لسګونه کډوال د فرانسې شمال ګراند سینت له کمپ څخه نورو ځایونو ته لیږدول شوي. انځور: مهدي شیبل/کډوال نیوز
لسګونه کډوال د فرانسې شمال ګراند سینت له کمپ څخه نورو ځایونو ته لیږدول شوي. انځور: مهدي شیبل/کډوال نیوز

د فرانسې ختیځ ګراند سینت ته نږدې د چهارشنبې په سهار پولیسو د کډوالو د هغه ستر کمپ د ړنګولو عملیات پیل کړل چې د یکشنبې ورځې راهیسې په کې د کډوالو ترمنځ د نښتو له امله یو تن مړ او درې نور ټپیان شوي و. شاوخوا ۵۰۰ کډوال په دغه کمپ کې بریتانیا ته د تګ لپاره انتظار و.

د فرانسې خبري آژانس خبر ورکړی چې دغه کمپ چې د « لون پلاژ» ښار سره نږدې جوړ شوی، نن چهارشنبه سهار ۹ بجې يي د تخليي عملیات پیل شول او د پولیسو ملي بسونه سیمه کې راټول شوي و ترڅو کډوال له دغه ځایه نورو سیمو ته و لیږدوي. د کمپ یو شمیر نور اوسیدونکي بیا له سیمې څخه تللي چې په کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

د کډوالو دغه ستر کمپ کې چې ۵۰۰ کسان په کې خیمې تړلې وې، د ګراند سینت ښار پولې سره په یوه ځنګلي سیمه کې جوړ شوی او یو کانال ته نږدې پرته سیمه ده چیرې چې فرانسه له بریتانیا سره نښلوي. ډیرۍ کډوال په کښتیو کې له همدغه ځایه بریتانیا ته خپل سفر پیلوي. تیره اونۍ پولیسو په دغه سیمه کې ۵۰۰ هغه کډوال شمیرلي و چې بریتانیا ته يي د سفر هوډ درلود.

ځايي پولیسو خبر ورکړی چې په کمپ کې د تاوتریخوالو له ډکو نښتو دوه ورځې وروسته يي د تخليي عملیات پیل کړي.

د لون پلاژ کمپ کې د می د ۲۲ او ۲۴ تاریخ کې د نښتو صحنه. انځور: ادرا دنکرک انجمن
د لون پلاژ کمپ کې د می د ۲۲ او ۲۴ تاریخ کې د نښتو صحنه. انځور: ادرا دنکرک انجمن

په سیمه کې د بشري حقونو د څار ډلې یوه غړې لیا چې د تخليي د عملیاتو پر مهال يي حضور درلود، کډوال نیوز ته وویل:« په سیمه کې د معمول خلاف ګڼ شمیر پولیس راټول شوي و، د پولیسو ۱۸ موټر مو ولیدل. پولیس په درنو او سپکو وسلو مسلح شوي ول.»

په کمپ کې د کډوالو ترمنځ مرګ ژوبله

د « لون پلاژ» ښار د کډوالو په دغه کمپ کې د روانې اوونۍ په پیل کې د دوشنبې په ماښام له تاوتریخوالو ډکه نښته رامنځ ته شوه چې له امله يي یو تن مړ او یو بل ټپي شو. له دغې پیښې یوه ورځې وړاندې هم د نښتې له امله دغلته دوه کډوال ټپیان شوي و چې د یو تن حالت نازک ښودل شوی.

د فرانسې د شمالي ښار دنکرک څارنوال سباستین پیو د فرانسې خبري آژانس ته ویلي چې له یادو نښتو څخه پاتي شوي مهمات او جنګي وسلې يي د لون پلاژ له کمپ څخه موندلي.

که څخه هم د دغو نښتو څرنګوالۍ لا روښانه نه دی او په اړه يي د سرحدي او قضايي پولیسو څیړنې داوم لري خو د دنکرک څارنوال په دې باور دی چې په سیمه کې انساني قاچاقچیان فعالیت درلود او ښايي دغه نښته له همدې امله رامنځ ته شوې وي.

د فرانسې په ختیځ کالې، ګراندسنت او دنکرک بندري ښارونو کې د کډوالو د غیررسمي کمپونو ویجاړول په یو عادي امر بدل شوی. پولیس په هرو دوو ورځو کې دغه عملیات ترسره کوي.

نور ولولئ: فرانسه: حکومت کالې کې د کډوالو د کمپونو د تخلیې په اړه خپلې ژمنې نه دي عملي کړې

د فرانسې په دغو ښارونو کې د افغانانو په ګډون ګڼ شمیر کډوال په دې تمه وي چې د انګلیس چنیل د سمندر له لارې ځانونه بریتانیا ته ورسوي چې د روان میلادي کال له پیل راهیسې شاوخوا ۷۰۰۰ تنه له همدغې لارې ځانونه بریتانیا ته رسولي دي.

 

نورې ليکنې