نږدې یو میاشت کیږي چې د پاریس خیتځ «پورت د پانتا» په . وچه ځمکه کې کډوالو خیمې تړلي. ۷ جون ۲۰۲۲. انځور: کډوال نیوز
نږدې یو میاشت کیږي چې د پاریس خیتځ «پورت د پانتا» په . وچه ځمکه کې کډوالو خیمې تړلي. ۷ جون ۲۰۲۲. انځور: کډوال نیوز

شاوخوا ۸۰ تنه کډوال چې ډیره برخه يي افغانان دي، دلته د پاریس په ختیځه څنډه کې يي تر شنه آسمان لاندې یو ځل بیا خپلې خیمې تړلي ترڅو د شپې خوب لپاره ځان ته سرپناه جوړه کړي. د سړک پر غاړې پراته دغه افغانان چې لومړنیو آسانتیاوو ته لاسرسۍ نه لري وايي چې د موټرو غږنونه يي خوب نارامه کړی.

نږدې یو میاشت کیږي چې دغه افغانان د پاریس خیتځ «پورت د پانتا» په وچه ځمکه کې يي خپلې خیمې تړلي. دغه کډوال له یوې خیمې او کمپلې پرته د ژوند لومړنیو آسانتیاوو ته لاسرسۍ نه لري او په دې تمه دي تر څو پولیس راشي او دوې نورو سیمو ته د سرپناه په موخه واستوي.

یو شمیر دغه افغانان چې له کلونو راهیسې په فرانسه او نورو اروپايي هیوادونو کې له سرپناه پرته ژوند تیروي وايي چې کله تر یوه پله لاندې او کله تر بل پله لاندې له کړاوه ډک ژوند تیروي او ورته ته د انسان په سترګو نه کتل کیږي.

د پاریس په ختیځ کې د دغه پنډغالي ګڼ شمیر افغانان تر دې وړاندې د پاریس د ختیځ په یوه بله سیمه کې د «شوال نواغ» په نوم یو کمپ کې خیمې تړلې وې چې وروسته بیا د پولیسو لخوا دغه کمپ ویجاړ شو.

نور ولولئ: پاریس: د زیات شمېر افغانانو په ګډون نږدې پنځه سوه کډوال د پاریس د پانتن کمپ څخه ایستل شوي

«د موټر غږ مو خوب ته نه پریږدي»

شفیق الله محمدي چې د افغانستان د هرات ولایت اوسیدونکی دی له تیرو څو اونیو راهیسې په دغه وچه ځمکه کې يي خپله خیمه تړلې. دغه ۲۷ کلن ځوان وايي چې د موټرو د غږونو له امله نه شي کولای آرامه خوب وکړي.

محمدي چې په دغه پنډغالي کې له نورو افغانانو سره په خبرو بوخت و، کډوال نیوز ته وویل:« مونږ دلته د سهار تر دوو بجو خوب نه شو کولای ځکه د موټر غږ مو خوب ته نه پریږدي. له دوو بجو وروسته کله چې په سړک کې د موټرو ګڼه ګوڼه کمه شي بیا ویده کیږو.»

شفیق الله محمدي شاوخوا یوه میاشت وړاندې د پاریس په ختیځ کې د «شوال نواغ» په نوم یو بل کمپ کې له نورو افغانانو سره یو ځای تر خیمې لاندې ژوند کاوه. د شوال نواغ کمپ د می په ۱۱ د پولیسو لخوا ړنګ شو او شاوخوا ۵۰۰ اوسیدونکي يي نورو سیمو ته واستول شوه او بیړنۍ سرپناه ورته برابره شوه خو د شفیق په ګډون شاوخوا ۳۵ تنه افغانان بیرته و شړل شول.

شفیق الله محمدي هغه افغان کډوال دی چې د پاریس په ختیځ څنډه کې تر خیمې لاندې ژوند کوي. ۷ جون ۲۰۲۲ انځور: کډوال نیوز.
شفیق الله محمدي هغه افغان کډوال دی چې د پاریس په ختیځ څنډه کې تر خیمې لاندې ژوند کوي. ۷ جون ۲۰۲۲ انځور: کډوال نیوز.

څلور کاله کیږي چې شفیق محمدي په فرانسه کې له سرپناه او دولتي مرستو پرته ژوند تیروي او وايي چې ورته د انسان په سترګه نه کتل کیږي. نوموړی ځکه د سرپناه او دولتي مرستو څخه محروم شوی چې د دوسیه يي د «دوبلین» په پروسه کې شامله ده او له دې وړاندې يي په سویډن کې د پناه غوښته ثبت کړې وه.

 د دوبلین د مقررې له مخې د پناه غوښتونکي دوسیه د هغه اروپايي هیواد پورې اړه لري چې په لومړي ځل يي هلته د پناه غوښتنه کړې وي. دا ډول پناه غوښتونکي نه شي کولای تر ۱۸ میاشتو پورې په فرانسه کې د پناه غوښتنه وکړي چې په دغه موده کې دوې له هر ډول حقونو څخه بې برخې وي.

د غزني ولایت اوسیدونکی طالب حسین له دوو نورو افغانانو سره تازه دغه پنډغالي ته راغلی او د خپلې خیمې لپاره ځای جوړوي. نوموړی وايي چې له تیرو دوو کلونو راهیسې له سرپناه او دولتي مرستو او استوګنځای پرته په فرانسه کې ژوند کوم. اسناد هم نه لرم او سرنوشت مې معلوم نه دی.

دغه ۴۱ کلن ځوان وايي:« کله یو ځای او کله بل ځای کې خپله شپه تیروم او د سړې هوا له امله زنګانه مې درد کوي او نه شم کولای په اسانۍ سره قدم و وهم.»

د شقیق په څیر طالب حسین هم له سویډن څخه فرانسې ته راغلی نو ځکه دوسیه يي د دوبلین په پروسه کې شامله شوې. طالب حسین وايي چې دولت ځکه ورته کور نه ورکوي چې له دې وړاندې يي په خپل سر دولتي کور پریښۍ و. هغه وايي دولتي کور مې ځکه پریښود چې پولیس غوښتل ما بیرته سویډن ته واستوي.

بل دلیل چې نوموړی ته کور نه ورکول کیږي دا دی چې دوسیه يي د دوبلین په پروسه کې شامله ده. هغه وايي « دوبلین» خو یو جرم نه دی او ما خو کوم جرم نه دی ترسره کړی نو ولې ما له کوره و باسي.

نور ولولئ: پاریس: له سلو ډیر کډوال چې د پله لاندې يي خیمې تړلې وې نورو ځایونو ته انتقال شوي

یوازې افغانان نه دي چې د پاریس په دغه وچه ځمکه کې يي خیمې تړلي. له مراکش، اریتریا او یو شمیر نورو افریقايي هیوادونو خلک هم دغلته تر خیمو لاندې شپې سبا کوي تر څو پولیس راشي او دوې د سرپناه لپاره نورو ځایونو ته واستوي.

نږدې یو میاشت کیږي چې د پاریس خیتځ «پورت د پانتا» په . وچه ځمکه کې کډوالو خیمې تړلي. ۷ جون ۲۰۲۲. انځور: کډوال نیوز
نږدې یو میاشت کیږي چې د پاریس خیتځ «پورت د پانتا» په . وچه ځمکه کې کډوالو خیمې تړلي. ۷ جون ۲۰۲۲. انځور: کډوال نیوز

په سیمه کې د Pantin Solidaire د انجمن مسول «نیکولا لورو» چې له دغو کډوالو سره د خیمو او نورو توکو په برخه کې مرسته کوي وايي:« هره ورځ پولیس راځي او دغه خلک شمیري خو د دوې د انتقال لپاره تر دې مهال هیڅ خبر نشته.»

د اوکرایني او نورو کډوالو ترمنځ توپیر

د افغانانو تر څنګ په دغه پنډغالي کې یوه مراکشي پلار له خپلې میرمن او دریو اولادونو سره له ستونزو ډک ژوند تیروي. دغه ۴۶ کلن سړی چې له خپلې کورنۍ سره یو ځای درې کاله وړاندې له مراکش څخه فرانسې ته راغلی وايي چې له میاشتو راهیسې تر سړک غاړې او پارکونو کې شپې سبا کوي.

د دغې کورنۍ وړه لور دعا چې په فرانسوۍ ژبه روانۍ خبرې کوي او د ښوونځي زده کوونکې ده وايي چې دولت ولې له مونږ سره دا ډول چلند کوي او مونږ ته اسناد او سرپناه نه راکوي.

دعا له مراکشي او اوکرایني کډوالو سره د فرانسې دولت د دوه ګونې چلند په اړه شکایت کوي او وايي:« مونږ ته وویل شول چې له هوټل څخه باید ووځۍ ځکه دلته اوکرایني کډوال راځي.دولت یوازې اوکراینیانو ته پناه ورکوي او مونږ مراکشیانو ته اسناد نه راکوي.»

 

نورې ليکنې