مانش کې کې مهاجر. انځور: رویټرز
مانش کې کې مهاجر. انځور: رویټرز

د بي بي سي د یو خبر له مخې د برېتانیا په یوه توقیف ځای کې نږدې ۲۰ پناه غوښتونکو روانډا ته د استول کېدو د خبر له ترلاسه کولو وروسته د نه خوړو اعتصاب کړی دی.

د برېتاینا د سسکس ښار په بروک هوز توقیف ځای کې چې د ګتوېک هوایي دګر کې ته نږدې موقعیت لري ۱۷ پناه غوښتونکو د نه خوړو اعتصاب کړی دی. د بي بي سي د یو راپور له مخې دغه مرکز کې د پناه غوښتونکو وضعیت «ناهېلی کوونکی» دی.

تېر اپریل د برېتانیا حکومت وویل چې ځینې پناه غوښتونکي به رونډا ته استوي. د برېتانیا د کورنیو چارو وزیرې د دغه پلان د عملي کولو لپاره رونډا ته سفر کړی او د دغه هیواد له چارواکو سره یې تړون لاسلیک کړی و.

بیا ولولئ:‌ رونډا ته د کډوالو د ستنولو په هکله د برېتانیا او رونډا ترمنځ تړون: «زه نه پوهېږم چې رونډا چېرته ده»

بي بي سي داسې یو سند ته لاسرسی موندلی چې پکې یو پناه غوښتونکي ته چې د بروک هوز کې په توقیف کې دی ویل شوي، چې هغه د رونډا پلازمېنې کیګالي ته استول کېږي. زیاته شوې چې دغه تصمیم قطعي او نهایي دی. یاد سند د جون په لومړۍ نېټه کې صادر شوی دی.

لږ مخکې د برېتانیا د کورنیو چارو وزیر ویلي وو چې د کډوالو لومړۍ ډله به د جون پر ۱۴مه رونډا ته استول کېږي.

یو پناه غوښتونکي بي بي سي ته ویلي دي چې نوموړی د هغو ۱۷ کډوالو په ډله کې و چې تر چهارشنبې شپې پورې د پنځو ورځو لپاره د نه خوړو اعتصاب کړی و. دوی له هغې وروسته خپل اعتصاب پای ته ورساوه چې د مرکز ساتونکو ورته د بورې له ورکولو ډډه وکړه ترڅو یې له اوبو سره ګډه کړي.

علي چې کورنې یې برېتانیا کې ده بي بي سي ته ویلي‌ چې کله چې د وروستي ځل لپاره د کډوالۍ چارواکو سره مخامخ شو، نو هغوی ورته وویل چې «ډوډۍ وخوړه ترڅو په ښه صحي حالت کې الوتکه کې سپور شې».

بروک هوز کې بند کډوال وایي کامره لرونکي موبایلونه یې ضبط شوي دي او یوازې داسې موبایلونه ورکړل شوي دي چې انټرنټ ته لاسرسی نه لري.

هغه سند چې بي بي سي ورته لاسرسی موندلی د پرېکړې دلایل پکې تشریح شوي دي. یاد سند نږدې ۲۰ پاڼې لري او یوازې په انګلیسي ژبه لیکل شوی دی. خو پکې راغلي چې یو ژباړن به د سند د ترجمې لپاره حضور ولري. سند کې د پناه غوښتونکي نام په وار وار په ناسمه توګه لیکل شوی دی.

سره له دې چې د برېتانیا د کورنیو چارو وزارت تر دې دمه نه دي ویلي چې څو کسانو ته د اخراج سندونه ورکړی دي، خو کېر ۴ کالې سازمان وایي چې نږدې ۱۰۰ هغو کسانو ته سندونه ورکړل شوي چې تېره میاشت برېتانیا ته رسېدلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې سازمانونو خبرداری ورکړی و چې د رونډا تړون له امله د پناه غوښتونکو ترمنځ د ځانوژنې هڅو کې ډېروالی راغلی دی.

 

نورې ليکنې