اسلام اباد کې د هغو افغانانو احتجاج چې غواړي لویدځو هیوادونو ته واستول شي. ۱۹ می ۲۰۲۲. انځور: عبدالقیوم شریعتي
اسلام اباد کې د هغو افغانانو احتجاج چې غواړي لویدځو هیوادونو ته واستول شي. ۱۹ می ۲۰۲۲. انځور: عبدالقیوم شریعتي

له تیرې یوې میاشتې راهیستې د بشري حقونو د مدافعینو، ژورنالیستانو او د پخواني حکومت د کارکوونکو په ګډون د سلګونه افغانانو احتجاج د پاکستان په اسلام اباد ښار کې دوام لري. اجتجاج کوونکي هیله لري چې لویدیځ هیوادونو ورته پناه ورکړي خو د دوې په خبره په پاکستان کې د ملګرونو ملتونو د کډوالۍ اداره او اړوند سفارتونه يي غوښتونو ته رسیدنه نه کوي.

د پاکستان سخته ګرمي، اقتصادي ستونزې، د کورنو کرایې او بیو لوړیدل، د دوسیو ټکنۍ پروسه، د نامعلومې مودې انتظار هغه ستونزې دي چې د ښخو او ماشومانو په ګډون د دغو افغان اجتجاج کوونکو ستونزې يي لاپسې ډیرې کړي. له تیرو څلورو ورځو راهیسې له ۶۰۰ څخه ډیرې افغانې کورنۍ د اسلام اباد پرس کلب مخې ته خیمه وهلې او له UNHCR او اړوندو سفارتونو څخه د خپلو دوسیو د ځواب غوښتنه لري.

ډیرۍ دغه افغانان تیر اګست میاشت کې د طلبانو له واکمنیدو وروسته په دې هیله پاکستان ته مخه کړه ترڅو د لویدځو هیوادونو له سفارتونو او له UNHCR څخه د پناه غوښتنه وکړي خو د دوې په خبره تر میاشتو انتظار وروسته د دوې دوسیو ته د اړوندو ادارو لخوا رسیدنه نه کیږي او له یو نامعلوم برخلیک سره مخامخ دي.

۳۳ کلن عبدالقیوم شریعتي یو له دغو احتجاج کوونکو څخه دی چې له خپلې ژورنالیستې میرمنې او څلورو اولادونو سره یوځای د طالبانو له واکمنیدو ورسته په دې هیله اسلام اباد ته ورغلی چې له هغه ځایه اروپا، امریکا، کاناډا او یا نورو هیوادونو ته پناه یوسي.

د بشري حقونو فعال دغه افغان ځوان د د احتجاج له پرلت څخه کډوال نیوز ته نن وویل:« دلته له مونږ سره د بشري حقونو فعالان، د مدنې ټولنې غړي، خبریالان او نور هغه خلک شامل دي چې ژوند يي په افغانستان کې په خطر کې و. هغه ژمنې چې یو شمیر هیوادونو د ویزو لپاره کړې وې پر خپلو ژمنو نه دي دریدلي.»

د اجتجاج کوونکو غوښتنې څه دي؟

په افغانستان کې د طالبانو له واکمنیدو وروسته، کاناډا، امریکا، جرمني او نورو هیوادونو ژمنه وکړه چې هغه سلګونه زره افغانانو ته به پناه ورکړي چې ژوند يي په افغانستان کې په خطر کې وي. خواحتجاج کوونکي وايي چې پر دغو ژمنو عمل نه دی شوی.

په اسلام اباد کې د طالبانو له ویرې د تښتیدلي افغانانو احتجاج. ۱۹ می، ۲۰۲۲. انځور:عبدالقیوم شریعتي
په اسلام اباد کې د طالبانو له ویرې د تښتیدلي افغانانو احتجاج. ۱۹ می، ۲۰۲۲. انځور:عبدالقیوم شریعتي

په پاکستان کې ورځ تر بلې د هوا ګرمیدل، د کور کرایه او ګراني، او نامعلوم برخلیک هغه څه دي چې د عبدالقیوم شریعتي کورنۍ يي په اړه سخته اندیښمنه ده.

نوموړی پنځه میاشتې وړاندې اسلام اباد ته له رسیدو سره سم د UNHCR په دفتر کې د پناه غوښتنې لپاره مصاحبه ورکړې خو لا تراوسه يي ځواب نه دی ترلاسه کړی. هغه وايي :« په دغه موده کې مې څو وارې له یاد دفتر سره اړیکه و نیوله خو راته يي وویل چې باید انتظار و باسي.»

نور ولولئ: اسلام اباد کې د بې وزله افغان کډوالو احتجاج دوام لري

نوموړی وايي چې د اسلام اباد احتجاج کوونکي دوه عمده غوښتنې لري:« د UNHCR او سفارتونو لخوا د دوې دوسیو ته عاجله رسیدګي او هغه افغان کډوالو ته باید د کډوالۍ کارتونه ورکړل شي چې له کلونو راهیسې په پاکستان کې بې سرنوشته دي او خپلو لومړنیو حقونو ته لاسرسۍ هم نه لري.»

د اجتجاج کوونکو په خبره یوازې په لومړي سر کې د UNHCR او اورپايي ټولنې ځیني استازې د دوې پوښتنې ته ورغلي و خو له هغه وروسته په دې اړه هیڅ اقدام نه دی شوی.

یو شمیر اجتجاج کوونکي وايي چې د طالبانو له ویرې بیرته افغانستان ته نشي تللای. د دوې په خبره که غوښتنو ته يي رسیدنه و نه شي نو خپل احتجاج ته به دوام ورکړي.

 

نورې ليکنې