د کابل آرشيف انځور: پېکچر الاینز، دي پې اې، ادرین ووتیې
د کابل آرشيف انځور: پېکچر الاینز، دي پې اې، ادرین ووتیې

په افغانستان کي د آلمان د ماموريت پر وخت د افغان ځايي همکارانو د ملاتړ شبکه وايي چي په افغانستان کي لا په سلونو ځايي همکاران د تخليې په انتظار دي.

د آلماني پوځ د ځايي افغان همکارانو د ملاتړ شبکه وايي چي د آلمان يو شمير افغان همکاران لا تر اوسه په افغانستان کي د تخليې په انتظار دي. له دغه شبکې څخه قيس نيکزي و پروتستانت خبري آژانس ته ويلي دي چي له شبکه يې د تقريبا دوو سوو دا ډول افغانانو سره په تماس کي ده چي ورته له افغانستان څخه د وتلو امکانات نه برابريږي. د هغه په وينا په دې توګه دغه په سلونو کسان نسي کولای چي د طالبانو له ګواښ څخه ځان وساتي. نوموړي زياته کړې چي دا هغه کسان دي چي د آلمان دولت يې د راتلو لپاره هوکړه کړېده.

نيکزي زياته کړېده چي يو شمير داسي افغانان لا هم په افغانستان کي د تخليې په انتظار دي چي په افغانستان کي يې له ۲۰۱۳ کال مخکي د آلمان سره همکاري کړېده خو لا تر اوسه يې و آلمان ته د راتلو درخواست نه دی ورکړي. د هغه په وينا دغه د آلمان پخواني افغان همکاران هم په دې هيله دي چي آلمان به ورته د راتلو ژمنه وکړي. د نيکزي په وينا د آلمان د پوځ د دغه ډول همکارانو لپاره د نورو همکارانو په پرتله ګواښ کم نه دی.

د يادي شبکې دغه افغان غړي چي پخپله د آلمان پوځ پخوانی ترجمان اوسېدلی دی ويلي دي چي په افغانستان کي د آلماني پوځ د پاتو پخواني ځايي همکارانو وضعيت ډېر خراب دی. د هغه په وينا دغه کسان مجبوره دي چي د خپل امنيت په خاطر هميشه خپل د اوسېدوني ځايونه تغير کړي او پټ واوسيږي. نيکزی وايي چي دی د دا ډول يو شمير کسانو سره په تماس کي دی او دا چي هغوی په دې انتظار او هيله دي چي له افغانستان څخه به راوايستل سي. 

نيکزی وايي چي په افغانستان کي پاته افغانان چي له آلمان څخه يې د منل کېدلو ژمنه ترلاسه کړېده، خو پاسپورټونه نه لري، هغوی مجبور دي چي په تور بازار کي اسناد ترلاسه کړي. د هغه په وينا له طالب چارواکو څخه پاسپورټ ترلاسه کول يو ناممکنه کار دی.

له دې مخکي د پرو ازيول سازمان هم د آلمان پر حکومت ږغ کړی ؤ چي د تخليې په انتظار او د ګواښ سره مخامخ افغانانو د راوستلو لپاره دي خپلي هڅي ګړندۍ کړي.

آ./ا.ا.

 

نورې ليکنې