د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت ویلي چې د کال په لومړیو دریو میاشتو کې د پناه غوښتنې شمیر ۵۵۱۴۶ ته لوړ شوی چې له دې سره په تیرو دوو لسیزو کې د پناه غوښتنې شمیر تر ټولو لوړې کچې ته رسیدلی. د بخښنې نړیوال سازمان حکومت په دې اړه په ناکامۍ تورنوي او وايي چې د پناه غوښتونکو دوسیو ته يي په وخت سره رسیدنه نه ده کړې. د یاد وزارت په راپور کې همدارنګه ویل شوي چې فرانسې څخه بریتانیا ته د کښتیو له لارې د رسیدلو کډوالو لویه برخه افغانان دي.
د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت په خپله درې میاشتنۍ راپور کې چې د پنجشنبې په ورځ د می په ۲۶ خپور شوی ویلي چې د هغو خلکو شمیر مخ په ډیریدو دی چې په د پناه غوښتنې د دوسیو لپاره انتظار باسي. راپور کې راغلي چې د روان کال د مارچ تر پایه له ۱۰۰ زرو څخه ډیر خلک د پناه غوښتې دوسیو د ځواب په تمه وو چې دا د تیر کال په پرتله ۶۶ سلنه ډیروالۍ ښيي.
د دغو شمیرو د ډیریدو له امله د بخښنې نړیوال سازمان په دې اړه د بریتانیا د کورنیو چارو وزیره پریتي پټیل ګرمه بللې او هغه يي په ناکارۍ او «بې کفایته رهبرۍ» تورنه کړې. یاد سازمان ویلي چې دغه ستونزه د نوموړې د ماموریت پر مهال د کورنیو چارو په وزارت کې رامنځ ته شوې.
د بخښنې نړیوال سازمان په اعلامیه کې راغلي: :« د بریتانیا د پناه غوښتنې شمیر د کورنیو چارو د وزیرې په مشرۍ د ۲۰۱۹ د جولای راهیسې درې برابره ډیره شوې، ۷۳۲۰۷ خلک لاهم د پناه غوښتنۍ له سپارلو شپږ میاشتۍ وروسته د پریکړې انتظار باسي.»
د کورنیو چارو وزارت په راپور کې راغلي چې ټولټال ۱۰۹۷۳۵ پناه غوښتونکي د خپلو دوسیو د ابتدايي ځواب لپاره انتظار باسي.
د بخښنې نړیوال سازمان د کډوالۍ د حقونو برخې مشر سټیو والدیز سایمونډز د پناه غوښتنې په دوسیو کې ځنډ د پریټي پټیل ناکامه پالیسي بولي او وايي:« د کورنیو چار وزارت فاجعه باره رهبري، د پناه غوښتنې سیستم په ځمکه وهلې او د کورنیو چارو وزارت په وروسته پاتې او ناکاره کلمه بدله شوې.»
فرانسې څخه بریتانیا ته د تلونکو کډوالو ډیره برخه افغانان دي
د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت په راپور کې راغلي چې د روان کال په لومړیو دریو میاشتو کې له فرانسې څخه بریتانیا ته د سمندر له لارې د رسیدلو پناه غوښتونکو له هرو څلورو تنو یو يي افغان دی. په راپور کې راغلي چې په دغه موده کې ۱۰۹۴ افغانان د انګلیس چینل د اوبو له لارې د فرانسې له ختیځ څخه يي ځانونه بریتانیا ته رسولي. تیر کال په ټوله موده کې بیا یوازې ۱۳۲۳ افغانان له دغې سمندري لارې بریتانیا ته اوښتي و.
له افغانانو وروسته بیا په وړو کښتیو کې د تلونکو خلکو په ډله کې ایرانیان تر ټولو ډیر ښودل شوی چې ټولټال ۱۶ سلنه جوړوي. له ایرانیانو وروسته په دریمه درجه کې بیا د عراق کډوال شامل دي.
نور ولولئ:بریتانیا کې هغه پناه غوښتونکي نیول شوي چې رونډا ته يي د استولو پریکړه شوې
د کډوالۍ ملاتړ ادارې باور لري چې له افغانستان څخه د بریتانیا د تخليي په پروسه کې د محدودیت له امله خلک هڅه کوي چې د سمندر له لارې ځانونه بریتانه ته ورسوي. دوې له حکومت څخه غواړي چې افغانانو ته د خوندي سفرونو لارې چارې برابرې کړي.
په بریتانیا کې د کډوالو د شورا اجرایوي مشر، انور سلیمان په دې اړه وویل:« حکومت باید هغه ژمنې چې د افغانستان له خلکو سره يي کړې ژر تر ژره عملي کړي تر څو د دغه هیواد زیان منونکي خلک وشي کولای چې خوندي لارو ته لاسرسۍ و مومې او دوې اړ نه شي چې په دغو خطرناکو سفرونو کې خپل ژوند په خطر کې واچوي.»
بل پلو بیا د کورنیو چارو وزارت یوه ویاند ویلي چې بریتانیا د نورو هیوادونو په پرتله د افغان کډوالو ملاتړ لپاره خپلې ژمنې عملي کړي او تر ۲۰ زرو پورې به افغان میرمنې، ماشومان او نور هغو خلکو ته چې ژوند يي په خطر کې وي د پناه زمینه برابره کړي. دغه ویاند ویلي، هغه خلک چې په قاچاقي لارو دغه هیواد ته راځي په اړه به يي خپلې مبارزې ته دوام ورکړي.