بریتانیا ته د کښتیو له لارې رسیدلي ناقانونه کډوال. ۲۰۲۲ کال می میاشت. انځور: رویټرز
بریتانیا ته د کښتیو له لارې رسیدلي ناقانونه کډوال. ۲۰۲۲ کال می میاشت. انځور: رویټرز

د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت منلي چې یو شمیر هغه پناه غوښتونکي يي نیولي چې رونډا ته يي د استولو په اړه پریکړه شوې.چارواکي ویلي چې بریتانیا ته په وړو کښتیو کې رسیدلي دغه خلک اوس په توقیف مرکزونو کې ساتل کیږي. نیول شویو کسانو کې یو افغان هم شامل دی.

شاوخوا یوه میاشت وړاندې بریتانیا پریکړه وکړه چې هغه خلک چې د انګلیس چینل له لارې په کښتیو کې په ناقانونه ډول بریتانیا ته رسیږي رونډا ته به واستول شي. د حکومت د دغه پلان له مخې پناه غوښتونکي به تر هغه په رونډا کې ساتل کیږي ترڅو د پناه غوښتنې پروسه يي نه وي بشپړ شوي.

د حکومت له دغه جنجالي پلان له اعلان وروسته، چارواکو وویل چې ځینو خلکو ته د اخراج په اړه خبر ورکړل شوی او دوې کولای شي د ۱۴ ورځو په جریان کې د دغې پریکړې پر وړاندې اعتراض وکړي.

تر دې مهاله د حکومت لخوا د شاوخوا ۱۰۰ پناه غوښتونکو د اخراج پریکړه صادر شوې.

ګارډین ورځپاڼې د یکشنبې په ورځ د می په ۲۲ لیکلي چې ډیری دغه پناه غوښتونکي چې په وړو کښتیو کې د انګلیس چینل له لارې بریتانیا ته د ننه کیږي مناسب روغتیايي او رواني حالت څخه برخمن نه وي. خیریه بنسټونو خبر ورکړی چې د سمندری له لارې بریتانیا ته له رسیدلو وروسته دغه خلک چې په ساحل کې نیول شوي سخته ضربه يي لیدلي او دوې حیران دي چې څخه به کیږي او څه وکړي.

نور ولولئ: رونډا ته د استولو له خبرداري سربیره؛ ۵۰۰ نوي پناه غوښتونکي بریتانیا ته رسیدلي

دغه خلک چې د فرانسې له شمال څخه بریتانیا ته اوړي لاهم خپل دغه خطرناک سمندري سفر ته ادامه ورکوي او د حکومت دغه پلان او محدودیت د دوې په ورتګ اغیز نه دی کړی. د روان کال له پیل څخه شاوخوا ۹۰۰۰ پناه غوښتوکي د سمندر له لارې بریتانیا ته رسیدلي دي. یوازې د پنجشنبې په ورځ ۱۰۰ تنه د بریتانیا سواحلو ته ورسیدل.

ظالمانه پریکړه؛

هغه خلک چې تر دې مهاله رونډا ته د استولو لپاره نیول شوي په کې یوه ډله د سوډان پناه غوښتونکي شامل دي چې د می په ۹ د یوې وړې کښتۍ له لارې بریتانیا ته ورسیدل. په نیول شویو کسانو کې یو نارینه افغان او یو شمیر البانیايي پناه غوښتونکي هم شامل دي چې شاوخوا یوه اونۍ وړاندې د سمندر له لارې ورغلي و.

د حکومت د دغې پریکړې په اړه چې له امله يي حتی د جګړه ځپلو هیوادونو لکه افغانستان او اوکراین پناه غوښتونکي هم رونډا ته استول کیږي، خیریه بنسټونه اندیښمن دي او دا یو ظالمانه عمل بولي.

د کډوالۍ شورا اجرایوي مشر انور سلیمان ګاردین ورځپاڼې ته په دې اړه ویلي:« حکومت اوس دومره پر خپلې پریکړې ولاړ دی چې له جګړو تښتیدلي خلک لکه له افغانستان او اوکراین څخه چې تښتي، رونډا ته د تجارتي توکو د استولو په څیر ور څخه کار اخیستل کیږي او توقیف ته استول کیږي.»

انور سلیمان د حکومت یاده پریکړه خورا ظالمانه بولي او وايي چې دا کار به یوه ناوړه بشري پایله ولري. هغه له حکومت څخه غواړي چې پر خپلې پریکړې له سره کتنه وکړي او خلکو ته د بشردوستانه ویزو او قانوني لارو په برابرولو سره پر نورو بدیلو لارو تمرکز وکړي.

د Detain Action بنسټ مدیر رونډا ته د استولو سیاست، زندان ته د خلکو د اچولو لپاره یوه بهانه بولي او وايي چې داسې راپورونه يي ترلاسه کړي چې دغه پناه غوښتونکي د خپل بندي کیدو د لیل په اړه هم خبر نه دي او حیران دي چې څه وکړي.

بل پلو بیا د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت یوه ویاند وايي:« له رونډا سره زمونږ د کډوالۍ نړیواله هوکړه به دغه هیواد ته د هغو خلکو د استولو لامل شي چې بریتانیا ته خطرناک، غیر ضروري او ناقانونه سفر کوي. که چیرې د مهاجر په توګه د دوې اسناد و منل شو نو د نوې ژوند په جوړولو کې به دلته يي ملاتړ وشي.»

د کورنیو چارو وز ارت وايي، حکومت دا واک لري چې دغه خلک توقیف کړي او د دوې د وضعیت د روښانولو تر وخته پوري يي په توقیف کې وساتي.

 

نورې ليکنې