د آلمان برلين ښار ته هم زیات اوکرايني مهاجر رسېدلي دي| انځور:‌ بنجمن بتک، کډوال نیوز
د آلمان برلين ښار ته هم زیات اوکرايني مهاجر رسېدلي دي| انځور:‌ بنجمن بتک، کډوال نیوز

د مرستندويه سازمانونو د فدرالي اتحاديې رئيس د پناه غوښتني په ترڅ کي د اروپايي سياست د لا سخاوتمندانه کولو ږغ کړی دی.

د مرستندويه سازمانونو اتحاديې (BAGFW) ويلي دي چي د اوکراين و مهاجرو ته د ځای ورکولو اروپايي سياست د مهاجرت د سياست په ډګر کي نوي پيمانې تعريف کړي دي. د يادي اتحاديې رئيس اولريش ليلي ويلي دي چي د تقريبا شپږ مليونو اوکرايني مهاجرو «تقريبا بېله خنډ او ځنډ» څخه منلو په ښکاره توګه دا ثابته کړه چي «په اروپايي شورا کي د بشري حقونو د اروپايي کنوانسيون او د ژنيف د مهاجرت د کنوانسيون په رڼا کي لوی بشري او د پېوستون اقدامات ممکن دي.» نوموړي دا څرګندونې د چهارشنبې په ورځ (د ۲۰۲۲ کال د جون لومړۍ نېټه) په بروکسل کي وکړې.

د سازمانونو يادي اتحاديې غوښتنه کړېده چي د اوکراين د مهاجرو د منلو او ورته ځای ورکولو په ترڅ کي تر لاسه سوې تجربه بايد د دې لامل سي چي د مهاجرت په تړاو د اروپايي اتحاديې په نظام کي د اصلاحاتو هڅي وسي. په دې ترڅ کي وړانديز سوی دی چي په اروپا کي دي دننه داسي د مهاجرو د ويش له پاره د سهميو نظام رامنځته سي چي پر هغو هيوادونو فشار کم سي چي له لاري يې مهاجر اروپا ته داخليږي. ليلي زياته کړېده چي د اروپايي اتحاديې هغه سياست چي تر اوسه يې عملي کړی او غواړي په مرسته يې اروپا ته د داخلېدو ټولي د مهاجرت لاري وتړي، په وينا يې له بنسټه غلط سياست دی.

د سازمانونو د يادي اتحاديې استازي و بروکسل ته ورغلي چي هلته د اروپايي اتحاديې د کميسيون او د اروپايي شورا د استازو سره د مهاجرو د منلو په هکله خبري اتري وکړي.

په عين حال کي د ۵۷ مرستندويه اتحاديو يوې بلې ډلې د اوکراين د مهاجرو په پرتله د نورو مهاجرو سره له تبعيضي چلن څخه خبرداری ورکړی دی. دغو اتحاديو د آلمان و صدراعظم ته يو ليک لېږلی چي پکښي هغه څخه يې غوښتنه کړېده چي د اوکرايني مهاجرو تر څنګ دي نورو ټولو مهاجرو ته هم بېله محدوديت څخه د طبي مراقبت ترلاسه کولو حق ورکول سي. دا د هغه وروسته چي د آلمان حکومت فيصله وکړه چي د اوکراين څخه آلمان ته راغلي مهاجر په سمدلاسه توګه د ټولو سوسيال مرستو او طبي مراقبت تضمين ترلاسه کوي.

د ډاکټرانو د مرستندويه سازمان (IPPNW) رئيسي شارلوټآ کونراډ ويلي دي چي په دې خوښه ده چي ويني چي سياسي مسؤل کسان په دقيقه توګه د مهاجرو له اړتياؤ څخه خبر دي. د هغې په وينا د آلمان د حکومت له خوا ياده فيصله بايد اوس د نورو ټولو مهاجرو لپاره هم وغځول سي. دغو سازمانونو غوښتنه کړېده چي د طبي مراقبت، کاري آسانتياؤ او سوسيال مرستو په ډګر کي دي د پناه غوښتني و فيصلې ته منتظرو او نورو مهاجرو ته هم ورته حقونه ورکول سي.

آ./ا.ا.

 

نورې ليکنې