لندن کې د کډوالو لیک. انځور: اې پي آ
لندن کې د کډوالو لیک. انځور: اې پي آ

د برېتانیا د کورنیو چارو وزارت نوې شمېرې ښيي چې دغه هیواد کې د پناه غوښتنلیکونو د ارزولو موده نوره اوږده شوې ده. د برېتانیا د بخښنې نړیوال ادارې څانګې بیا د دغه هیواد پر مهاجرتي سیاست نیوکه کړې او د کورنیو چارو وزیرې پریتي پاتل پالیسي یې «ناوریني» بللې ده. په ورته مهال یادې شمېرې ښيي چې دغه هیواد کې د پناه غوښتونکو د منلو په شمېر کې زیاتوالی راغلی دی.

د برېتانیا د کورنیو چارو وزارت د رسمي شمېرو له مخې چې د می میاشتې پر ۲۶مه خپرې شوې دي، دمګړۍ ۷۳۲۰۰ کډوال د خپلو دوسیو ارزول کېدو ته انتظار باسي. دوی هغه کسان دي چې ۶ میاشتې مخکې یې خپل پناه غوښتونلیکونه چارواکو ته وړاندې کړي دي.

دغه شمېرې ښيي چې برېتانیا کې د پناه غوښتونلیکونو د ارزولو موده د ۲۰۱۹ په پرتله څلور چنده اوږده شوې ده. یاد کال کې ۱۸۷۳۴ کسانو د خپلو دوسیو د وړاندې کولو ۶ میاشتې وروسته د چارواکو پرېکړو ته انتظار کاوه. د برېتانیا د بخښنې نړیوالې ادارې څانګې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې له هغه وخت راهیسې چې پریتي پاتل د برېتانیا د کورنیو چارو وزیر په توګه کار کوي، هر کال د پناه غوښتنلیکونو د ارزول کېدو موده اوږدېږي.

د ۲۰۲۱ د مارچ د ۲۰۲۲ تر مارچ میاشتې پورې برېتانیا کې د بې سرپرسته ماشومانو پرته تر ۵۵ زره ډېر پناه غوښتنلیکونه ثبت شوي دي. دا په داسې حال کې چې دغه هیواد کې د ۲۰۲۱ تر مارچ میاشتې پورې ۳۳ زره خو د ۲۰۲۰ تر مارچ میاشتې پورې ۴۰ زره پناه غوښتنلیکونه ثبت شوي وو.

د اکسفورد پوهنتون د کډوالۍ څار څانګه وایي چې د پناه غوښتونلیکونو د ارزول کېدو د مودې د اوږدېدو دلیل دا دی چې په ۲۰۲۰ او ۲۰۲۱ کې د پرېکړو په شمېر کې کموالی راغلی، خو د ۲۰۲۱ له دوبي راهیسې او په ځانګړې توګه د افغانستان د کړکېچن حالت له امله د غوښتنلیکونو شمېر کې زیاتوالی رامنځ ته شوی دی.

سازمانونه بیا د دولت پر مهاجرتي پالیسیو نیوکه کوي. د برېتانیا د بخښنې نړیوال ادارې څانګې د کډوالو د حقونو مشر ستیو والدز سایموندز وایي چې د پریتي پاتل د پناه غوښتنې سیاست د پناه غوښتنلیکونو د ارزول کېدو مودې د اوږدېدو لامل شوی دی او زرګونه کسان یې له بې برخلیکۍ سره مخ کړي دي.

په وینا یې دا یوه «قصدي ناکامي» ده چې د مالي او انساني زیانونو لامل شوې ده. 

د ساتنې کچه ۷۵ سلنې ته رسېدلې ده

په ورته مهال برېتانیا کې د پناه غوښتونلیکونو په هکله پرېکړې معمولا مثبتې دي. د کورنیو چارو وزارت د شمېرو له مخې د ۲۰۲۱ د مارچ د ۲۰۲۲ تر مارچ میاشتې پورې د وړاندې شویو پناه غوښتنلیکونو د منلو کچه ۷۵ سلنې ته رسېدلې ده.

دا له ۱۹۹۰ راهیسې برېتانیا کې بهرنیانو ته د ساتنې حق د ورکولو تر ټولو لوړه کچه ده.

د بي بي سي خبریال سیمون جونز وایي یاده سلنه د کورنیو چارو وزارت هغه خبره ردوي چې وایي ډېری هغه کډوال چې د انګلیس کانال له لارې برېتانیا ته ځان رسوي‌ اقتصادي مهاجر دي.

اوسني محدودیتونه او ناوړې اغېزې یې

تېر کال ډېری هغه کسان چې برېتانیا کې یې د پناه غوښتنه کړې وه د افغانستان، ایران او البانیا اتباع وو. د شمېرو له مخې په ۲۰۲۱ کې د افغانانو د ساتنې کچه ۹۱ سلنې او د ایرانیانو د ساتنې که بیا ۸۸ سلنې ته رسېدلې ده.

د اکسفورد پوهنتون د کډوالۍ څار ادارې څېړونکی پیتر ویلیام والش دا یو «مهم بدلون» بولي. د نوموړي په حواله: «څو کاله مخکې ډېری پناه غوښتنلیکونه د اروزنې په لومړي پړاو کې رد کېدل، خو د استیناف په جریان کې بیا د رد شویو کسانو ډېری برخه منل کېدله. نن سبا پرېکړې معمولا مثبتې دي.»

هغه په دې آند دی چې د چارواکو اوسنۍ پالیسي چې غواړي د پناه غوښتنې حق محدود کړي پر هغو کسانو به ناوړه اغېز ولري چې که چېرې د هغوی پناه غوښتنلیکونه په سمه توګه وارزول شي، دوی به قبولي ترلاسه کړي.

یادې شمېرې په داسې حال کې خپرېږي چې برېتانیا غواړي خپل مهاجرتي سیاست نور هم سخت کړي. د کډوالو په تړاو له رونډا سره تړون یو له دغو اقداماتو دی.

 

نورې ليکنې