دغه خبریالان وایي چې برېتانیا خپلې ژمنې نه دي عملي کړې. انځور: پېکچر الاینز، له ارشیف څخه.
دغه خبریالان وایي چې برېتانیا خپلې ژمنې نه دي عملي کړې. انځور: پېکچر الاینز، له ارشیف څخه.

د افغان خبریالانو یوې اته کسیزې ډلې د برېتانیا حکومت پر وړاندې حقوقي دعوی کړې ده. دوی چې افغانستان کې د طالبانو تر واکمنېدو مخکې یې له برتانوۍ رسنیو سره دندې ترسره کړې وایي چې له ګواښونو سربېره لا هم په افغانستان کې بند پاتې دي.

دغه ډله چې له میاشتو راهیسې د برېتانیا له خوا له افغانستان څخه د ایستل کېدو انتظار باسي وایي، چې د برېتانیا حکومت یې د غوښتنو په ځواب کې یوازې اتوماتیک امیلونه ور استولي دي.

په روانه اوونۍ کې د برېتانیا د بهرنیو چارو کمیټې له افغانستان څخه د برېتانیا د وتلو په اړه د یو راپور په خپرولو سره وویل، چې د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزارت د هغو افغانانو د ملاتړ لپاره کافي اقدامات نه دي کړي چې د مدني فعالانو په توګه یې د برېتانیا د اهدافو د پر مخ وړلو لپاره هڅې کړې وې.

دغې ډلې د ګارډین ورځپاڼې ابزور څانګې ته ویلي چې دوی د طالبانو پر خلاف او د افغانستان د بیا رغونې په موخه د برتانوي رسنیو لپاره راپورونه چمتو کړي دي. دوی دغه راز د ښځو د حقونو په برخه کې او د مخدره توکو پر ضد مبارزه کړې ده.

دوی زیاته کړې چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته د خپلو پخوانیو فعالیتونو له امله له ګواښ سره مخ دي.

بیا ولولئ: هغه افغاني الاصله برتانوی چې افغانستان کې بند پاتې دی: «برخلیک مو نامعلوم دی»

واک ته د طالبانو له رسېدو سره سم د برېتانیا حکومت هغو کسانو ته د ځانګړې ویزې د ورکولو خبر وکړ چې له برېتانوي رسنیو سره یې دندې ترسره کړې وې. هغه مهال د برېتانیا د بهرنیو چارو پخواني وزیر دومینیک راب ویلي وو چې هیواد یې باید د «هغو زړورو افغان خبریالانو سره مرسته وکړي» چې افغانستان کې د روانو حالاتو په هکله راپورونه چمتو کړي دي. 

خو د طالبانو له راتګ ۹ میاشتې وروسته د یادو خبریالانو یوه برخه لا هم افغانستان کې ایساره پاتې ده.

د یادې ډلې یوه غړي د خپل نوم د نه ښودلو په شرط ګارډین ته د مدني فعالانو د تښتولو پېښو او د مرګ د ګواښونو په هکله خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې دمګړۍ په یو ځای کې نه شي اوسېدلی او هڅه کوي چې له خپلې کورنۍ سره لرې واوسي.

یو بل خبریال ګارډین ته ویلي چې د طالبانو په تور لېست کې دی او داسې ګومان کوي چې په خپل هېواد کې کډوال شوی دی.

بیا ولولئ: افغان خبریال: «که افغانستان کې پاتې شم، د طالبانو له خوا وژل کېږم»

بل پلو د یادې ډلې مدافع وکیل ارین الکاک ویلي: «په اګست میاشت کې ژمنه وشوه چې هغه افغان خبریالان چې له برتانوي رسنیو سره یې کار کړی او له ګواښ سره مخ دي، دوی به برېتانیا ته انتقالېږي. خو نه یوازې دغه ژمنه عملي شوې نه ده، بلکې [تر دغې ژمنې] نهه میاشتې وروسته لا هم دغه خبریالان نه پوهېږي چې دوی به کله ځواب ترلاسه کړي.»

د برېتانیا حکومت یو ویاند بیا ویلي چې دوی د «منفردو قضیو» اړه څه نه شي ویلي، خو په خبره یې: «د [بیا مېشتونې] پروګرام له پیل راهیسې مو ۹۲۰۰ کسان او کورنۍ یې برېتانیا ته انتقال کړي. پروګرام به ادامه ولري او... موږ به څومره ژر چې ممکن وي غوښتنلیکونه ارزوو.» 

 

نورې ليکنې