د فرانسې د بولونی سور مېر څارنوالي وایي پرون یکشنبه سهار د مې میاشتې ۲۹مه یې کالې کې د یو مهاجر مړی موندلی دی چې تر اورګاډي لاندې شوی دی. داسې ګومان کېږي چې نوموړی د افریقایي هیوادونو څخه دی.
لږ مخکې د پا دو کالې روغتیایي ژغورونکو ویلي وو چې د سهار په ۶ بجو ورته د یو داسې نارینه کډوال د مړي په هکله اطلاع ورکړل شوې وه چې عمر یې نامعلوم دی او د کاستر د رېل ګاډي پر پټلۍ یې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د بولونی سور مېر د څارنوالۍ مرستیال پاتریک لولو د فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې داسې معلومېږي چې دغه کس «بالغ او د افریقایي هیوادونو تبعه» دی. په وینا یې لومړني معلومات ښيي چې نوموړي د اوګارډي پر پټلۍ خوب کړی و.
په وینا یې دا هم ممکنه ده چې هغه په وروستیو شېبو کې له خوبه راپاڅېدلی وي، خو د اورګاډي چلوونکي ته د پېښې د مخنیوي لپاره لاره نه وه پاتې.
ښاغلي لوبو زیاته کړې ده چې د کاستر د رېل پټلۍ د خوب او د خیمې د تړلو لپاره مناسب ځای نه بلل کېږي، نو «داسې ګومان کېږي چې نوموړي ښایي ځانوژنه کړې وي او یا یې هم شراب څکلی وي». د کالې قومنداني په پام کې لري چې د یاد کډوال د هویت د معلومولو لپاره له مهاجر پلوه سازمانونو سره مرسته وغواړي.
د فرانسې په شمالي برخه کې سلګونه کډوال چې ډېری یې عراقیان، ایرانیان، سوډانیان او ارېتریایان دي برېتانیا ته د ورتګ لپاره په ناقانونه کمپونو کې ژوند تېروي.
د یادولو ده چې د تېر مارچ پر لومړۍ نېته یو سوډانی کډوال کالې ته نږدې مارک سیمه کې تر اورګاډي لاندې شوی و. همدارنګه تېر نومبر د کالې او دنکرک ترمنځ د اورګاډي یوه پېښه کې یوه کډوال مړ شوی او درې تنه نور ټپیان شوي وو.
دغه راز د جنورۍ پر ۱۵مه یو ۱۸ کلن سوډانی مهاجر مارک سیمه کې له لارۍ څخه تر غورځېدو وروسته خپل ژوند له لاسه ورکړی و. یوه میاشت مخکې یو ۱۶ کلن سوډانی ترانسمارک پارکېنګ کې په ورته پېښه کې وژل شوی و.
بلو پلو د مارچ میاشتې په لومړیو ورځو کې فرانسوي چارواکو د دغه هیواد د پا دو کالې د مارک سیمې په یو پارکېنګ کې د یو کډوال مړی په ځړول شوي حالت کې موندلی و. یاد مهاجر د یوې لارۍ په ټرېلر باندې ځړوند و.
د مانش او شمالي سمندر قومندانۍ د شمېرو له مخې په ۲۰۲۱ کې د انګلیس کانال له لارې برېتانیا ته د اوښتو هڅو په ترڅ کې ۳۱ کډوالو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۴ تنه نور لادرکه دي. په ۲۰۲۲ کې بیا یو تن خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.