بریتانیا ته د کښتیو له لارې رسیدلي ناقانونه کډوال. ۲۰۲۲ کال می میاشت. انځور: رویټرز
بریتانیا ته د کښتیو له لارې رسیدلي ناقانونه کډوال. ۲۰۲۲ کال می میاشت. انځور: رویټرز

بریتانوي رسنیو راپور ورکړی چې د هغو ۷۰ کډوالو ترمنځ چې ټاکل شوې راتلونکي اونۍ رونډا ته واستول شي، افغانان هم شامل دي. سربیره پر دې انديښنې دادي چې په دغه لومړنۍ ډله کې یو شمیر کم عمره پناه غوښتونکي هم دغه افریقايي هیواد ته استول کیږي.

د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې راتلونکي اونۍ د جون په ۱۴ به ۷۰ تنه هغه پناه غوښتونکي چې په ناقانونه ډول بریتانیا ته د ننه شوي، د افریقا ختیځ رونډا ته واستوي.

مرستندویه سازمانونه وايي چې ښايي دولت یو شمیر کم عمره پناه غوښتونکي د هغو خلکو په ډله کې رونډا ته واستوي چې ډیر عمر لري. دغه سازمانونه د کورنیو چارو وزارت لخوا د یادو پناه غوښتونکو د عمر د ارزولو پر پروسې شک څرګند کړی او ویلي يي دي چې ښايي یو شمیر کم عمره پناه غوښتونکي د لویانو په توګه ارزیابي شي.

بریتانوۍ ګارډین ورځپاڼې د یک شنبې په ورځ د جون په ۵مه خبر ورکړ چې یو پناه غوښتونکی چې له ۱۸ کلونو څخه يي عمر کم و او رونډا ته د استولو په موخه د اخراج په یو کمپ کې ساتل کیده، د یو وکیل په مرسته تازه له بنده خوشې شوی.

نور ولولئ: برېتانیا: نږدې ۲۰ پناه غوښتونکو رونډا ته د استول کېدو پر وړاندې د نه خوړو اعتصاب کړی

د پناه غوښتونکو له دغې ۷۰ کسیزې ډلې څخه دوه نور چې رونډا ته د ایستلو لپاره يي خبر ترلاسه کړی او دامهال د اخراج په مرکز کې ساتل کیږي، وايي چې عمرونه يي له ۱۶ کلونو ټیټ دی خو د کورنیو چارو وزارت ورسره دا خبره نه مني.

د مرستندویه سازمانونو اندیښنې

د Care4Calais سازمان بنسټ ایښودونکې کلر موزلی چې د پناه غوښتونکو له دغې ډلې ملاتړ کوي وايي له کورنیو چارو وزارت سره د یادو خلکو د عمرونو په اړه د نظر اختلاف لري. نوموړې ګارډین ورځپاڼې ته ویلي:« مونږ د عمر په اړه دوه بیلابیل نظرونه لرو، خو د کورنیو چار وزارت لاهم د دوې د ایستلو اخطار ورکړی.» هغې ویلې چې په دې برخه کې به د پناه غوښتونکو قانوني ملاتړ ته دوام ورکړي.

د Love146 UK په نوم یو بل خیریه سازمان ویلي چې ډیری سازمانونه د کورنیو چارو وزارت لخوا د عمر د ارزونې د پروسې په اړه اندیښمن دي او وايي چې ځینې له ۱۸ کلونو کم عمره پناه غوښتونکي چې د انګلیس چینل له لارې په کښتیو کې بریتانیا ته رسیدلي د ۲۳ کلن په توګه ارزیابي شوي. سازمانونه وايي چې د دوې عمر ځکه ډیر ښودل کیږي ترڅو رونډا ته داحتمالي اخراج لپاره يي لاره هواره شي.

رونډا ته د استولو خبردارۍ په بریتانیا کې د پناه غوښتونکو انديښنې او روغتیايي ستونزې هم ډیرې کړي. سازمانونه ویلي چې له دې سره د ځان وژنې یو شمیر هڅې رامنځ ته شوي. همدارنګه د « بروک هاوس» په کمپ کې د پناه غوښتونکو د نه خوړو اعتصاب او نور هغه ستونزې دي چې دوې يي په اړه انديښمن دي.

د کورنیو چارو وزارت بیا رونډا ته د بې سرپرسته کم عمره پناه غوښتونکو استول نه مني او وايي چې هیڅ څوک به په ناامنه توګه اخراج نه کړي.

رونډا ته د افغانانو اخراجول

بریتانیا ته د انګلیس چینل له لارې د تلونکو پناه غوښتونکو یوه لویه برخه افغانان جوړوي. اندیښنې دا دي چې د هغو پناه غوښتونکو ترمنځ چې رونډا ته يي د ایستلو ګواښ ترلاسه کړی افغانان هم شامل دي.

که څه د رسمي سرچینو لخوا دغه هیواد ته د افغانانو استول نه دي تایید شوي خو سکای نیوز ته یوې سرچینې ویلي چې په لومړۍ ډله کې چې ټاکل شوې راتلونکي اونۍ رونډا ته واستول شي ۱۲ سوریایان او یو شمیر افغانان هم شامل دي.


 

نورې ليکنې