د یونان د موریا په کمپ کې اورلګیدنې هغه مهال ۱۳ زره خلک له خپلو سیمو بې ځایه کړل. انځور: رویټرز
د یونان د موریا په کمپ کې اورلګیدنې هغه مهال ۱۳ زره خلک له خپلو سیمو بې ځایه کړل. انځور: رویټرز

اروپا کې د کډوالو تر ټولو لوی کمپ موریا کې د اورلګیدنې له امله دوه تنه افغان ځوانان د سه شنبې په ورځ په څلور کاله بند محکوم شول. د دغه کمپ ۱۳۰۰۰ اوسیدونکي د تیر کال په سپتمبر میاشت کې یوې سترې اورلګیدنې بې کوره کړل.

پر دغو افغانانو تور دی چې د ۲۰۲۰ کال د سپتمبر په میاشت کې د موریا ستر کمپ په سوځولو کې يي لاس درلود. هغه مهال د اورلګیدنې له امله ټول کمپ په ایرو بدل شو او اوسیدونکي يي اړ شو تر څو نور ځایونو ته کډه وکړي.

د یونان د لیسبوس ټاپو کې د استناف محکمې د دغو ۱۸ کلونو افغانانو سزا له پنځو کلونو څخه څلورو کلونو ته راټیټ کړی خو د دغو افغانانو مدافع وکیله د محکمې پر پریکړې رضایت نه لري او وايي چې محکمې له قانون څخه سرغړونه کړې. وکیله وايي چې د تجدید نظر له امله باید د دوې سزا له پنځو کلونو څخه نیمايي ته راټیټ شوی وای.

مدافع وکیله ویکي آنګلیدو د فرانسې خبري آژانس ته ویلي چې د لیسبوس د استناف محکمې باید د ۲۰۲۱ کال د مارچ میاشتې د محکمې سزا نیمايي ته راټیټ کړای وای ځکه د نوموړې په خبره په دې اړه معتبر شواهد نشته.

نور ولولئ:د یونان په ځنګلونو کې اورلګیدنې ګډوال له خپلو سیمو بې ځایه کړي

میرمن انګلیدو وايي، سره له دې چې د پیښې پر مهال د دغو افغانونو عمرونه له قانوني لحاظه ټیټ و خو د دوې د بند مودې د ټیټیدو شرایط په پام کې نه دی نیول شوی.

د موریا په کمپ کې له اورلګیدنې وروسته، ۶ تنه افغانان و نیول شول وروسته بیا یوې محکمې له دې ډلې ۴ تنو ته يي د تیرکال په جون میاشتې کې د ۱۰ لکونو د بند سزا واوروله.

د محکمې له پریکړې وروسته دغه دوه افغانان بیرته آتن ښار ته نږدې د ځوانانو لپاره ځانګړی زندان ته استول شوي. دوې د سمپتمبر میاشتې راهیسې په دغه ځای کې په بند کې ساتل کیږي.

 

نورې ليکنې