پاکستان ته تلونکي افغانان. انځور: پېکچر الاینز
پاکستان ته تلونکي افغانان. انځور: پېکچر الاینز

د پاکستان حکومت نږدې یو میلیون راجسټر شویو افغانانو ته ځیرک کارتونه ورکړي دي ترڅو دوی وکولی شي چې په دغه هیواد کې روغتیایي، بانکي، زدکړیزو او نورو خدماتو ته لاسرسی ومومي.

د پاکستاني چارواکو په حواله دغو ځیرک کارتونو کې چې د راتلونکي کال تر جون میاشتې پورې اعتبار لري د ثبت شویو کډوالو بایومتریک معلومات پکې درج شوي دي. یاد کارتونه هغو کسانو ته ورکړل شوي دي چې د اسنادو د بیا تمدیدولو او د هویت د تاییدولو پروګرام یا درایو په چوکاټ کې یې د راجسټر سندونه ترلاسه کړی و.

دغه پروګرام تېر کال د اپریل تر ډسمبر میاشتې پورې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو ادارې په مرسته د پاکستان د ایالتونو او سرحدي سیمو وزارت او د افغان کډوالو لپاره د کمیشنرۍ له خوا په لاره اچول شوی و.

بیا ولولئ: پاکستان د افغان کډوالو د تصدیق پروګرام سر ته رسولی دی

د نیوز خبري اژانس په حواله د افغان کډوالو لپاره عالي کمېشنر محمد سلیم خان ویلي چې پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو معلومات له لسو کلونو راهیسې اپډېټ شوي نه وو. د همدې کبله د دوی د معلوماتو راټول او اوسنيو اړتیاوو ته رسېدنه مهم کار بلل کېده.

هغه زیاته کړې: «تر دې دمه [افغان کډوالو ته] نږدې یو ملیون سمارت یا ځیرک کارتونه ورکړل شوي چې د ۲۰۲۳ تر جون میاشتې پورې اعتبار لري. د هغو ماشومانو معلومات چې عمرونه یې تر پنځه کلونو څخه ټیټ وي د هغوی د والدینو په کارتونو کې ثبت شوي دي.»

بیا ولولئ: افغان کډوال په پاکستان کې له سوړ چلن سره مخ دي

نوموړي دا هم ویلي دي چې دغه معلومات چارواکو ته اجازه ورکوي چې له یادو مهاجرو سره مناسبې مرستې وکړي.

د ده په حواله اوسمهال د سندونو د بیا تمدېدولو او د هویت د تاییدولو پروګرام په چوکاټ کې د پاکستان په ۳۵ مرکزونو کې نږدې ۶۰۰ پاکستاني او د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو کارکوونکي د افغان کډوالو د ملاتړ په برخه کې کار کوي.

د کډوالو د پېژندنې پروګرام د شمېرو له مخې دمګړۍ پاکستان کې د افغان کډوالو ۵۲ سلنه ماشومان خو ۴ سلنه یې بیا بوډاګان جوړوي. 

د یادولو ده چې واک ته د طالبانو له رسېدو سره ګڼ شمېر هغو افغانانو چې ژوند یې په خطر کې و او یا د اقتصادي ستونزو سره مخ وو ځانونه د افغانستان ګاونډیو هیوادونو لکه پاکستان او ایران ته ورسول.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو ادارې په وينا په پاکستان کې تر ۳ مليونو څخه زيات افغان مهاجر ژوند کوي چې پکې نيمايي يې داسې کسان دي چې د افغان مهاجرو د دويم او دريم نسل په توګه په دغه هیواد کې ژوند کوي. خو دغه کسان چې په پاکستان کې زېږېدلي او لوی شوي دي، هغوی ته تر اوسه لا مهاجر ويل کېږي.

 

نورې ليکنې