اوس د Ibis په دغه هوټل کې د خوشحالۍ احساس کوي او وايي چې کولای شي په آرامه خوب وکړي.
د پاریس د شمالي برخې پانتن په سیمه کې د شاوخوا ۵۰۰ کډوالو خیمې د چهارشنبې په ورځ د می په ۱۱ مه، د فرانسوي پولیسو لخوا ټول او اوسیدونکي يي د سرپناه په موخه نورو ځایونو ته واستول شول. میلاد هم د همدغه کمپ له اوسیدونکو څخه و چې څلور میاشتې يي د سرپناه لپاره تر خیمې لاندې دغلته د انتظار شیبې سبا کولې چې بلاخره اوس په یوه هوټل کې ورته د سرپناه زمینه برابره شوه.
دغه افغان ځوان کډوال نیوز ته خپله کیسه کوي:
« درې میاشتې د پاریس د پانتن په کمپ کې له خپلې مور سره ترخیمې لاندې وم. په دغه موده کې مې د سرپناه لپاره څو ځلې ۱۱۵ شمیرې ته ټیلفون وکړ او د سرپناه غوښتنه مې وکړه خو زما غوښتنې ته چا توجه و نه کړه. ترخیمو لاندې ستونزې ډیرې وې او مور مې هم ناروغه وه. هیڅ ډول آسانتیاوو ته مو لاسرسۍ نه درلود.
د سرپناه د ترلاسه کولو لپاره مې له ډاکتر څخه د مور د ناروغۍ د ثبوت اسناد وړاندې کړ تر څو مونږ ته د استوګنې لپاره ځای راکړي خو هڅې مې بې پایلې وې. درې میاشتې مې ډیره هڅه وکړه خو بیا هم تر خیمو لاندې پاتې شوم.»

هوټل کې د سرپناه برابرول
« له درې میاشنۍ ځنډ وروسته یوه ورځ سهار وختي د کمپ د تخليي عملیات پیل شو او سهار وختي له ۱۰ نورو افغانو کورنیو سره یوځای د بس په موټرو کې دغه هوټل ته راوستل شو. دلته زه او مور مې په یوه کوټه کې ژوند کوو او اوس له خپل ژوند څخه ډیر راضي یم ځکه تر خیمې لاندې مو ډیرې ستونزې لیدلې وې. درې وخته تیاره ډوډۍ مونږ ته راکوي خو د پخلي او چاي د تیارولو حق نه لرو. دلته خوشحاله یم او هر ډول امکانات مونږ ته برابر دي. نظافت په سمه توګه مراعت کیږي. زه ډیر آرام یم او کولای شم آرامه خوب وکړم.۲۵ نور افغانان هم دلته شته او زه له دې امله له چارواکو مننه کوم.زمونږ د اداري کارونو لپاره سوسیال هم شته او مونږ سره په اداري چارو کې مرسته کوي.
تر اتو میاشتو پورې مونږ ته دلته ځای راکړی خو له هغه وروسته خبر نه یو چې چیرته به مو واستوي.»
د خپلې مور د قبولۍ لپاره اندیښمن یم
« مونږ اړ شو چې په قاچاقی لارو له کابل څخه ایران، ترکیې او بیا اروپا ته ځان ورسوو. په ۲۰۱۵ کال کې په ترکیه کې له خپل پلار څخه بیل شو. له ترکیې څخه یونان ته پر پوله د کښتۍ د ختلو پر پلار له مونږ څخه ورک شو خو کلونه وروسته ۹ میاشتې وړاندې بیرته اړیکه مو ورسره جوړه شوه. هغه اوس په ترکیه کې دی.
مور مې د پلار په اړه ډیره اندیښمنه ده او له همدې امله رواني ستونزه هم ورته پیدا شوې. درې میاشتې مخکې زما مور د اسنادو د اخیستلو لپاره مصاحبه ورکړې خو لا تراوسه ورته ځواب نه دی راغلی. له دې وړاندې دوه ځلې يي غوښتنه رد شوې وه او اوس په دې اړه اندیښمن یم. ما دوه میاشتې وړاندې د اقامت اسناد واخیستل.»
*مستعار نوم