د بريتانيې دېنور ته رسېدلي د کښتۍ مهاجر. انځور: ګارېت فولر، پي اې وایر
د بريتانيې دېنور ته رسېدلي د کښتۍ مهاجر. انځور: ګارېت فولر، پي اې وایر

د بريتانيې هيواد غواړي چي په دوو اونيو کي و افريقايي هيواد روانډا ته د هغو مهاجرو اخراج پېل کړي، چي د مانش کانال له لاري ورته رسېدلي وي.

بريتانوی حکومت غواړي چي بالاخره و افريقا ته د مهاجرو د لېږد خپل پلان ته عملي جامه واغوندي. د بريتانيې د کورنيو چارو وزيري بريتي پټېل د سه شنبې په ورځ (د ۲۰۲۲ کال د می ۳۱مه نېټه) په لندن کي وويل چي د جون مياشتي له ۱۴ نېټي څخه به و روانډا هيواد ته د مهاجرو اخراج پېل کړي.

د بوريس جانسن حکومت غواړي چي و روانډا ته د پناه غوښتونکو په اخراج سره د مانش کانال له لاري بريتانيې ته رسېدونکو مهاجرو لپاره د مانش کانال لاره غير دلچسپه کړي. بريتانيې ته تېر ميلادي کال د دغې لاري ۲۸۰۰۰ مهاجر رسېدلي ول. له دوی څخه زياتره په کوچنيو کښتيو بريتانيې ته ورغلي. دا په داسي حال کي چي له اروپايي اتحاديې څخه د بريتانيې د وتلو يا بريکزيټ يوه له تر ټولو مهمو او مرکزي موضوعاتو څخه د مهاجرت موضوع وه.

جانسن شپږ اونۍ تر مخه و افريقا ته د مهاجرو د اخراج په هکله د خپل حکومت د پلان تشريحات ورکړي ول. د دغه پلان له مخي به و روانډا هيواد ته د همکارۍ لپاره تقريبا ۱۴۴ مليون يورو ورکول سي. زياته سوې چي زيات تمرکز به د هغوی مهاجرو پر اخراج وي چي ځوان نارينه وي، او په زياته هغه کسان چي ورته د اقتصادي مهاجرو په سترګه کتل کيږي. يعني چي د خپل اقتصادي وضعيت د بهتره کولو په هيله او مقصد بريتانيې ته راغلي وي. دا ډول مهاجر به له بريتانیې څخه روانډا ته انتقاليږي او هلته به مېشت کول کيږي.

آ./ا.ا.

 

نورې ليکنې