د ترکیې سمندري ځواکونو د ګزمې کښتۍ په آژه سمندر کې د کډوالو یوې کښتۍ ته نږدې کیږي. انځور: پیکچر الیانس
د ترکیې سمندري ځواکونو د ګزمې کښتۍ په آژه سمندر کې د کډوالو یوې کښتۍ ته نږدې کیږي. انځور: پیکچر الیانس

د یونان سرحدي ځواکونو د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې له ترکیې څخه د سمندر له لارې د ۶۰۰ کډوالو د ورتلو مخه نیول شوې چې دا په روان کال کې یونان ته په ناقانونه ډول د کډوالو د اوښتو تر ټولو لویه هڅه بلل شوې.

د یونان د سرحدي ځواکونو ویاند د فرانسې خبري آژانس ته ویلي، چې د دغو کډوالو مخه په آژه سمندر کې د ترکیې په اوبو کې نیول شوې. وروسته له هغه چې د دوشنبې په سهار د یونان د ګزمو کښتۍ د کډوالو کښتۍ کشف کړل نو سمدلاسه يي د ترکیې سرحدي ځواکونو ته خبر ورکړل چې له دې سره د یونان اوبو ته د کښتیو د اوښتو هڅه ناکامه شوه.

 چارواکي ویلي چې د غه خلک په ربړي او بادي بیړیو کې د ترکیې له سواحلو څخه خپل سفر پیل کړی و چې د یونان اوبو ته له رسیدو مخکې د ترکیې سمندري ځواکونو لخوا و درول شول او ځینو يي بیرته په شا شول.

یاده پیښه یونان سره نږدې د ساموس او کایوس ټاپوګانو ته څیرمه رامنځ ته شوې.

یونان ټاپوګانو کې د کډوالو شمیر ۳۰ سلنه لوړه شوې

د یونان د کډوالۍ چارو وزارت ویلي چې د روان میلادي کال په لومړیو څلورو میاشتو کې د یونان ټاپوګانو ته د کډوالو د ورتګ شمیر ۳۰ سلنه د تیر کال د همدغې مودې په پرتله ډیره شوې وه.

نور ولولئ: اژه سمندر کې د ماشومانو په ګډون تر ۱۰۰ ډېر کډوال ژغورل شوي

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې د روان کال له پیل څخه شاوخوا ۳۰۰۰ کډوال یونان ته رسیدلي چې په دغه ډله کې یوازې ۱۱۰۰ تنه يي تیره میاشت دغه هیواد ته ځانونه رسولي دي.

یوې سرچینې د دوشنبې په ورځ د فرانسې خبري اژانس ته وویل چې له ترکیې سره د یونان په ځمکني پوله هم د کډوالو هڅې ډیرې شوي ځکه په سمندر کې د اوبو کچه ټیټه ده.

د رسمي شمیرو له مخې له ترکیې سره پر پوله د یونان په لیسبوس، ساموس او نورو ټاپوګانو په کمپونو کې دامهال له ۲۳۰۰ ډیر پناه غوښتونکي میشت دي. د اروپايي ټولني لخوا تمویل شوي دغه کمپونه په ساموس، لیروس او کوس کې بشپړ شوي خو په لیسبوس او کایوس کې يي لا چارې نه دي بشپړ شوي.

یونان تل ترکیه په دې تورنوي چې د هغو قاچاق وړونکو په اړه سمه مبارزه نه کوي چې کډوال د ترکیې له سواحلو څخه خطرناکو سفرونو ته هڅوي چې د وې يي د ترکیې او اروپايي ټولنې د ۲۰۱۶ کال له توافق څخه سرغړونه بولي. 

 

نورې ليکنې