په اسلام اباد کې د آلمان او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو لیدنه. ۷ جون ۲۰۲۲. انځور: پیکچر الیانس
په اسلام اباد کې د آلمان او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو لیدنه. ۷ جون ۲۰۲۲. انځور: پیکچر الیانس

د آلمان د بهرنیو چارو وزیرې انالینا بیربوک چې په یوه رسمي سفر اسلام اباد ته تللې، له پاکستاني چارواکو سره يي د نورو مسایلو ترڅنګ د افغانان کډوالو د ایستلو د پروسې په اړه هم خبرې کړي. نوموړې ژمنه وکړه چې د اړمنو افغانانو د ایستلو پروسې ته به دوام ورکړي.

د هغه د سفر موخه له پاکستاني چارواکو سره د افغانستان پر مسایلو، د پاکستان له لارې د اړمنو افغانانو د تخليي د پروسې، د ښځو د حقونو د رعایت لپاره پر طالبانو د پاکستان د فشار او نورو مسایلو په اړه له پاکستاني چارواکو سره خبرې بلل شوې.

د آلمان د بهرنیو چارو وزیرې نن سه شنبه په اسلام اباد کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري سره یو ځای په یو خبرې کنفرانس کې پر نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې باید په افغانستان کې د طالبانو رهبرۍ ته پیغام واستوي چې هغوی پر ناسم مسیر روان دي. نوموړې د افغانستان د وضعیت په اړه اندیښنه څرګنده کړې او په دغه هیواد کې يي د یوې انساني فاجعې د رامنځ ته کیدو خبرداری ورکړی.

میرمن بیربوک له خپل پاکستانی سیال سره په خبري کنفرانس کې وویل چې هیواد يي د افغانستان خلک نه دي هیر کړي او له هغو افغانانو سره به بشري مرستو ته دوام ورکړي چې اړتیا ورته لري.

هغې زیاته کړه: «هغه افغانان چې د آلمان له ادارو سره یې کار کړی او یا یې دیموکراتیکو موخو او بشري حقونو ته ژمن دي، زموږ لخوا د محافظت مستحق دي.» دغه آلمانۍ دیپلوماته ویلي چې تر دې مهاله يي څه باندې ۱۴ زره افغانان د پاکستان له لارې آلمان ته انتقال کړي.

نور ولولئ: آلمان هره اونۍ کابو ۲۰۰ افغانان را انتقالوي

بل پلو بیا د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په دغه خبري کنفرانس کې ژمنه وکړه چې هیواد به يي له نړیوالې ټولنې سره د هغو کسانو په ایستلو کې مرستې ته دوام ورکړي چې پخوا يي په افغانستان کې له بیلابیلو بهرنیو هیوادونو سره مرسته کړې. بلاول بوټو وویل چې هیواد يي د کابل له سقوط وروسته له نړیوالې ټولنې سره د ۹۰ زرو څخه د ډیرو خلکو په ایستلو کې مرسته کړې.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وویل: «ما د بهرنیو چار وزیرې ته د بهرنیو هیوادونو او هغو نړیوالو سازمانونو ته چې له افغانستان څخه د خپل پرسونل په ایستلو بوخت دي، د دوامداره ملاتړ ډاډ ورکړی.»

ټاکل شوې وه چې د آلمان د بهرنیو چارو وزیره په خپل څلور ورځیني سفر کې له پاکستان وروسته ترکیې او یونان ته هم سفر وکړي، خو د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی چې نوموړې په پاکستان کې په کرونا اخته شوې او دغه سفرونه يي لغوه کړي.

 

دا خبر د دویچه ویلې د معلوماتو پر مټ چمتو شوی دی.

 

نورې ليکنې