له ترکیې سره پر پوله د بلغاريي پولیس. ۲۰۲۱ کال نومبر . انځور: ګیتي امیج
له ترکیې سره پر پوله د بلغاريي پولیس. ۲۰۲۱ کال نومبر . انځور: ګیتي امیج

د بشري حقونو د څار ادرې په یوه تازه راپور کې ویلي چې له ترکیې سره پر پوله، د بلغاریا چارواکو یو شمیر افغان کډوال له وهلو ډبلو او شکنجې وروسته بیرته ترکیې ته استولي او د دوې د ځپلو لپاره يي له سپیو کار اخیستی. یادې ادارې له اروپايي ټولنې غوښتي چې دا ډول غیر انساني چلند مخه و نیسي.

د بشري حقونو د څار ادارې په راپور کې چې د پنجشنبې په ورځ د می به ۲۶ خپور شوی راغلي چې د بلغاریا پولیس یو شمیر افغان او نورو پناه غوښتونکي په بې رحمانه ډول له وهلو ډبلو وروسته ترکیې ته شړلي. یادې ادارې د ۲۰۲۱ کال د نومبر او ۲۰۲۲ کال د اپریل تر منځ له ۱۵ افغانانو سره په دې اړه خبري کړي.

له ۱۵ کسانو لس تنه يي ویلي چې د بلغاریي پولیسو لخوا زنداني شوي، شکنجه شوي او بیرته ترکیې ته شړل شوي. لسو نورو بیا ویلي چې پولیسو د دوې مالونه لوټ کړي، جامې يي ترې ایستلي او په ځینو حالاتو کې له بوټانو او کالیو پرته په سړه هوا کې پریښودل شوي او بیا په مسقیم ډول پولې ته وړل شوي.

یو افغان چې له ۲۵ نورو کډوالو سره یو ځای له پولې اوښتی و په دې ویلي:« یو سړی زمونږ په ډله کې و چې په بلغاریا کې يي څلور کاله تیر کړی و او په ژبه پوهیده. پولیسو ترې پوښتنې پیل کړې... وروسته سپۍ يي پرې خوشې کړ.هغه په بلغاریايي غوښتنه وکړه چې سپۍ و دروي. مونږ ټول و لیدل چې سپۍ يي چیچل او له لاسونو يي وینې روانې وې... پولیس له سپیو سره دغه کس ویراوه او د سپي پښه د ده په لاسونو کې وه.»

دولسو نورو کسانو ویلي چې پولیس دوې له توقیف وروسته مستقیما پولې ته بوتلل خو درې نور پناه غوښتونکي بیا وویل چې دوې يي پولې ته له وړولو مخکې دوه او درې ورځې په توقف کې ساتلي و او ورته يي د پناه غوښتنې اجازه هم نه وه ورکړل شوې.

له غزني ولایت څخه تللی یو ۲۱ کلن افغان چې له څلورو نورو کسانو سره یوځای له ترکیي څخه بلغاریا ته اوښتی و خو د پولیسو لخوا د هغه دواړه لاسونه مات او له سختو ټپي کیدو وروسته بیرته ترکیې ته و شړل شو.

نوموړی د بشري حقونو د څار ادارې سره په مرکه کې ویلي:« پولیس زمونږ بوټان وویسل او پولې خواته يي په زوره بوتلو. زما پر مخ يي دومره په سپیړو وواهه چې یوه سترګه مې د لنډ مهال لپاره کار پریښود. د موټر له ښکته کیدو وروسته مونږ ته يي وویل « نه بلغاریا» تکرار کړی او د کوتک پر زور يي پر مونږ دا خبره تکراروله.»

هغه ۲۱ کلن افغان کډوال چې له ترکیې څخه بلغاریا ته له اوښتو وروسته د پولیسو لخوا د ۲۰۲۱ کال نومبر میاشت کې سخت ټپي شوی. انځور: HRW
هغه ۲۱ کلن افغان کډوال چې له ترکیې څخه بلغاریا ته له اوښتو وروسته د پولیسو لخوا د ۲۰۲۱ کال نومبر میاشت کې سخت ټپي شوی. انځور: HRW

د بشري حقونو څار ادارې د اپریل په ۲۸ مه د دغو نا انساني کړنو په اړه د بلغاریا د کورنیو چارو وزارت ته یو لیک واستاوه او په دې اړه يي د وضاحت غوښتنه وکړه خو دغه غوښتنه بې ځوابه پاتې شوه.

د بشري حقونو د څار ادارې اندیښنه

د ترکیې او بلغاریا پر پوله له کډوالو سره د پولیسو تاوتریخوالی او په زوره ترکیې ته د دوې بیرته شړل نوې خبره نه ده بلکه له دې وړاندې هم ګڼې داسې پیښې رامنځ ته شوي چې د بشري حقونو ادارې يي په اړه تل اندیښنه څرګنده کړې.

 د ۲۰۲۱ کال په جولای میاشت کې، د اروپا د بشري حقونو محکمې پریکړه کړې وه چې د بلغاریا حکومت د بشري حقونو په اړه د اروپا کنوانیسیون له ۳ او ۱۳ مادې څخه سرغړونه کړې او له کډوالو سره يي ناوړه انساني چلند کړی.

اوس د څار ادارې په خپل نوي راپور کې وړاندیز کوي چې له کډوالو سره د بشري حقونو د سرغړونو په اړه اروپايي بنسټونه او غړي هیوادونه باید بلغاریا مسوله و ګني او د سرحدونو د څارنې یو خپلواک میکانیزم رامنځ ته کړي.

د یادې ادارې د کډوالۍ د حقونو مسولې میشل رنداوا په دې اړه ویلي: « اروپايي ټولنه باید دا ډاډه کړي چې بلغاریا سمدلاسه پر خپلو پولو کې ناقانونه اوغیرانساني فشارونه و دروي او پناه غوښتونکو ته د پناه غوښتنې عادلانه پروسیجرونو ته د لاسرسي لاره برابره کړي.»

د بلغاريي چارواکو تل هڅه کړې چې له ترکیې سره پر پوله د ورتلونکو کډوالو مخه ډبه کړي او بیرته يي ترکیي ته واستوي. د ۲۰۲۱ کال په پای کې د بلغاريي سرحدي ځواکونو د نږدې ۴۵ زره کسانو مخه نیولې او بیرته يي ګاونډ ترکیې ته ستانه کړي.

 

نورې ليکنې