د اروپايي کمیسیون د احصايي دفتر ( یوروستایت) وروستۍ شمیرې ښيي چې په اروپا کې د « ناقانونه کډوالو» شمیر په ۲۰۲۱ کال کې ۲۲ سلنه پورته شوې. د یادې ادارې په راپور کې راغلي چې د طالبانو له واکمنیدو راهیسې د افغانانو شمیر د ۲۰۲۰ کال په پرتله ۵۵ سلنه ډیره شوې.
د اروپايي کمیسیون د احصايي ادارې لخوا وړاندې شوې دغه شمیرې څومره دقیقې دي؟ کډوالو نیوز د دغو شمیر تر شا ځینو رازونو ته کتنه کړې.
د یوروستایت په راپور کې راغلي:« اروپايي ټولنې هیوادونو کې په ۲۰۲۱ کال کې د ناقانونه کډوالو شمیر ۲۲ سلنه چې ۶۸۱۲۰۰ تنه کیږي لوړ شوی.»
لومړی باید پوه شو چې په اروپا کې د ناقانونه کډوالو ۲۲ سلنه لوړیدل په دې معنی نه ده چې اروپا ته د کډوالو د راتګ شمیر ۲۲ سلنه پورته شوې. په حقیقت کې د یوروستایت په دغو شمیرو کې هغه بهرنیان شاملیږي چې په اروپايي هیوادونو د ناقانونه راتګ له امله نیول شوي وي، له اسنادو پرته اروپا کې له وړاندې میشت وي او هغه خلک چې د پناه اخیستلو غوښتنې يي په پوره ډول رد شوې وي. هغه ډله پناه غوښتونکي هم په دغو شمیرو کې شاملیږي چې د اخراج حکم پرې شوې وي.
د کډوالۍ د حقونو کارپوهان، اروپا ته د کډوالو د شمیرو ډیریدل نه مني او وايي چې په احصایو کې د همدغو ډلو د ښودلو له لارې کال په کال د خلکو شمیر ډیر ښودل کیږي چې له دغه کار څخه د یوې وسیلې په توګه کار اخیستل کیږي.
فرانسه کې د کډوالۍ د حقونو متخصص لوران دلبوس کډوال نیوز ته په دې اړه وايي:« د کرونا اوبا له امله په ۲۰۲۰ کال کې د نړۍ په کچه د کډوالو تګ را تګ محدود و نو له همدې امله اروپايي هیوادونو ته د ناقانونه کډوالو د ورتګ شمیر لږ و.»
د یوروستایت په راپور کې راغلي چې په اروپايي هیوادونو کې د ناقانونه کډوالو په ډله کې تر ټولو ډیر د سوریي،الجزایر او افغانستان پناه غوښتونکي شامل دي.
د افغانانو په شمیر کې ۵۵ سلنه ډیروالۍ
په افغانستان کې د سیاسي کړکیچ، تاوتریخوالو، بشري حقونو د سرغړونو او اقتصادي ستونزو سربیره بیا هم په اروپايي هیوادونو کې دوې ته د پناه ورکولو کوم تضمین نشته. یوروستایت په راپور کې لیکلي چې په ۲۰۲۱ کال کې د وړم کال په پرتله په اروپايي هیوادونو کې د ناقانونه افغان کډوالو شمیر ۵۵ سلنه ډیره شوې چې تر ډیره دلیل يي افغانستان کې د طالبانو راتګ ښودل شوی.

کارپوهان بیا د افغانانو د شمیرو د ډیرو په اړه وايي چې تیر اګست میاشت کې د کابل له سقوط وروسته سلګونه زره افغانان دوو ګاونډیو هیوادونو پاکستان او ایران ته کډوال شوي، د لوران دلبوس په وینا په اروپا کې د افغانانو د شمیر د ډیروالي دلیل له ۲۰۲۰ کال څخه پاتي هغه افغانان دي چې د پناه غوښتنه يي رد شوي دي.
فرانسه کې بیا د ۲۰۲۱ کال له اوړي راهیسې ۷۵ سلنه افغانانو ته پناه ورکړل شوې خو د ګڼو نورو افغانانو د پناه غوښتنه رد شوې چې برخلیک يي روښانه نه دی.
کارپوهان وايي،هغه افغانان چې د پناه غوښتنه يي رد شوې، کلونه تیریږي خو برخلیک يي معلوم نه دی او په فرانسه کې سرګردانه ګرځي. ډیرۍ يي د کډوالۍ په کمپونو کې له امکاناتو پرته ژوند سبا کوي او ځینې نور بیا د فرانسې په خیتځ کالې کمپونو کې په ناوړه شرایطو کې ژوند تیروي.