استانبول ښار. انځور: رویټرز
استانبول ښار. انځور: رویټرز

د ترکي سرچینو په حواله د تېرې شنبې په ورځ د ترکیې په استانبول ښار کې نږدې ۱۷۰۰ «غیر قانوني» کډوال نیول شوي دي. لږ مخکې ترکیې ویلي وو چې په روان کال کې یې تر ۲۸ زره ډېر کډوال له خپلې خاورې څخه شړلي دي.

د ترکي رسنیو په حواله یوې امنیتي سرچینې د خپل نوم د نه ښودلو په شرط ویلي دي چې د ترکیې امنیتي ځواکونو د کډوالو د قاچاق پر وړاندې د مبارزې څانګې سره په همکارۍ د استانبول ښار په بېلابېلو سیمو کې ۱۶۸۲ سند نه لرونکي کډوال نیولي دي.

نیول شوي کسان د بېرته ستنېدو مرکزونو ته استول شوي دي.

تېره می میاشت د ترکیې د کورنیو چارو وزارت ویلي وو چې د روان میلادي کال له پیل راهیسې یې تر ۲۸۵۰۰ ډېر ناقانونه کډوال له خپلې خاورې څخه ایستلې دي. دا د تېر کال د همدې مودې پرتله ۷۰ سلنه ډېروالی ښيي. د شړل شویو کډوالو په ډله کې تر ټولو ډېر افغانان دي.

بیا ولولئ: له ترکیې څخه ۷۰ سلنه د کډوالو د ایستلو ډېرېدل: افغانان پکې تر ټولو ډېر دي

که څه هم واک ته د طالبانو له رسېدو سره د ترکیې څخه د افغانستان پر لور د کډوالو د بېرته ستنولو لړۍ درېدلې وه، خو په ۲۰۲۲ یاده پروسه بېرته پیل شوه.

لږ مخکې د ترکیې د کډوالۍ ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلي وو چې ترکي چارواکو یوازې په ۲۰۲۲ کال کې خپلې خاورې ته له ۱۵۰ زرو څخه د ډېرو کډوالو د ناقانونه ننوتلو مخه نیولې ده او په همدغه موده کې یې ترکیه کې دننه له ۷۰ زره ډېر غیرقانوني کډوال نیولي دي.

یاده خبرپاڼه کې زیاته شوې وه چې ایستل شوي کسان د ۹۴ هیوادونو اتباع دي خو ډېری پکې افغانان، پاکستانیان او سوریایان دي.

بیا ولولئ: له ۲۰۰ څخه ډېر افغانان له ترکیې څخه بېرته افغانستان ته استول شوي

ترکي چارواکي د ناقانونه کډوالو په نیولو سره دوی د بېرته ستنېدو مرکزونو ته استوي. دا مهال تر ۱۸ زره ډېر کډوال یادو مرکزونو کې ساتل کېږي چې ۱۰۷۶۳ تنه یې افغانان، ۲۷۴۰ تنه یې پاکستانیان، ۱۷۷۶ تنه یې سوریایان او ۳۵۲۲ تنه نور یې د نورو هیوادونو وګړي دي.

ترکیه د هغو کډوالو لپاره چې غواړي د یو ښه ژوند د موندلو په موخه اروپا ته ځانونه ورسوي، د ترانزیټ یوه مهمه لاره بلل کیږي. د رسمي شمېرو له مخې دمګړۍ په ترکیه کې کابو ۴ میلیونه کډوال ژوند تېروي چې ډېری يې سوریایان او افغانان دي.

 

نورې ليکنې