بریتانیا ته د کښتیو له لارې رسیدلي ناقانونه کډوال. ۲۰۲۲ کال می میاشت. انځور: رویټرز
بریتانیا ته د کښتیو له لارې رسیدلي ناقانونه کډوال. ۲۰۲۲ کال می میاشت. انځور: رویټرز

له هغه وروسته چې لندن له رونډا سره هوکړه وکړه چې د انګلیس کانال له لارې به برېتانیا ته رسېدلي کډوال دغه افریقایي هیواد ته ستنوي، مهاجر پلوه سازمانونه وایي چې ځینې هغه کسان چې د رونډا ته د استولو خبرداری یې ترلاسه کړی د ځانوژنې هڅه یې کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې لږ مخکې د برېتانیا د کورنیو چارو وزیرې پریتي پاتل اعلان وکړ چې د کډوالو لومړۍ ډله به د جون پر ۱۴مه رونډا ته ستنول کېږي.

څو ورځې مخکې اندېپندنت ورځپاڼې د یو افغان کډوال په هکله خبر ورکړی و چې رونډا ته د ستنولو له ګواښ سره مخ دی. نوموړي د ځانوژنې هڅه کړې وه.

د ګارډین په حواله دغه راز یوې ایرانۍ پناه غوښتونکې هڅه کړې چې خپل ځان ووژني. نوموړې سازمانونو ته ویلي چې فکر یې کاوه چې رونډا ته ستنول کېږي. هغه تر ژغورل کېدو وروسته روغتون ته یووړل شوه.

همدارنګه یو ۴۰ کلن یمني پناه غوښتونکي په یوه ویډیو کې د برېتانیا لومړي وزیر بوریس جانسون او د کورنیو چارو وزیرې پریتي پاتل ته ویلي چې کله چې نوموړی د اپریل پر ۱۳مه برېتانیا ته ورسېد او د رونډا تړون په هکله یې اطلاع ترلاسه کړه، د ځانوژنې پرته کومه لاره نه ده ور پاتې.

د می میاشتې پر یوه لسمه کالې کې یو ځوان سوډاني پناه غوښتونکي خپل ژوند له لاسه ورکړ چې د مرګ د دلایلو په اړه یې پلټنې روانې دي. خو ملګړو یې بیا سازمانونو ته ویلي چې هغه د رونډا خبر تر اورېدو وروسته وویل چې نور نه غواړي چې ژوندی پاتې شي.

ګارډین ورځپاڼې داسې معلوماتو ته لاسرسی موندلی چې د کورنیو چارو وزارت د اروزنو پر بنسټ د پناه غوښتونکو د زیان منۍ لوړه کچه ښيي.

تېر کال برېتانیا کې ۱۷۴۴۰ پناه غوښتونکي د زیانمنونکو کسانو په توګه پېژندل شوي وو چې «خوندي ځایونو» ته واستول شول. د کورنیو چارو وزارت د ګارډین په ځواب کې لیکي چې د ځانوژنې، شکنجې، قاچاق او روغتیایي ستونزو په ګډون د زیان منۍ ۲۶ ډول نښې یې تشخیص کړې دي.

«له کډوالو سره ظلم»

په ورته مهال د کېر ۴ کالې سامزان مشرې کلېر موزلي وایي چې د رونډا تړون موخه برېتانیا ته د کډوالو د راتګ مخنیوی دی. په وینا یې: «له کډوالو سره ډېر ظلم شوی. خو موږ غواړو چې د راتلو مخه یې ونیسو او دې کار لپاره له نور ظلم څخه کار اخلو. دا د یو مدني او انساني ملت کار نه دی.»

بیا ولولئ: رونډا ته د استولو له خبرداری سربېره، ۵۰۰ نور پناه غوښتونکي بریتانیا ته رسېدلي

د یادولو ده چې د برېتانیا د کورنیو چارو وزارت د کارکوونکو اتحادیې یا پي سي اس او ځینو نورو سازمانونو د رونډا تړون پر خلاف حقوقي دعوی کړې ده. 

د برېتانیا د کورنیو چارو وزارت یو ویاند بیا ویلي چې دوی ټول هڅې کوي چې د ځانوژنې او ځان ځورنې مخه ونیسي، د همدې کبله کډوال رونډا ته له رسېدو سره سم روغتیایی او ټولنیزو خدماتو ته لاسرس لري او په هره مرکز کې یوه داسې ډله شته چې زیانمنونکي کډوال تشخیصوي او مرسته ورسره کوي.

په وینا یې: «هغه کسان چې رونډا ته استول کېږي د هغوی دوسیې یوه په یوه ارزول کېږي، او هغه کسان چې زیان منونکي بلل کېږي دوی به رونډا ته نه لېږدول کېږي.»

 

نورې ليکنې