سلګونه کډوالو تېر ژمی د سرپناه نه لرلو له امله په سړکونو شپې سبا کولې. انځور: د مهاجرو د ملاتړ د ښاریانو پلټفورم
سلګونه کډوالو تېر ژمی د سرپناه نه لرلو له امله په سړکونو شپې سبا کولې. انځور: د مهاجرو د ملاتړ د ښاریانو پلټفورم

که څه هم بلجیم تېره جنوري د پناه غوښتنې د ناسم مدیریت په تړاو د بروکسل د ابتدایي محکمې له خوا محکوم شو، خو سازمانونه وایي چې بلجیمي چارواکي لا هم له قوانینو سر غړوي. د بلجیم د نوي سیاست له مخې دوبلیني شوي کډوال نه شي کولی چې سمدلاسه مرکزونو کې سرپناه ترلاسه کړي. سازمانونه بیا دا د اروپایي قوانینو او د محکمې له پرېکړې سرغړونه بولي.

د روان کال په پیل کې بلجیم کې وضعیت لږ ښه شوی و. کډوالو نور د پناه غوښتنې ثبت مرکز یا پتي شتو مخ ته شپې نه تېرولې. د محکمې له حکم یوه میاشت مخکې لسګونو کډوالو مرکزونو کې د ځای د نشتوالي له امله د سړکونو پر غاړه شپې سبا کولې.

د بلجیم حکومت او د پناه غوښتنې اداره یا فدازیل د جنورۍ پر ۱۷مه د پناه غوښتنې د ناسم مدیریت په تړاو محکوم شوی و. د بروکسل ابتدایي محکمې ویلي وو چې چارواکو خپلې دندې نه دي ترسره کړې او د پناه غوښتنې له قانون څخه یې سرغړونه کړې ده. قاضي ویلي وو چې د بلجیم حکومت اړ دي چې پناه غوښتونکو ته مناسب ځایونه برابر کړي.

هره ورځ نږدې ۴۰ پناه غوښتونکي بې سرپناه پاته کېږي

د محکمې له پرېکړې وروسته بلجیمي چارواکو پناه غوښتونکو ته د هرکلي‌ بېړني مرکزونه پرانیستل. د جنورۍ په جریان کې پتي شتو مخ ته د کډوالو کمپ له منځه وړل شوی و او داسې ګومان کېده چې چارواکو ټولو ته سرپناه برابره کړې ده. د فدازیل یا پناه غوښتنې ادارې ویاند بنوا مانسي هغه وخت کډوال نیوز ته ویلي‌ وو چې له دې وروسته به هر هغه کس چې ځان پناه غوښتونکی معرفي کوي ورته د هغه د دوسیې د ازموینې په ترڅ کې سرپناه ورکول کېږي.

خو د سیرې سازمان د هرکلي او ساتنې چارو مسوله جسیکا بلوماېر وایي چې د محکمې له پرېکړې پنځه میاشتې وروسته حکومت لا هم د محکمې پرېکړه نه ده عملي کړې.

دمګړۍ چارواکي کډوالو ته د هغوی د اداري حالت پر اساس رسیدنه کوي. هغه مهاجر چې دوبلیني نه دي پتي شتو کې نوم لیکنه کوي او مرکزونو ورته سرپناه ورکول کېږي. خو دوبلیني‌ شوي مهاجر یا هغه کسان چې د اروپا په یو بل هیواد کې یې قبولي ترلاسه کړي، دوی د انتظار په لېست کې شاملېږي او ورته سمدلاسه سرپناه نه ورکول کېږي.

د سازمانونه له مخې هره ورځ ۱۰۰ تر ۲۰۰ مهاجر د نوم لیکنې مرکز ته مراجعه کوي، خو نږدې ۴۰ مهاجر بې سرپناه پاتې کېږي. 

تر دې دمخه دوبلیني شویو کسانو ته اجازه ورکول کېده چې لومړني هیواد ته تر استول کېدو پورې مرکزونو کې ژوند وکړي. دوی له بلجیمه تر استول کېدو مخکې د ستنېدو پرانیستو مرکزونو کې پاتې کېدل. خو له بلجیمه نورو هیوادونو ته یوازې ۳ سلنه کډوال استول کېږي او ډېری کسان د خپلو دوسیو د ارزول کېدو په جریان کې د ستنېدو مرکزونو کې پاتې کېږي.

«ډک شوی سیستم» 

د فدازیل ویاند بنوا مانسي وایي چې د «هرکلي سیستم ډک شوی» دی او دوی کومه بله لاره نه لري. دا په داسې حال کې چې په ۲۰۲۲ کې بلجیم کې ۳۰۵۰۰ سرپناوې خو د ۲۰۲۱ په جنورۍ کې ۲۲۸۰۰ سرپناوې موجودې وې. دغه هیواد کې هر یو مهاجر په اوسط ډول د یو نیم کال لپاره د کډوالو مرکز کې پاتې کېږي چې د هغه د دوسیې د ازموینې مودې سره تړاو لري.

بنوا مانسي‌ وایي: «موږ د حل لارو په لټه کې یو، خو دا اسان کار نه دی او وخت نیسي.»

بیا ولولئ: په بلجیم کې د اوکرایني او نورو کډوالو ترمنځ‌ د دوه ګونې چلند په اړه اندېښنې

د همدې کبله هغه مهاجر چې سرپناه نه لري، دوی یا په هغو مرکزونو کې ژوند کوي چې د سازمانونو له خوا ورته وړاندیز کېږي او یا د ښاریانو په کورونو کې. له کډوالو سره د ښاریانو د ملاتړ پلټفورم غړی مهدي کوسو بیا وایي چې زیات شمېر داسې مهاجر هغوی ته مراجعه کوي. په تېرو درېو میاشتو کې د سازمانونو په مرکزونو کې د ډوبلیني شویو او یا د هغو کسانو شمېر چې په یو بل اروپایي هیواد کې یې قبولي ترلاسه کړې له ۱۱ سلنې ۶۵ سلنې ته لوړ شوی دی. مهدي کوسو وایي: «موږ او نور سازمانونه د دغو کډوالو هرکلی او په قضایي مواردو کې ورسره مرسته کوو.»

قاضیان خبرداری ورکوی

د بلجیم محکمې او د اروپایي‌ قوانینو له مخې ټول مهاجر باید د هرکلي‌ په مرکزونو کې سرپناوو ته لاسرسی ولري. د ډوبلیني شويو مهاجرو چارو ته باید تر هغه وخت پورې رسیدنه وشي چې هغه لومړني هیواد ته استول کېږي.

دمګړۍ مدافع وکیلان په اونۍ کې نږدې ۳۰ شکایتونه محکمو کې ثبت کوي. د روان کال له پیل راهیسې نږدې ۷۰۰ شکایتونه د سرپناه په تړاو محکمو کې ثبت شوي‌ دي او ۱۰۰ سلنه پرېکړې مثبتې دي. دغه پناه غوښتونکي بیا پتي شتو مراجعه کوي او سرپناه ترلاسه کوي.

د سیرې سازمان غړې جسیکا بلومېر وایي چې فدازیل خپله دنده نه ترسره کوي، نو ځکه سازمانونه، مدافع وکیلان او محکمې د هغوی مسولیتونه پر مخ وړي.

بیا ولولئ: بلجیم د افغانانو لپاره د جانبي حفاظت قواعد بدلوي

بلجیمي قاضیانو د می میاشتې پر ۲۴مه پر فدازیل نیوکه وکړه او په یوه خبرپاڼه کې یې وویل چې دغه سیستم پر «ټولنیز عدالت» ناوړه اغیز کړی دی.

دغه اعلامیه کې راغلي‌ دي چې «فدازیل دا خبره نه ردوي چې کډوالو ته د هرکلي شرایط برابر کړي، خو یوازې دې ته انتظار باسي چې محکمې کډوالو ته دا حق ورکړي.»

د بلجیم حکومت مهاجرتي سیاست د ټولنې پر یوې لویې برخه ناوړه اغیز کوي، خو داسې ښکارېږي چې حکومت د حل لارې په لټه کې نه دی. د معلوماتو له مخې د می میاشتې له ۹ تر ۱۷مې پورې ګڼ شمېر کسان و نه توانېدل چې مرکزونو کې سرپناه ترلاسه کړي. 

 

نورې ليکنې