اوروس سمندر چې د ترکیې او یونان سرحد دی. انځور: مهدي شبیل
اوروس سمندر چې د ترکیې او یونان سرحد دی. انځور: مهدي شبیل

د روان میلادي کال له پیل راهیسې یوناني چارواکو د اوروس پر پوله له ترکیې څخه یونان ته د شاوخوا ۴۰۰۰۰ کډوالو د ورتګ مخه نیولې ده. یونان چې پر خپلو پولو امنیتي تدابیر سخت کړي دي ترکیه په دې تورنوي چې اروپایي ټولنې ته د مهاجرو د راتګ زمینه برابروي.

یونان تېره شنبه وویل چې سږ کال یې د اوروس پر پوله له ترکیې څخه خپلې خاورې ته د شاوخوا ۴۰ زره کډوالو د داخلېدو مخه نیولې ده. 

د یونان مدني ساتنې وزیر تاکیس تیودوریکاکوس سکای ټلویزیون سره خبرو کې ویلي دي: «د ۲۰۲۲ په لومړیو میاشتو کې نږدې ۴۰۰۰۰ کډوالو هڅه درلوده چې په ناقانونه توګه یونان ته واوړي. خو سرحدي پولیسو یې مخه ونیوله.»

په ورته مهال د کډوالۍ نړیوال سازمان وایي چې د روان کال له پیل راهیسې یوازې ۹۶۰ تن کډوال توانېدلی چې له یادې لارې یونان ته ځان ورسوي.

له پولې څخه د تېرېدونکو کډوالو د شمېر د زیاتوالي دلیل دا ویل کېږي چې نن سبا اوروس سمندر کې د اوبو کچه ټیټه شوې ده. د تاکیس تیودوریکاکوس په حواله ترکیه «اجازه نه لري چې بې وزله خلک قاچاق کړي» او یا ورسره یونان ته د اوښتو لپاره «مرسته» وکړي.

یونان د می میاشتې په پیل کې ویلي وو چې اوروس سیمې ته به ۲۵۰ نور پوله ساتونکي لېږدوي. نن سبا دغه سمندر په اوږدو کې (۵۰۰ کیلومتره) نږدې ۱۰۰۰ یوناني سرتېري ګزمه کوي.

له تېرو څو کلونو راهیسې کډوال هڅه کوي چې د اوروس له لارې ځانونه یونان ته ورسوي. د ۲۰۲۰ د مارچ په میاشت کې د ترکیې د اروپایي پولو تر پرانیستو وروسته لسګونو زرو کډوالو هڅه وکړه چې د کاستانیس کلي له لارې یونان ته واوړي. خو یونان بیا اوروس سیمه کې امنیتي تدابیر زیات کړل او داسې یو دېوال یې جوړ کړ چې ۴۰ کیلومتره اوږدوالی لري.

په ورته مهال د یونان د کډوالۍ وزیر نوتیس میتاراکیس تېره یکشنبه اسکای ټلویزیون ته وویل چې دوی په پام کې لري چې له ترکیې سره پر پوله ۸۰ کیلومتره نور هم دېوال جوړ کړي.

د مدني ساتنې وزیر د می میاشتې په پیل کې ویلي وو چې «هغه پېښه چې په ۲۰۲۰ کې رامنځ ته شوه اوس یې ټول په اړه پوهېږي.» د نوموړي په حواله یاد کال کې ترکي چارواکو په قصدي ډول ناقانونه مهاجرو ته اجازه ورکړه چې د یونان له سرحدونه څخه تېر شي.

د یوناني رسنیو په حواله د ۲۰۲۱ د اپریل تر نومبر میاشتې پورې یونان ته د ۱۴۳ زره ۴۷۲ تنه کسانو د داخلېدو مخه نیول شوې ده، خو په ۲۰۲۰ کې بیا یونان ته د ۹۸ زره ۷۹۸ کسانو د ننوتلو مخنیوی شوی وی.

په ورته مهال یوناني سازمانونه د یونان پر دغو اقداماتو نیوکه کوي او وایي چې هېڅوک دغو سیمو ته لاسرسی نه لري ترڅو له مهاجرو سره مرسته وکړي.

دا یادولو ده چې یاد سمندر کې ډېری کډوال د خپل سفر پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکوي. د طبي عدلي ډاکټر پاولوس پاولیدیس په ۲۰۲۱ کې کډوال نیوز ته ویلي وو چې دوی «سمدلاسه مړه شوي کډوال» نه شي موندلي. په وینا یې «ځینې وختونه د کډوالو د هویت تثبیتول ناممکن دي ځکه یې اوبه څېره خرابوي.»

بله خبره دا چې له تېرو څو میاشتو راهیسې اوروس کې د کډوالو ډلې پر کوچنیو ټاپوګانو کې ایسارې پاتې کېږي. خو نه یونان او نه ترکیه ورسره مرسته نه کوي. دغه مهاجر اړ دي چې په سختو شرایطو یادو ټاپوګانو کې شپې سبا وکړي.

 

نورې ليکنې