آرشيف انځور ـ د ۲۰۲۱ کال په اګست مياشت کي يو شمير افغانان له کابل څخه تخليه سول | انځور: پېکچر الاینز
آرشيف انځور ـ د ۲۰۲۱ کال په اګست مياشت کي يو شمير افغانان له کابل څخه تخليه سول | انځور: پېکچر الاینز

په افغانستان کي د امريکا له خوا له کابل څخه انسانانو د تخليې پر وخت تقريبا ۲۴۰۰ افغانان البانيا ته انتقال کړل. په البانيا کي ورڅخه پاته ۹۰۰ افغانان وايي برخليک دي يې معلوم سي.

په البانيا کي يو شمير افغانانو د چهارشنبې په ورځ (د ۲۰۲۲ کال د جون لومړۍ نېټه) کي احتجال وکړ. دا هغه افغانان ول چي د امريکايي چارواکو له خوا له کابل څخه تخليه سوي او البانيا ته انتقال کړل سوي ول. په اعتراض کوونکو کي مېرمني او ماشومان هم شامل ول. هغوی پر خپلو احتجاجي بنرونو د «موږ هير سوي يو» شعارونه ليکلي ول.

د افغانانو له خوا احتجاج د شينګجين په ښار ګوټي کي تر سره سو چي د البانيا د پلازميني تيرانا په شمال لوېدیځ کي په ۷۰ کلومترۍ کي واقع دی. د اسوشيېټډ پريس خبري آژانس د خبر له مخي يادو افغانانو په خپل احتجاج کي د امريکا پر متحده ايالاتو ږغ وکړ چي د دوی د انتقال يا بيا مېشتېدنې پروسه دي چټکه کړي.

کله چي د تير کال په اګست مياشت کي په کابل کي واک د طالبانو لاس ته ولوېد، نو د امريکا متحده ايالاتو له افغانستان څخه د انسانانو په تخيله پېل وکړ. په دې ترڅ کي د ۲۴۰۰ په شاوخوا کي افغانان د البانيا هيواد ته هم انتقال کړل سول. دغه افغانان د شينګجين او په نورو سيمو کي په کمپونو او مؤقتي د اوسېدني په ځايونو کي ژوند کوي چي د اسېدنې او نور مصارف يې د امريکا د متحده ايالاتو او مرستندويه غير دولتي سازمانونو له خوا کيږي.

د البانيا د بانديو چارو د وزارت په وينا له افغانستان څخه و دغه هيواد ته د تخليه سوو افغانانو څخه ۹۰۰ يې لا تر اوسه هم په البانيا کي دي. په وينا يې نور افغانان د امريکا متحده ايالاتو او کاناډا ته انتقال کړل سوي دي. 

د البانيا حکومت ويلي ول چي مخکي له دې چي دغه افغانان د امريکا متحده ايالاتو ته انتقال کړل سي، هغوی ته به د يو کال لپاره ځای ورکړی. حکومت وروسته زياته کړه چي که و امریکا ته د دغو افغانانو په انتقال کي ځنډ رامنځته سي، نو به دغه افغانان تر يو کال څخه زيات وخت هم په البانيا کي د پاته کېدلو اجازه ولري او هغوی به وساتل سي.

په شينګجين کي د هغه کمپ مشر بليدر شيما چي پکښي ۳۵۰ افغانان ساتل کيږي ويلي دي چي له شپږ مياشتو راهيسي د دغه کمپ کرايه نه ده ادا کړل سوې. نوموړي په يوه خصوصي تلويزيون کي د څرګندونو پر وخت له حکومت څخه غوښتنه وکړه چي پر دغه موضوع دي زياته توجه وکړي.

اسوشيېټد پريس د دغې موضوع په هکله د امريکا د متحده ايالاتو د چارواکو نظر نه دی را اخيستي.

په ابوظبی کي هم له کابل څخه د امريکا په نيت تخليه سوو افغانانو ورته احتجاجونه کړي ول. 

آ./ا.ا.

 

نورې ليکنې