افغان کډوال د ایران او نیمرو پر پوله. ۲۰۲۱ اکټوبر. انځور: رویټرز
افغان کډوال د ایران او نیمرو پر پوله. ۲۰۲۱ اکټوبر. انځور: رویټرز

د طالبانو د کډوالو او را ستنېدونکو چارو وزارت وایي چې په تېرو ۹ میاشتو کې شاوخوا ۷۰۰ زره افغان کډوال له ایرانه بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي. زیاته شوې ده چې ډېری دغه کسان په زوره له ایرانه شړل شوي دي.

د طالبانو د کډوالو او را ستنېدونکو چارو وزارت پرون دوشنبه وویل چې یوازې د تېرې شنبې په ورځ د نیمروز له لارې ۸۵۴ کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي. ډېری دغه کسان ایراني چارواکو په زوره له خپل هیواد څخه شړلي دي.

د یاد وزارت مرستیال محمد ارسلا خروټي هرات کې یوې غونډې ته ویلي دي چې د پخواني نظام تر ړنګېدو وروسته «۶۰۰ تر ۷۰۰ زره افغانان له ایرانه شړل شوي چې په ډله کې ناقانونه مهاجر هم دي.»

نوموړي زیاته کړې ده چې دوی له ایران څخه غوښتي دي چې افغانان دې په ناقانونه توګه له خپلې خاورې څخه و نه شړي. په وینا یې له ایرانه شړل شوي کډوالو ته د مرستې بستې ورکول کېږي.

بل پلو ایراني چارواکو ویلي چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته ایران ته د افغان کډوالو په شمېر کې زیاتوالی راغلی دی. ایران چې لږ مخکې یې د افغانانو سرشمېرنه پیل کړې وایي چې کابو پنځه میلیونه افغانان په دغه هیواد کې ژوند کوي.

بیا ولولئ: د افغانستان او ایران کړکېچ: د افغان کډوالو د ایستلو پروسه ۶۰ سلنه ډېره شوې

له کډوالو سره تاوتریخجن چلند

په ورته مهال ځینې هغه افغانان چې له ایرانه شړل شوي دي رسنیو سره خبرو کې ویلي چې ایراني ځواکونو ورسره تاوتریخجن چلند کړی او ډبولي یې دي هم.

د کډوال نیوز همکاره رسنۍ دویچه وېله د جلال په نامه د یو افغان کډوال چې تازه د اسلام قلعې له لارې افغانستان ته شړل شوی وایي: «ایرانیان له افغان کډوالو سره ډېر بد چلند کوي. ځوروي یې، که پیسې یې واخلي بیا به یې نه ورکوي. څه ووایم... دوی افغانان اصلا د انسانانو په توګه نه پېژني...»

نوموړي زیاته کړې ده چې د شړل کېدو په ورځ کې یې له افغان کډوالو ډک ۳۰ سرویسونه افغانستان ته داخل شول. په وینا یې ایراني چارواکو له هر یو مهاجر څخه د «شاروالۍ حقیه» په نامه ۱۰۰ زره تومان اخلي.

تر دې دمخه ایران کې له افغان کډوالو سره د ناوړه او تاوتریخجن چلند په اړه زیات شمېر راپورونه خپاره شوي وو. خو ایراني چارواکو بیا دغه خبرونه رد کړي او «توطیه» یې بللې وه. 

 

نورې ليکنې